Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د غزني د ویجاړیو د جوړولو لپاره ۲۰ ملیون ډالره اعلان کړل

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ جنګ ځپلي غزني ته لاړ او د طالبانو په خونړۍ حمله کې د دې ویجاړ شوي ښار د ورانیو د بېرته جوړېدو لپاره یې ۲۰ ملیون ډالره ځانګړي کړل.

په غزني کې د ۵ ورځینۍ جګړې له کبله د ښار برښنا، ټېلیفون، اوبه او نور خدمات پرچاو شول، په سلګونه دوکانونه، مارکیټونه، کورونه او دفترونه یې وران شول او لا هم د ښار لسګونه زره اوسېدونکي لا هم خپلو کورونو ته بېرته نه دي تللي.

ښاغلی غني غزني شار ته په هیلي کوپتر کې ورسېد.

ده د غزني له قومي مشرانو او امنیتي چارواکو سره وکتل.

دغه راز ښاغلي غني غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قران عظيم الشان د ختم او د غزنی د شهيدانو روح ته د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د شهيدانو روح ته يې دعا وکړه.

نن په غزني ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي او د غزني له ولسوالیو راپورونه وايي چې لا هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ تیت پرک نښتې روانې دي.

245 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *