Categories

اعلان

Loading…

سوله که جګړه؟ | شفیق اندړ

د غزني له پیښې وروسته د طالبانو خلاف د عام ولس احساسات ډیر پاریدلي دي. هغوی چې د کابل په تلویزیونونو یا فیسوک پاڼو کې به یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د طالبانو حمایت کاوه، په هغوی هم ظاهرا د شرم خولې راماتې دي او پخوانۍ قلقې یې بس کړې دي.

 د کمکي اختر په درشل کې کابو هر چا ویل چې اوربند پکار دی. حکومت د خلکو تر فشار لاندې اوربند اعلان کړ خو د لوی اختر په درشل کې حکومت ته سخته ده چې اوربند اعلان کړي ځکه د خلکو له غبرګون څخه ویرېږي. طالبانو د غزني په غمیزه کې نه یوازې په سیاسي لحاظ ډیر تاوان وکړ، په نظامي لحاظ یې هم په سلګونو کسان له منځه لاړل. اوس چې په غزني کې د جنګ اور مړ شوی دی او د دغه ولایت له کلیو او ولسوالیو او دغه راز د غزني د ګاونډیو ولایتونو له مختلفو سیمو معلومات رارسېږي، داسې ښکاري چې د غزني د تیرې اونۍ په پیښو کې طالبانو ته د سر دومره زیات تاوان ورسېده چې په تیرو لسو کلونو کې یې په هیڅ یوه بله جګړه کې دومره صدمه نه وه لیدلې.

 په غزني باندې د طالبانو تباه کوونکې حملې او د دوی ماتې ګڼو کسانو ته دا فکر ورپیدا کړی دی چې له طالبانو سره د سولې هڅې بې فایدې وبولي او له بلې خوا دې نتیجې ته ورسېږي چې طالبان هسې هم دا قوت نلري چې په نظامي لحاظ کامیاب شي نو د سولې مذاکراتو ته چندان ضرورت نشته.

 خو د دغو کسانو فکر ناسم دی. دا سمه ده چې طالب مشران به د ګاونډیو ملکونو تر اثر لاندې وي یا به شاید ملي مفکوره ورسره نه وي او د افغانستان او افغانانو تباهي ته به اهمیت نه کوي خو په هر حال دا مشکل په طالب مشرتابه کې دی، عام طالب د افغانستان اوسېدونکی دی او که د ده کورنۍ هم تباه کیږي، په حقیقت کې افغانستان صدمه ویني او افغانان صدمه ویني.

 هغوی چې یوازې د جنګ په ادامې باندې ټینګار کوي، د خپل عقل نه بلکې د خپلو احساساتو تر تاثیر لاندې راغلي دي. موږ باید دا حقیقت هیر نکړو چې د افغانستان په څلویښت کلن بحران کې چې هر وخت د بحران د ختمېدو امکان پیدا شوی دی، یو نوی مشکل رامنځ ته شوی او د جنګ عمر یې اوږد کړی دی. د غزني حمله هم شاید د دې لپاره وه چې په لوی اختر کې د اوربند مخه ونیول شي.

 کله چې طالبانو څو نوي فیصده افغانستان ونیو او دا تقریبا معلومه شوه چې په افغانستان کې به نور جنګ ختمیږي، ناڅاپه طالبانو د اسامه ننګه پیل کړه او د یو پردي قاتل په سر یې وطن ته له سره اور وراچاوه. کله چې پخوانی شوروي ولسمشر کورباچوف دې ته تیار شو چې خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي نو په پیښور کې ځینو تنظیمونو ناڅاپه نوې لانجې رامنځ ته او نوې غوښتنې مطرح کړې او په دې ډول په  افغانستان کې د جنګ عمر اوږد شو. کله چې ملګرو ملتونو د ډاکتر نجیب د حکومت په اواخرو کې د بې طرفه حکومت د جوړېدو طرحه وړاندې کړه او دا امید زیات شو چې افغانستان به سولې ته رسیږي نو ناڅاپه اتم د ثور رامنځ ته شو او د ملګرو ملتونو پلان په اوبو لاهو شو. زموږ څلویښت کلن تاریخ د داسې ګڼو مثالونو شاهد دی چې د سولې امید هر وخت د نویو حوادثو په دریاب کې لاهو شوی دی. څرنګه چې ځینې ګاونډي په افغانستان کې د تباهي اوږدېدل په خپله ګټه ګڼي او نن سبا شاید روسان هم د افغانستان د جنګ په دوام کې خپلې منافع وویني نو د غزني د تیرې اونۍ فاجعه باید ډیره غیر مترقبه رامعلومه نه شي.

 د غزني له قاتلانو او سوځوونکو سره ډیره ښه مقابله دا نه ده چې د جنګ په ادامې تاکید وکړو، بلکې برعکس، ډیره ښه مقابله دا ده چې اوربند وغواړو او د سولې د مذاکراتو په پیلولو تاکید وکړو. ځکه هغوی چې په غزني کې یې وحشت رامنځ ته کاوه، اصلي مقصد یې همدا د افغانستان د جنګ او تباهي د عمر اوږدول وو. دې حملې بله هیڅ توجیه نلرله. موږ ته پکار ده چې د احساساتو نه بلکې د عقل ومنو او د سولې هڅو ته د پخوا په شان ادامه ورکړو. موږ باید دا هم یاد ولرو چې د افغانستان او اسلام او افغانانو دښمنان به د سولې د هڅو د تخریب لپاره دغسې نور جنایتونه هم وکړي. زموږ څلویښت کلن تاریخ باید په دقت مطالعه شي او د جنایت تر شا پټ لاسونه او نیتونه وپيژندل شي.

87 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *