Categories

اعلان

Loading…

څو ګرامري پوښتنو ته د استاد زیار ځواب

 پوهاند دوکتورم.ا. زيار

   اکسفورډ-۱۸ اگست-۱۸
د کامران منگل د دې  پوښتنو په غبرگون کې:

[کولای شې ماته يوڅو داسې کړونه راوښيې چې په تولپېرکې کارېږي لکه خو ښېدل (زما دا نه خوښېږي)، يا بد راتلل (زما بد ترې راځي)…کومه غونډله سمه ده
۱) ما (انگرېزي زده ده) ، که۲) زما انگرېزي زده ده؟]

تولنوم+کړ  (مضاف اليه + فعل)

هغه کړ چې  کړند (فاعل) يې اوښتی تولپېر (مغيره اضافي حالت) لري

زما-يې څه، ستا-يې څه،د ده …يې څه.

زما-زمری- نه خوښېږي، د زمري- زه نه خوښېږم…

يوه خبري (indicative) يا په ناسمه دوديزه نومونه((بيانيه))پښتوغونډله (جمله) له لويه سره ددرستو هندواروپايي،سامي (عربي، عبري) او ځينو نورو ژبوغوندې پر دوه گونو برخو وېشنه مومي: نومواله برخه اوکړواله برخه،او په يوڅه ارت جاج (مفهوم)،پر اېښي (مسنداليه)  اواېښوني (مسند).

لومړۍ  ته له دې کبله نومواله وايو چې دغلته يو نوم يا نومځری  ځانته، يا له اړو ندو وييکو (اداتو)او ټاکندويو(ستاينوم، شمېرنوم…) سره؛ او کړواله دامانا چې غوره توکی يې يوگردان شوی کړ (فعل) او لږوډېر مل کېدونکی کړی (مفعول) له خپلو ورته توکواو ټاکندويو سره رانغاړي)-کړولونه او بشپړنونه (قيدونه او متممونه) بيادواړو خواته راتلای شي.

خو،پښتو د ډېرو نورو ژبو په توپير اړوند نوم له يو لږشمېر کړونو سره داوښتي تولنوم (مضاف اليه) بڼه راخپلوي،اوکړ (فعل) ورسره  بيادتولنومي (مضاف)،او هممهاله د يوې څرگندنې يا اصطلاح expressions) بڼه.

په اړونده غونډله کې دا راز کړ يوه داسې کړن ته نغوته کوي چې يو (څوک) يا(څه) په  پسيف ډول را نغاړي،په نورو ټکو، ترسروونکی پکې دومره زغرد او سيده چار (نقش) نه لري.؛ يانې د يوچاروال  (اکتيف)انډول کړ هومره نه.

د ښه ترا رڼاوي لپاره (لورېدل ) او (لورول) سره   دغونډلو په چوکاټ کې پرتله کوو:

(لورېدل)، چې د بېچار (پسيف) کړ په توگه يې ترسروونکی يو تولنوم (مضاف) راځي، له نومځرو ( زما-زموږ، ستا-ستاسې، د ده- د دې-د دويو) سره، لکه:

زما- پر تا ښه لورېږي؛ له نومونو سره، لکه: د پلوشې پر خپل ورور ښه لورېږي…؛

خو د چاروال ځېل (لورول) ترسروونکی يې زموږ د موخې پرخلاف تولپېر نه را خپلوي،لکه: زه پرتا ښه لوروم، يا پلوشه پر خپل ورور ښه لوروي…

همدا راز د ښاغلي منگل د بېلگو په لړ کې د←(خوښېدل) پر وړاندې (خوښول) درواخله او داسې نورې  چې روسته پرې رڼااچول کېږي.

هرگوره،په  تولپېرکې کارېدونکي يووستوي کړونه ښايي، تر يوه درځنه تېری و نه کړي، هغه يې هم، يوازې نالېږند(لازمي)ځېلونه چې هممهاله څرگندنې رغوي ،که تول سربل (د) يايې ځايناستي ز- س (زما-ستا)سربل غورځول کېږي هم،خو نوم  يا نو مځری اوښتی پاتېږي،لکه موږ شمال ختيځوال چې وايو (تازده او خدا ی يانې ته او خدای چې خبره داسې ده!) اوسوېل-ختيځوال (کرلا ڼي)تر ډېره سربل  غورځوي،لکه د ستر ويناوال خو شال په شعر کې(مازده-تازده …)-کامران پرې  (←)د يوه کرلاڼي په توگه هم ټينگارکوي چې گړدود يې ماپر ۱۳۴۲لکښلی دی. خو پروړاندې يې  په درو نورو گړدو دي ډلوکې ښايي،دغه  غورځن(حذف)، نه غږېدونکي ته خوندورکړي اونه پراورېدونکي ښه ولگي او له همدې  لامله له ټوليزې (کره پښتو) سره اړخ لگولای نه شي!

د (اوښتي تولنوم+کړ) نوموال اوکړوال ډول:

الف- نوموال ډول چې له←اکرښود مرستيالکړ (ول-استل…) سره نوموالې غونډلې رغوي:

اکرښود مرستيالکړ (ول- استل- سته-شته)  چې انگرېزي انډول يې(to be) کړ دی: (زما -ستا) سره  نور(څه دي؟)،له ماسره (د زلمي څه کار) نشته، (د ده) او (د زمري) سره  څه پوله پټی شريک نه (دي) يا نه (دي)… همداراز← زمايې څه؛

(ب) کړوال ډول چې له نالېږند مرستيالکړ (کېدل شول-) سره کړوالې غونډلې رغوي:

(څه وشول)، (څه به شوي وي) دغلته (وي)اکرښود مخني مرستيالکړ بشپړوي،نه چې د اکر ښود په توگه نومواله غونډله ورغوي.

هرگوره،تړښتي نومکړ (نوم+ کړ←) هم  پر خپل وار له نالېږند مرستيالکړ (کېدل) سره نالېږنده کړواله غونډله رغوي، لکه:  زما کارته ډډه نه لگي)، او له اکرښود (ول- استل-سته) سره نومواله غو نډله، لکه: زما تبه ده، زماليکلوست ياد دی؛ خو له لېږند (متعدي) مرستيالکړ (کول-کړل) سره چې  بيا لېږنده غونډله رامنځته کوي، بياهم زموږ له موخې سکالو سره اړخ نه لگوي،لکه: ترهگري له اسلام سره اړخ نه لگوي، يا زمر څنگوېږدي (پشتۍ) ته ډډه وهلې ده. (← د نومکړنورې بېلگې).

بېدودي (استثنأ)، لکه (دپاسيف) کېدل تر څنگ (اکتيف) کول-کړل هم  د (تو لنومپېر+ کړ) موخه پرځای کوي، خو له دې سره تولنوم پاسيف (مفعول) دريځ راخپلوي،لکه : په دې لاندې لنډۍ کې چې د (کول) بل ځېل (کړ)  يې رانغښتی:

(زما) دې څه (وکړه ) چې ولاړې

ځان دې پخپله بې ديدنه کړ مينه

دغلته (دې) د اوښتې(تا) انډول دی.

مانا يې داشوه چې دغلته (زما) تولنوم هم په نادوده توگه لرکړی (dative)  او (څه) لنډکړی (accusative)او (دې)کړند(فاعل) او هممهاله اېښی( مسنداليه راغلی دی.

له (کېدل) سره يو لږشمېر ستاينومکړونه (← وييپوهنه ۱۵۴)، تولنومونه هم را منځته کوي، لکه: پېرزو کېدل په دې غونډله کې د هماغه (لورېدل) هممانيزه څرگندنه رغوی، لکه:

(زما) درباندې ښه پېرزو کېږي، نه بد؛

له (تاند) ستاينوم سره  بيا د لېږند (کړل) په ملتيا،لکه زما د يوه غزل  په دې بيتونو کې (زما) يا (مې) کړيوال اېښی (مفعولي مسنداليه) راځي:

توبو د اسوېلو مې گناهونه کړه راتاند

د سرو اوښکو نېزو مې دوزخونه کړه راتاند

مالگينې ښکلا مټې خپل کسات راځنې واخېست،

زمايې د عمرونو پرهرونه کړه راتاند…

(استاد حبيبي ۱۳۶۰ل.: په اوسني پښتوشعر کې د ژوند څپې۳۹)

دادی،د سکالو د پوره رڼاوي په موخه يې د منگل له دوو بېلگو راپيلوو،  لومړۍ بېلگه (خوښېدل،بديا ښه راتلل،زما له نورو سرباري هممانيزونو سره:

(۱) يو څه يا څوک د چا  (نه) خوښېدل، لکه په غونډلوکې: زماانار خوښېږي، که (ستا) غل و غدو نه خوښېږي، (زما) ټگ او بډيخور نه خوښېږي… ؛

(۲) څوک څه د يا (له) چا ښه -بد راتلل، يا څوک د چا ښه-بد اېسېدل او يا ورته ښه-بد برېښېدل-ښکارېدل… دغه او پاس د جاج او مانا له پلوه سره دومره توپير نه لري، يوازې يې اړوند توکي او بيا وييکي سره بېلوي، او په غونډلو کې يې دغه جوليز توپيرونه پوره ډاگيزه کېږي:

له زمري څخه (د هر سپي او سړي بد راځي) يا: زمری (د هر سپي او سړي) بد را ځي-بدې شي) او ياهم  (بديې شي،نه يې خوښوي، ښه يې نه اېسي،ورته ښه نه برېښي…) او داسې نور.

دويمه بېلگه (زده-)

اوښتی تولنوم+(زده-) د نومکړسټې په توگه لومړی له  نالېږند مرستيالکړ کېدل او بياله ←اکرښودکړ(-ول-استل… ) سره گردانوو چې يوه ساده څرگندنه رغوي؛  (ياد-) يې د هممانيز يا ورته مانيز په توگه هم لږوډېر ځايناستی کېدای شي.

لومړی- له کېدل سره، لکه:  (زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) انگر ېزي نه زده کېږي؛ ( زما) خو (زده نه شوه)، که (ستا زده کېږي)، ماته يې چم راو ښيه! (زماد ورور) هم له ډېرې خوارۍ سره سره (نه زده  شوه) او (نه به يې زده شي)…؛

دويم- له ول- استل… سره، لکه: (زما)- (ستا) او (زموږ- دټولو)،ان (هټيوالو) رو سي (زده وه)، خو اوس (زما) هېره (ده )او (ستا) لاتراوسه  لږوډېره (زده ده) او همدا سې (د نورو ډېرو)؛ ((يو څه چاته راتلل)) څرگندنه بې تولپېره هم د (زده-ياد- پو هېدل) ورته جاج ښندلای شي، لکه: (ما- موږ، تا-تاسې،ده-دې- دويو) ته انگرېزي (نه) راځي؛ مانا يې داشوه چې دغلته نومځري يا نومونه لرکړي (باوا سطه مفعولونه) راځي او اوښتی پېر يې هم تولوالی (ملکيت يا اضافت) نه ، بلکې د (ته) له لامله دي چې اړوندکړي (مفعولونه) يې د کړاېښي (مسنداليه) يا (مرجع)  گرځولي او زموږ له سکالو سره اړخ نه لگوي!

(۳) اوښتی تولنوم+ لورېدل (يوڅه دچا پر بل پېرزو کېدل)، لکه:

(زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) پر تا (ډېر څه لورېږي)، خو وسه يې نه لرم -نه لرو، (زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) پر تا (نه لورېږي) چې  وږی پاتې شې! (دومره سختي نه لورېږي) ، (د ده د دې- د دوی؛ دهغه- هغې- هغوی) پرما او تا(مرگ و درد نه لورېږي)، يا: (نه دی لورېدلی)،(د زمري).دا پر ما (نه لورېږي) چې زه  دې د يوې څوکۍ څښتن شم…؛ پر موږ (د گاونډو هېوادو) سوله کله (لورېږي) …؛

(۴) اوښتی تولنوم +رغېدل (يو څوک له چابې اړې-بې نيازه کېدل) ،لکه:

(زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) له تا( نه رغېږي)-هم (نه رغېږي، (دپلرو) او (… زامنو)سره (نه رغېږي)يا: له مورو پلاره (د بچيانو نه رغېږي)،له تا تا(.زما)کله (نه ده رغېدلې)…؛له اکرښود سره:له موروپلاره (د بچيورغېدن نشته-  نه وو)… ؛

(۵) تولنوم+ (پېرزو-) چې د ستاينومکړسټې په توگه  له (کېدل) سره د (پېرزو کېدل) ، او هممهال له(ول-استل) سره  د يووستوي (لورېدل) همانيزېږي، لومړی يې له کېدل او همداراز د نورو (تړښتي) نومکړونو په څېر له لېږند (کول-کړل) سره او بيا هله له اکرښود هغه سره اوړون مومي.

لومړی له (کېدل) سره ،لکه:

(زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) پر تا هرڅه پېرزوکېږي او پېرزو شوي دي، دا(د دوستانو) پرزوينې دي چې  تل يې راسره کړې او لا کوي يې… ؛

دويم له اکرښود(ول-استل…) سره، لکه:

(زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) -پرتا تل ښه پېرزو ول،دي او وي به…؛

(۶) تولنوم + هېرېدل (← نه يادېدل، پرياد نه راتلل، له ياده وتل)، لکه

(زما- زموږ،ستا-ستاسې، د ده- ددې- ددوي)  هېر شول يا هېرېږي…؛

له اکرښود  مرستيالکړ(ول- استل)سره:

(زما- زموږ،ستا-ستاسې، د ده- ددې- ددوي) هېر وو-ول يا هېر دی- دي  

او همداسې يې نورې اوړوني اډانې (پرادېگماوې).

(۷-۱)  تولنوم + يادېدل ( ياد ول- استل…)،د (نه هېرېدل ) او يا (له ياده نه وتل) په مانا)،لکه:(زما- زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددوي)  يادېږي…او همدا سې يې تېرمهالې-ناتېرمهالې، بشپړې- نابشپړې…اوړوني اډانې(پرادېگماوې)؛

(۷-۲)  تولنوم + يادېدل ( ياد ول- استل…) د (زده ول- استل)، (زده کېدل) او (← راتلل) په جاج، لکه: (زما- زموږ، ستا- ستاسې، د ده-ددې- ددوی) فرانسي يادېږي-نه يادېږي او داسې نورې پرادېگماوې .

(۸) تولنوم+ساړه کېدل،دا تړښتي نومکړ هم د نورو ورته زړو په څېر له اړوندو له اوښتيوتولنومونو ((زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو)سره بشپړ اوړون لري

(۹) تولنوم+تبه (ول-استل…)، لکه: (زما-زموږ،ستا-ستاسې،د ده- ددې- ددويو) تبه وه-ده؛ له (شلېدل) سره هم راځي، خو له (کېدل-شول) سره يې بېلگې کومه يوه پيداشي، هغه هم د تېرمهال ځېل، لکه(زما- زموږ، ستا-ستاسې، د ده-ددې- ددوی)… تبه شوه، همداسې له نومونو سره، لکه (د زلمي، د زرمينې…)تبه شوه.

همداسې ډډه- ډډې) لگېدل (…)، اړخ لگېدل ( سمون خوړل)،… درواخله!

او په پای کې تولنوم+کړ) څو بېلگې چې (د لنډکيو غونډلو په چوکاټ کې د يوه غونډ (فقرې، عبارت)  ته رالنډه شوې ده،لکه:

(زما- زموږ، ستا-ستاسې، د ده-ددې- ددوی) يې څه، يا (پرې څه)…

دغلته د اداتي نومځري (پرې)  زياتونه… جاج لږ په ښه ترا راڅرگندوي

لنډکۍ غونډله په دې ماناچې په گړنۍ پښتو کې يې له ډېرکارېدنگ سره اړوند (فعل) له مرستيالکړ او نورو څېرمه توکو سره غورځېدلی(دی، لکه واخلې (زما له دې خبرې، کار، پېښې سره څه دي)  چې د غږېدونکي يوه بې توپيري ( بې تفاو تي) را ښيي: په ما، تا… څه اړه نه لري،يا يې هممانيز متل: چې نه کار، هلته څه کار! 

168 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *