Categories

اعلان

Loading…

د مخه ښې حج | ولي الله ملکزی

نن د بیت الله الحرام ختیځ لوري ته د ۲۲ کیلومترو په واټن، ‌دعرفات په غونډۍ څه باندی دوه نیم ملیونه ایمانداره او توحیدپالي بنده ګان ولاړ دي. د نن ورځې دا مناسک د هغه ویاړمن او بت شکن ابراهیم د سترې مبارزې ویاړنه او یادونه ده چې نژدې څلور زره کاله وړاندی یی د مکې پدی سپیرو غرونو او سوځونکو دښتو کې له شیطان سره ترسره کړیده.

د نن ورځې دا مراسم دهغه ستر او غیرتمند انسان د شهامت یادګار دی چې د نمرود په سرو لمبو کې غوټو وهلو ته یی ترجیح ورکړی خو دهغه جلادانو ته یی د تسیلمۍ لاسونه ندي پورته کړي.  دا دهغه مزبوت او سرلوړي پیغمبر د باتورۍ بیلګه ده چې تک تنها د سنګ تراش آذر، په بت خانو کې د وړو وړو خدایګوټو او دهغه د سرکښ قوم د بامبړانو په وړاندی مقاومت کوي او د عزم او برم په ازغنه لار، د منزل په لور مزل وهي.

د نن ورځې دا وړوکی محشر دهغه پیاوړي او ویاړلي خليل کیسه ده چې د سرو سکروټو په منځ کې پروت دی، جبرائیل ورته په منډه راځي او ورته وایي چې له ربه دی څه غواړې؟ خو دی ورته په ډیر متانت سره وایی: زه ستا مرستې ته اړ نه یم، هغه ذات چې ته یی را استولې، ما پخپله ګوري.

دا دهغه اولعزم رسول د پرستیژ لمانځنه ده چې څلور ملیارده انسانان (یهود،‌ نصاری او مسلمانان) یی په درود، ورد او ذکر ژبه لندوي او هغه ته د خپلې عقیدې د یو ځانګړي شاخص په سترګه ګوري. دا د یو داسې شخصیت د کرکټر، هویت او معرفت مقام دی چې قرآن ورته د فرد په ځای، دأمت لقب ورکړی او د بهادرۍ مډال یی ورته ډالۍ کړیدی. دا دهغه سپین ږیري پلار د قربانۍ داستان دی چې د خپل معبود د حکم پر ځای کولو لپاره یی د خپل ۱۴کلن ځلموټي زوئ په غاړه چاړه ایښې او دهغه نذرانه کولو ته چمتو شویدی.

دا د هغه صابر، مومن او نیازبین ذبیح د تنکۍ مرۍ او تلپاتې سرښندنې د لړۍ یوه کړۍ ده چې د نافرمانۍ او بغاوت په ځای، خپل ۸۳ کلن بوډا پلار ته وایي: پلار جانه! حوصله دی پر ځای کړه او ګوره چې وار دی خطا نشي. خوب دی رښتینې کړه، زما سر ستا په قدمونو کې پروت دی، زه حاضریم، زما وینه توی کړه تر څو ستا سر، ستا د رب په دربار کې نور هم اوچت او غاړه دی نوره هم هسکه شي. زه له تا خوښ یم خو بس، ته خپل خالق راضي کړه. 

حج د خلیل او ‌ذبیح علیهما السلام د شهکارونو دوام او د قربانیو سلسله ده. حج د هغې جذبې یو رنګین مظهر دی چې یوې پتمنې میرمنې د صفا او مروی د سپیرو غونډیو په ځیږو ډبرو کې دهغې څرګندونه کړېده. دا دهغې سرشارې ولولې د کردارونو تسلسل دی چې یوې لالهندې مور(هاجرې) د خپل تږي ماشوم (اسماعیل) د خړوبولو پخاطر ترسره کړیدی.

