Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني وايي باید باجوه د خپلې لیکلې ژمنې ځواب ووايي

تاند- د افغانستان ولسمشر د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه څخه وغوښتل چې د افغانستان خاورې ته د سختدریځو د اوښتو د مخنیوي په اړه پر خپلې لیکلې ژمنې عمل وکړي.

ولسمشر غني نن /جمعه/ د غزني د سفر په لړ کې وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په لیکلي ډول ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به د پاکستاني سختدریځو د اوښتو مخه نیسي.

ده ټینګار وکړ«اوس باید باجوه ځواب راکړي.»

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز ته په خطاب کې همداراز وویل، ولې پاکستاني سختدریځي د غزني جګړې ته راغلل او ولې یې اوس د پاکستان په روغتونونو کې درملنه کېږي؟

راپورونه وايي چې د غزني په ۵ ورځنۍ جګړه کې لږترلږه ۱۵۰ پاکستاني سختدریځي وژل شوي او مړي یې د ډیورند پورې خوا ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې هم یو شمېر سیاستوالو د غزني له جنګه پاکستان ته د مړو د وروړل کېدو په اړه د پاکستان له پوځي چارواکو پوښتنې کړي دي.

افراسیاب خټک او اسفندیار ولي د غزني په حمله کې د پاکستان مداخله په ۱۹۸۹ م کال د جلال اباد د ناورین تکرار وباله، او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید خپله پالیسي بدله کړي.

افراسیاب خټک د غزني په جګړه کې د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول کېدو راپورونو ته په اشارې له پاکستاني چارواکو په دې برخه کې د توضیح غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني هم د غزني په جګړه کې د پاکستانیانو ګډون ته په اشاره له جنرال باجوه څخه د ځواب غوښتنه وکړه.

ده په عین حال کې پر غزني د طالبانو د حملې هدف د سولې په خبرو کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره هڅه وبلله.

 

585 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. سلیم Reply

    غزني د جلال آباد تکرار دی حد اقل له دې اړخه چې پاکستان پوځ هغه وخت اشرار رجیم راوشکیرل او اوس یې طالبان، خو هغه وخت افغانستان کې پاکستان ضد حکومت وه او یو شوروي پوځي هم نه وه دلته. اوس خو که له حق تیرنه شو امریکا د افغانستان حکومت و پاکستان دواړو … دی او امنیتي قرارداد هم لرو د غلام رسول سیاف شاګرد اسامه هم همالته را وختو او نور طالبی تره‍ګر هم همالته خو جنګ دلته. چې جمهوررییس ولې ځواب له امریکا نه غواړي؟ البته یا د امریکا سترګې کار نه کوي آخر ۳۰۰ کلنه ده، یابه له ولسمشر امنیتي قرارداد هیر وي، سپینګیری دی څه ګیله پکار ده

  2. عبدالله Reply

    زه د ولسمسر له خواخوږي او اقدام سره همغږی یم. خو یوه ټکي ته یې پام را اړوم هیله ده څوک زما دا پيغام ور ورسوي. نوموړی وایي: پر غزني برید په حقیقت کې اولیاو مات کړ. هیله ده خپله تېروتنه او عقیده اصلاح کړې. که ته دا خبره د عقیدې له مخې کوې او یا د خلکو خوشالولو لپاره په دواړ حالاتو کې خطرناکه ده. ځکه اولیا خپله محتاج دي. بله دا څې ده. ووېل سې زما لومړیتوب د زیارتونو رغول دي. مهرباني وکه دغه پیسې بېوزلانو او جنګ ځپلو سره وکه د زیارتونو رغول او مینجورتب کوم اسلامي اصل ندی. بله ‌‌‌‌‌‌ډېره خطرناکه خبر یې دا وکړه سې زه د غزني خلکوته د تعظیم سر ښکته کووم. داپه بشپړه توګه ناروا ده زمونږ دتعظیم سر باید یواځې الله جل جلاله ته ښکته سي. ته او د پاکستان عمران خان باید توپير ولرئ. عمران خان د ټاکنوپه درشل کوم زیارت ته لاړه او د تعظیم سر یې ورته ټیټ که. کېدی سي دا به یې عقیده وه او یا به یې دخلکو د خوشالولو لپاره دغه کار وي څې په دواړ حالاتو کې یو شرکي عمل وکه. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2