Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ ای‌ايس‌ای د غزني جګړه څلورو جبهو ته سپارلې وه

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي‌ چې د غزني وروستۍ جګړه دوه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د هغه هېواد استخباراتي شبکې (ای‌ايس‌ای) پلان کړې وه او په طالبانو یې دغه پلان عملي کړ.

سرخط ورځپاڼې ته د افغانستان په ملي‌ امنيت کې يوې باوري سرچينې مالومات ورکړي دي چې ښيي دغه جګړه د ای‌ايس‌ایس په امر، د ترهګرو څلورو جبهو پر مخ وړه.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د يوې جبهې مشري زبير بن العوام کوله چې يو سل او شل تنه جګړه‌مار یې درلودل.

د دغې جبهې تر نيمايي‌ زيات جګړه‌مار د پاکستان د پنجاب ايالت د ګوجرانواله او کم يې د خيرپښتونخوا اوسېدونکي وو.‌

زبير مستعار نوم، خو دی هم د ګوجرانواله اوسېدونکی دی.‌

سرخط ته په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دويمه جبهه بيا نوي کسيزه وه او مشري یې د خالد بن وليد په نامه يوه پاکستاني کوله.

د دغې جبهې مشر د پاکستان د ايبټ اباد سيمې اوسېدونکی دی او جګړ‌مار یې ټول د لښکر طبيبه ترهګرې ډلې غړي ول.‌

درېيمه جبهه بيا د عمر بن الخطاب په مستعار نامه د يوه طالب قوماندان وه.

په دغه جبهه کې ټول ټال اووه اويا کسه غزني ته راغلي ول چې زيات یې خټک قوم او په دې سربېره پکې د زرمت او کندهار جګړه‌مارو هم برخه درلوده.‌

او وروستۍ جبهه بيا د المنصور په نامه وه چې په حقاني شبکه پورې يې اړه درلوده.

تر لاسه شوي مالومات ښيي‌چې په دغه جبهه کې يو سل او شل ترهګر د غزني جګړې ته رالېږل شوي ول چې ډېر يې د پکتيا، پکتيکا، غزني، زابل او جنوبي‌وزيرستان اوسېدونکي وو.

ملي امنيت وايي،‌ د غزني‌ د بريدونو په اړه يې لا هم څېړنې روانې دي او ژر به د مالوماتو تر بشپړولو وروسته، دا او نور اړوند مالومات له اسنادو سره يو ځای پاکستان ته وسپاري.

تېره ورځ ولسمشر غني هم په غزني کې د وينا پر مهال ويلي وو چې له پاکستان څخه د غزني‌ د جګړې حساب غواړي.

خو تر دې وړاندې بيا د پاکستان پوځي چارواکيو د غزني په جګړه کې خپل لاس لرل رد کړي ول او دا يې هم نه منله چې ګواکې له دغې جګړې د ترهګرو سلګونه جسدونه پاکستان ته وړل شوي دي.

پاکستاني لوري د دغې جګړې په اړه، د افغانستان د ادعاوو لپاره،‌ د اسنادو غوښتنه کړې وه.

يووه اوونۍ وړاندې زرګونو ترهګرو د غزني پر مرکز جبهه‌يي بريدونه پيل کړل چې څو ورځې يې دوام وکړ.‌

په دغو بريدونو کې د دريو سوو په شاوخوا کې سرتېري او عام وګړي شهيدان، سلګونه ژوبل او لسګونه ودانۍ وسوځېدې.

هاخوا بيا تر يو زر او پنځه سوه زيات ترهګر هم په دغو بريدونو کې ووژل شول چې د ډېرو جنازې يې تر ډېورنډ واړولې شوې او لا هم ډېرې پاکستان ته پر لاره دي.‌

788 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. صبور افغانیار Reply

    ماته شرم او خندا ودریږی دملي امنیت پدې معلوماتو. دوی دوه میاشتې مخکې نه که لږترلږه اوونۍ مخکې یې معلومات هم درلود نو ددفاع په یوه پلان خو به یې حداقل کارکړی وه. دغه حمایوي ځواکونه چه دجګړې په ورځ یې ولیږل لږترلږه دوه ورځې وړاندې به یې استولي وه چه د مرګ ژوبلې، تخریب او لومړي خط دسقوط مخنیوی به یې کړی وه. یا هم که داسې کار ناممکن وه نو رادننه شویو ترهګرو د بېرته وتو لاربه یې بند وه ټول
    به یې له منځه وړي وه چه دا دڅو ولایتونو څخه ددښمن راټول شوی ظرفیت او د له منځه وړو غوره موقع وه. مګر متأسفانه، ملي امنیت خپل ټر په پر پټوي. دوی هم زموږ د عام ولس په څېر پرغزني د حملې څخه د همغه جمعې دورځې په سهار خبر شول افسوس هزار افسوس ستاسې په قومانده او استخباراتو. تاسې نه مری مګر عسکر او موږ عام ولس له تشویشه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2