نو له همدې امله، حج د عبادت، سرښندنې او شکرانې د اداء کولو یوغوره فرصت او د اسلام د پنځو بنسټونو څخه یو مهم رکن دی. حج د هجرت په نهم او د نبوت په دوه ویشتم کال ددی مبارک آیت له نازلیدو سره جوخت فرض شو چې: (ولله عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنْ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا – د الله له لوري پر هغو کسانو حج فرض شویدی چې د لیارې او سفر توان ورسره وي).

دهمدې آیت له راتګ څخه لږه موده وروسته، حضرت پیغمبر علیه السلام د خپل ښي لاس ملګري او د غار یار، ابوبکر الصدیق (رض) د درې سوه کسانو سره د حج د أداء کولو لپاره مکې ته ولیږه، خو د حج خطبه او له مشرکینو څخه د براءت پریکړه، د علي کرم الله وجهه لخوا واورول شوه.

په را روان کال کې یعنی د هجرت د لسم کال د ذی الحجې په نهمه نیټه، رسول الله (ص) پخپله د حج مراسم پیل او مسلمانانو د لمړي ځل لپاره د یو أمت او هم حکومت په توګه، د سیمې په سیاسي او جغرافیوي نقشه کې د خپل ځواک او وجود څرګندونه وکړه. کله چې د اسلام پیغمبر د عرفات د غونډۍ په لمن کې چې جبل الرحمة هم ورته ویل کیږي او د مځکې له سطحې څخه مازی اویا متره لوړه ده، د حج تاریخي خطبه اوروله، نو یولک او پنځه ویشت زره أصحاب د جامدو ډبرو په څیر، دده ګرد چاپیره چپ چاپ ناست او غوږ غوږ وو، له حمد او ثنا څخه وروسته یی داسی وفرمایل:

(ای خلکو زما خبره واورئ،‌‌ ښایي په را روان کال کې زه له تاسو سره پدی ځای کی بیا هيڅکله هم ونه ګورم. ای خلکو!  تر څو چې تاسې له خپل رب سره ملاقات کوئ، تر هغې ورځې ستاسو وینې او ستاسې مالونه یو پر بل باندی حرام دي. تاسو به یوه ورځ له خپل خالق سره مخ کیږئ او ستاسو څخه به ستاسې د عملونو پوښتنه کیږي. له کومو خلکو سره چې امانتونه ایښودل شوي، ‌هغه دی خپلو خاوندانو ته وسپاري. له نن څخه وروسته سود او ربا نشته، خو د خپلو مالونو په بیرته ترلاسه کولو کې یو په بل باندی ظلم او تیری هم نشته.

د خطبې په بل پړاو کې یی بیا داسې وفرمایل: ای خلکو! تاسو پخپلو میرمنو حقوق لرئ او هغوئ په تاسو حقونه لري، په دوئ زور زیاتې مه کوئ او له هغوئ سره ښه چلند او نیکه ګوزاره وکړئ. او د خطبې په پای کې یی داسی وویل: ستاسو رب یو دی، ستاسو پلار یو دی او هغه آدم دی، څوک چې له خاورې پیدا شویدی. یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، یو په بل باندې بلوسه او تیرې مه کوئ. بیا یی اسمان ته سترګې پورته او په جار سره یی غږ کړ چې: ای ځما ربه! ته شاهد اوسه).

خو آخ او بیا آخ ؟!  نن چې د نړۍ په هر پیڅکي او څنډه کې جګړې دي، اور دی، ‌لمبې دي،‌ د باروتو او بمونو کاروبار دی. قتلان دی، رټل دي،‌ وژل دي، حلالول دي او د ځان وژونکو واسکټیانو راج دی. هره خوا چې د وینو سیلابونه بهیږي او کور ړنګې جګړې دي. هر چیری چې غربت دی، ولږه ده، مرض دی، جهل دې، کرکه ده، اختلاف دی، تفرقه ده، ځان ځاني ده او تعصب دی. او هر ځای چې له میرمنو سره له جاهلیته ډک سلوک کیږي، له تعلیم څخه محرومیږي، وهل کیږي، ټکول کیږي او په ښکلو مخونو یی تیزاب پاشل کیږي، هغه بیا د مسلمانو ورځنی عمل او خیرن برخلیک دی.

امام مو په محراب کې شهید کیږي، معلم مو په مکتب کې ترور کیږي، ناوې د سرې ډولۍ دننه، پخپلو وینو کې لمبیږي او د سوو قرانونو لمبې او د لګړه شوو ښوونځیو تورې لوخړې، د شین اسمان د سور شفق تر کنارو رسیږي. زمونږ په هیواد او د إسلامي نړۍ په سور او ساره کې، د غلام غلامان د خپلو وروڼو او خویندو د وینو له توئیدو خوند أخلي او لورا لور، وینځې د وینځو کالي مینځي، خو بیا هم ځان آزاد، جنګیالې او توریالی ګڼي.

نن د عرفې ورځ او د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د حج لمړۍ ورځ ده. د عرب سکای نیوز د شبکې د خبر له مخې، تراوسه د هوا، مځکې او اوبو له لارې تقریبا د ۱۷۸ هیوادونو څخه یو ملیون څلور لکه او نهه شپیته زره حاجیان د سعودي عربستان خاورې ته داخل شویدي. خو په دوئ کې د قطر هغه دولس زره حاجیان شامل ندي چې له سعودي عربستان سره د سیاسي اختلاف او پریکون له مخې مکې ته ندي تللي. د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې د راپور په حواله، د سعودي عربستان حکومت او د مکې او مدینې منورې تاجران هرکال د حج په موسم کې نژدی اتلس ملیارډه ډالره ګټه تر لاسه کوي.

باید وویل شي چې پدې ګټه کې د هغو بی وسو او نادارو أفغاني، بنګالي، هندي او اندونیزیایي عمر خوړلو حاجیانو پیسې هم شاملې دي چې د خپل عمر په اوږدو کې یی حتې د چرګو له هګیو پیسې سپما کړي او دلته یی ځانونه رارسولي دي. دا چې د سعودي عربستان شاهي حکومت هیڅکله سیاسي مظاهرو، د حرمینو د چارو د نړیوالو کولو موضوع او د امنیت اخلالولو ته اجازه نه ورکوي، نو پکار ده چې حاجیان د کوربه هیواد د قوانیو رعایت په پام کې ونیسي ترڅو ددغې سپیڅلې فریضې مراسم یی پیکه او تالاترغۍ نه شي.

کله چې د ۶۳۲ میلادي کال د عرفې په ورځ دا مبارک آیت نازل شو چې” الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلامَ دِيناً – نن مې ستاسې لپاره، ستاسې دین بشپړ او خپله لورینه مې درباندې پوره کړه او اسلام مې درته دین غوره کړ” نو دا حج چې د حضرت پیغمبر لمړنې او وروستنې حج وو،‌ له خپل امت سره د حجة الوداع (مخه ښې حج) وبلل شو او یواځې ۹۴ ورځې وروسته هغوئ لدی نړۍ څخه رحلت وکړ.

نن د عرفات، مزدلفې او منی په دښته کې هره خوا یواځی سپین کفنونه، د سپین چکو خیمو ښارګوټي او‌ یواځی یبله پښې او لوڅ سرونه لیدل کیږي. دلته د قربانۍ، زغم او برابرۍ یوه بی مثاله ننداره ده. میرمن ده که سړی، ‌ووړ دی او که زوړ، عجم دی که عرب، ترک دی که پارسا، هستمند دی که نیستمند، خو د هر چا په خوله همدا یوه ناره ده چې: (لَبَّيْکَ اللّهُمَّ لَبَّيْکَ، لَبَّيْکَ لاشَريکَ لَکَ لَبَّيْکَ اِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَکَ وَالْمُلْکَ، لاشَريکَ لَکَ لَبَّيْک).

34 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *