Categories

اعلان

Loading…

د پاچا امان الله کورني او بهرني دښمنان | ستاد شهسوار سنګروال

د هېواد د خپلواکۍ په مناسبت،              

په پکتیا کې د منګلو او په ننګرهار کې د شینوارو پاڅونو د پاچا کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته ددې وس  او وخت په لاس ورکړ چې د امان الله په وړاندې ودرېږي.

یو شمېر ملایان قومې مشران دیني عالمان په تېره حضرتان د امان الله د سمونونو په مخالفت را پورته شول او په تبلیغونو یې لاس پورې کړ.

د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال هم یو شمېر ملایان د پاچا په وړاندې ودرېدل چې ملا عبدالکریم د ساري په توګه یادولی شو، خو د عبدالرحمن له خوا په بېرحمۍ وځپل شول.

ولې امیر بیا هم هغه ملایانو ته ارزښت ورکاوه چې د « ملاخوسه) په مشرۍ به ازموینه کې بري ته رسېدل. یا خو امان الله خان دومره ځواکمن نه وه او یا یې نه غوښتل چې د نیکه په څېر شورشیان و ځپي.

کومه خبره چې پاچا ته ستونزمنه شوه او دی یې له پښو وغورځاوه دده سرداران او درباریان وه چې د شاله خوا یې پرې برید وکړ.

دا ټول ملایان نه ول چې دده په وړاندې ودرېدل بلکې هغه دامان الله خان د لور« هندیه» خبره:

کوم څه چې د ډېرې اندېښنې وړ ول هغه دا: چاچې ویل دوست یم هغوی دوستان نه ول.

غازي امان الله خان

محمد ولي خان چې د پاچا له ډېرو نږدې او باوري کسانو څخه وه، ده هم د امان الله په اصلاحاتو سترګې پټولې.

د پاچا په نسکورولو کې جمهوري غوښتونکو، په سرکې محمد ولې، د شوربازار حضرت او نورو سملاسي رول ټاکونکی ثابت شو. غلام صدیق او محمد ولي په پټه د شینوارو او کوهدامن داړه مارانو په لمسولو سره. .. د کابل د نسکورېدو لپاره ډګر هوار کړ. [1]

پدې تړاو یو شمېر نور لاسوندونه هم تر سترګو شویدي، چې ځنې کسان د پاچا په وړاندې ودرېدل چې موږ یې په  لنډیز یادونه کوو:

۱ـ د پاچا امان الله د نستوړي ماران له ټولو خطرناک ول او په ځانکړيې ډول هغه غوړه مالان درباریان او سرداران چې په فساد کې ښکېل ول.

۲ـ له برتانوي استازي « مکوناچي» سره د شېر احمد خان لیدنه.

د ساري په توګه (د سپتمبر ۱۷-۱۹۲۴ کال) چې ددولت اسرار یې ورته وویل… کله چې بیا پوه شو پاچا له ماتې سره مخ دی د انګرېزانو استازی مطیع الله حافظ ته یې وویل: دا زما پیغام برتانوي چارواکوته ورسوه:

زه به لمړی سړی یم چې په امیر به ډز کوم.

۳ـ والي علي احمد خان چې د پاچا اوښی کېده او هم یې د ماما زوی. کله چې جلال ابادته واستول شو، لا یې یاغیان اړو دوړو ته وهڅول. دی پدې اند چې له امان الله نه وروسته به دی پاچا کېږي.

ده ان په ۱۹۲۷ کال  دمې په ۱۴ نېته چې د کابل والي وه او پاچا په یوه سفر د هېواد شمال ته تللی وه د انګلیس یوه استازي بسیل ګولډ Basil Gould سره ولیدل او ورته یې وویل:

زه په سرحد کې ډېر پلویان لرم، که چېرې بهرنۍ لاسوهنه نه وي زه پرته له وینو تویدنو بریالی کېږم..

آیا د کودتا په بري سره برتانویان غواړي چې روسان له صحنې نه وباسي؟.[2]

٤- داسې انګېرنې هم شته، چي يوازې دشينوارو ياغيتوب او په کابل کې دځواکونو نه شتون ددې لامل نه وو، چي د سقاو زوې حبيب الله واک ته ورسيد. بلکې دمحمد ولي خان او شوربازار حضرت محمد صادق او د نورو لمسونو، دحکومتي لوړ رتبه چارواکو تېروتنو او هم پخپله د پاچا د سملاسي او بې فکره اعدام کولو حکمونو دسقاو زوي بري کې سملاسي رول ولوبوه.  [3]

یو شمېر بهرنیو او کورنیو څېړونکو بیا بیا خپلې څرګندونې غبرګې کړېدي چې برتانوي ښکيلاک دپاچا پر وړاندې  له همغه مهاله چې ده خپلواکې وا خسته پدې لټه کې ول چې دی څرنګه له پښو وغورځوي؟  خو کله چې دخوست پاڅون پیل شو. له دې وروسته د انګرېزانو هڅې ګړندی شوې چې څو بېلکې یې داسې دي.

۱ـ ستېوارت ډاګیزه کړېده چې « یو شمېر بهرنیو هېوادونو په ځانکړې ډول برېتانیا او برتانوې هند پدې هڅه کې ول چې یو شمېر استازي دېته وګماري چې د امان الله خان حکومت نسکور کړي».[4]

ستېوارت دا هم ویلې دي چې (۲۶۶مخ)  کله لارډ رابرتس په کا بل کې وه له خپلې ځانګړې دندې سربېره یې له یو شمېر مخورو افغانانو سره ليدل او په ډېر درناوی به یې له چارواکو سره د اداري چاروپه تړاو خبرې اترې کولې.

۲ـ ټول ملایان د امان الله خان پرضد نه ول شمس المشایخ د پاچا له ټینګو ملا تړو نه ګڼل کېده، نامتو او مخوره شخصیتونه لکه د ترنګزو حاجي صاحب، ملا عبدالرازق اندړ او نور د بېلګې په تو ګه یادولی شو.

خو دیو شمېر لاسوندونو له مخې چې په لندن کې نندارتون (exhibition)  ته سپارل شوي ول د سردار محمد یغقوب خان دوه زامن (محمد اکرم- محمد اعظم) چې په برتانوي هند کې استو ګڼ ول دېته هڅول شوي ول (۱۹۲۷ز کال) د فبروری میاشت) چې په کندهار کې پا څون وکړي.

دې کې شک نشته چې د سردار ایوب خان زامن لکه دده د ورو محمد یعقوب خان زامنو په څېر (پکتیا کې) انګرېزانو لمسولې وي چې کندهار ته لاړ شي. که څه هم پروفیسر ډاکتر لودویک اډمک. امریکایې (اتريش الاصل) تاریخپوه پخپل کتاب (۱۹۷۳ کې خپور شویدی) کې د برتانوي هند لاس لرل. پاچا امان الله د نسکورولو په تړاو کوم لاسونه ندي په ګوته کړي.

ولې برتانوي استازو پخپله په کابل کې دبرتانوي سفیر هاند او هڅې او داسې نورې نښې نښانې دا په ګوته کوي چې برتانوي هند لاسوهنه په یو ډول نه یو ډول څرګندېږي.

لا پاچا په واک کې وه چې برتانویانو د الوتکو په وسیله د سفارت استازي له کابل نه وویستل.

داچې ادامیک او یا دده په څېر نور څېړونکى د انګرېزانو دلاسوهنې کوم لاسوندونه نه لري. ددې خبرې مانا دا نه ده چې ده د برتانیا ټول پټ اسناد ليدلي وي. ښایې د ارشیفونو له لږونه لږ لاسوندونه هم نه وي لیدل شوي.

۳ـ په کابل کې د برېنانیا د سفیر همفريز مېرمن بیا په خپلو خاطرو کې کښلي دي:

« ما کتاب لوسته چې ناڅاپه د سفارت استازی بي-جي ګاولډ» راغی را نه ویې پوښتل چې وزیر مختار(همفریز) چېرته دی؟ په باغ بالا کې د پام وړ پېښه تر سترګو کېږي.

همفریز په بله خونه کې د فرانسې له استازي سره ناست وه. د خبرې په اورېدو دی هم د باغ بالا ماڼۍ ته متوجه شو.

لیدل مو چې شورشیان پرته له کوم مقاومت نه د ښار په لور را روان دۍ او ډېر ژر د سفارت ماڼۍ ته راورسېدل.

د سقاو زوی حبیب الله خان پخپله په دروازه کې د همفریز سره ولیدل نوموړي ورته وویل:

موږ له تاسو سره کار نلرو. امان الله وژنو ځکه چې کافر شوی دی.

بیا یې خپلو جنګیالیوته وویل د بريتانیا د سفارت خیال ساتئ چې کومه ستونزه ورته پېښه نشي.

همدغه خبره د پوښتنې وړوده. …!؟ هغه مهال چې د سفارت ډاکتر چې د سقاو زوی تداوي کوي دا یو بل لامل ګڼلی شو…!؟

د سټيوارت د سپارښتنې له مخې:

له یوې خوا د بریتانیا د سفارت خوا خوږی اوله بلې خوا د امان الله خان او  همفریز اختلاف دا یوه بله مهمه خبره ده چې د برېتانیا دلاسوهنې منطق پیاوړی کوي.[5]

۴ـ یو شمېر  قبایلي مشرانو غوښتل چې د امان الله مرستې ته راو دانګي.  ولې برېتانوي ځواکونو د هغوی مخه ونیوله چې لودویک ادمک هم د ورته څرګندونو له مخې ډاګیزه کړېده.

د هند له لاري په هغو وسلو بندیز لګېدلی وو چې باید افغانستان ته راوړل شوې وي او دهغو کسانو مخنيوی چې غوښتل یې د برتانوي هند له پولو راواوړي،»[6]

۵ـ  د سقاو زوی حبیب الله لاد کلای مراد بيګ د برید په حال کې وه چې همفرېز د بهرنیو هېوادو نو دېپلوماتیک غړي دېته هڅول چې له کابله ووځي.

نو ځکه خو ده د ډسامبر په وروستۍ (۱۹۲۸کال) اونۍ کې د الوتکو په وسیله د برېتانیا د سفارت د ېپلوماتان پېښورته و لېږل.

۶ـ هغه مهال چې امان الله بهرته په سفر تللي وه لارنس په سیمه کې شتون درلود. ولې یو شمېر تاریخپوهان دا نه منې، گنې کوم رول چې لارنس د هغې جګړې په بهیر کې چې عربان یې دعثماني ترکې په وړاندې لمسول په افغانستان کې ادا کړی وي!؟  مير محمد صديق فرهنګ له همدې ډلې څخه دى، چې کاږلي يې دي:

هېڅ لاسوند شتون نلري چې نوموړی د کومي څارګرې ادارې له خوا دېته هڅول شوي وي چې په کوم بهرني هېواد کې لمسونې کړی وي…

موهمه دا چې لارنس ددې استعداد هم نه درلودل او نه پدې تړاو کومې دندې ته ګمارل شویدی.۷[7]

ولې وروستیو ځېړنو ډاګيزه کړېده چې په « عربي لارنس» نامتو، ټي- اي لارنس  Colone I. T.E Lawrence  د پاچا امان الله د حکومت په نسکورولو کې د برېتانیا د چارواکو په لمسون ځانکړی رول درلود.

London Sunday express د لندن سنډې اېکس پرېس مهالنۍ په ۱۹۲۸ ز کال د سپتمبر په دیارلسمه نېته په خپله ګڼه کې په ډاګه کړېده چې لارنس د یوه پټ څار لپاره د افغانستان پولې ته ګمارل شوي دي.

د برېتانیا د ارشیف په پټو لاسوندونو کې هم د برېتانیا  د بهرنیو چارو وزارت په تړاو انګېرنې شتون لري. ولې یوه خبره باید هېره نکړو هغه داچې بريتانيا نه غوښتل چې د بلشویکانو له وېرې د افغانستان کړکېچ اوږد شي.

خو د یوې ځانګړې نخشې له مخې یې غوښتل چې امان الله خان نسکور کړي.

«انګلیس د یوې ټاکلې نخشې له مخې د امان الله خان د حکومت نسکورولوته ژمن وه. که دا دهر چا په لاس شونې وه.

ولې د انقلاب پایته رسول يې هم غوښتل خو چې ددوی د یوه متحد لخوا یو باثباته مرکزي حکومت ټنګ شئ.

د شورش په سرکې کلنل لارنس دافغنستان په ختیز کې د قومونو په منځ کې پيداشو او باروتو ته یې تيلي وواهه. [8]

د ډیلي نیور لندن» ورځپاڼې د ډسمبر په پنځمې (۱۹۲۸ ز کال) نېتې the  London daily news په خپلې دې ګڼه کې کښلي چې لارنس په ډېلي کې د پښتو ژبې د یادولو په در شل کې دی.

رويټرهم په  Daily News له خپرونې څلور ورځې وروسته (۹/۱۲/۱۹۲۸) ددې خبرې پخلی کړی چې لارنس د شینوارو په شورش کې لاس درلود.

د همدرد افغان ورځپاڼې هم دېته ګوته نیولې ده چې لارنس د کرم شاه پیر په نوم د حکومت په مخالفینو کې ورګډ شویدي.[9]

کله چې حضرت صاحب نورالمشایخ له افغانستان نه ووت یوڅه موده په پښتونخوا کې استوګن وه وروسته سر هند ته لاړ خوپه دېره اسماغیل خان کې ډېر موریدان وروزل او ټولو خلکو به دی د شېر اغا فضل عمر په نوم یاداوه.

دده او یا دده مریدانو لاسونه هم د شینوارو اړو دوړ ته راوږد شوي او راغورځېدلي ول چې ولس د پاچا په وړاندې ولمسوي.

د مسکوپه ډله ییزو رسانیو کې هم داسې ګونګوسې راپورته شول چې د « ملکې ثریا» لوڅ او بر بنډ انځورونه د شينوارو یاغیانو په منځ کې خورېږي او شورشیان په برتانوي وسلو سمبال دي.»

له دې څزګندونو نه دې پایلې ته رسېږو چې د پاچا امان الله په نسکورولو کې د افغانستان کورني او بهرني دښمنمان ښکېل ول. او ان امان الله خان ته ډېر نږدې دوستان او درباریان هم له پامه نه سو غورځولي.

له بده مرغه پاچا هم د اتاترک هغې سپارښتنې ته ډېره پاملرنه ونه کړه چې ورته ویلي یې وو: که غواړې چې سمونې دې پلې کړې. نوپو ځي ځواک ته ځانګړې پاملرنه وکړه. ده نه یوازې چې پاملرنه ونه کړه بلکې د اوردو شمېر یې لږ کړ او هغو پوځي مشرانو ته يې هم پام ونه کړ چې دده ملاتړې ول، چې موږ مبارک شاه جنرال محمد عمر عثمان (سور)، دادمحمد خان ورکزی او نور.

د پام وړ خبره خو داوه چې امان ا لله خان د مرکزي ځواکونو قوماندان یو ترکې اصله جنرال محمود سامي د نایب سالار په توګه وټاکه. له دې سربېره د محمود طرزۍ، عبد الهادي داوي، میرسید قاسم خان او د دوئ په څېر یو شمېر نور لوړ رتبه چارواکي او دده نږدې خوا خوږي هم له ده نه خوا بدي شول.

که امان الله خان غوښتي وی!؟

کله چې موږ د خپلواکۍ د ګټلو شور او زوږ ته ګورو، نو ويلی شو، که چېرې د افغانستان پاچا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په پرتو افغانانو غږ کړی وی، نو د ډيورنډ د کرښې ناسور زخم يې جوړولی شو. پدې ما نا چې د لوى افغانستان خپلواکي يې اعلان کړي وي…

ښايې امان الله ته به د ده سلاکارانو او یا د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان درباريانو هم کومه کيسه د ډيورنډ د دښمنۍ په تړاو چې له افغانانو سره يې درلوده نه وي کړې، چې موږ دلته دده د ناوړه چلن يوه بېلګه د امير پر وړاندې د ګواښ په توګه راووړ چې ډيويډ لاین ورته اشاره کړې ده:

برېتانيا غواړي د ۱۸۷۳ کال د تړون پر بنسټ سرحد وټاکل شي، په دغه تړون کې افغانستان د روسيې او برېتانيې تر مينځ يوه بېطرفه سيمه بلل شوې وه. شېرعلي د دغه تړون د لاسليک لپاره شيملې ته تللی وو.

عبدالرحمن خان اسويلي وکيښ او وې ويل، چې شېر علي يو احمق انسان وه…

په دغه کار سره، د ده پر وړاندې ټولې لارې وتړل شوې… هغه ته کومه پښه پاتې نشوه چې پرې ودرېږي، اړ وو چې په سر ودرېږي.

څو ورځې نورې هم تېرې شوې، امير له برېتانويانو نه يو شمېر نور ليکونه او نخشې هم وغوښتې…

ډيورنډ وېره درلوده که خبرې نورې هم وځنډېږي ښايي ستونزې جوړې شي.

دلته د پيني يادونه وشوه، هغه پرته د امير له سلا نه د امیر د وسلو کار خانې ډيورنډ ته ور وښودلې. نوموړي ډيورنډ ته هغه کيسه هم وکړه، چې يو چا امیر ته تلېسکوپ ورکړی وو.

امير ورته وويل: آيا له دې څخه کومه وسله جوړېدلی شي.

له دې څخه څرګندېږي چې امير له وسلې سره د هېواد د ساتنې لپاره ډېره مينه ښوده.

انګرېزانو ته دغه ګونګسې هم رسېدلې وې، چې امير د روسيې له لوري ځان ډاډه کړی وه، په دغه لړ کې «لانسډون» انګېرله چې امير ښايي له روسيې سره داسې تړون کړی وي، چې روشان، شفنان او د امو سين ختيځې سيمې به بېرته امير ته پرېږدي او امير به روسانو ته په بدل کې د واخان د تنګي دعوې نه تېرېږي، سره ددې ټولو توطېيو چې د امير پر وړاندې روانې وې، ولې بيا هم ده له روسانو او انګرېزانو سره ډغرې وهلې.

په دې تړاو ډيورنډ په يوه ليک کې لانسډون ته وکښل: زه چې هرڅه وکړم بيا مې هم په هغه زړه سوځي، هغه په يوازې سر لګيا دی له برېتانيې او روسيې سره ډغرې وهي، بيا هم امير ستونزې درلودې او ډيويډ لاين د امير او ډيورنډ د چڼو په اړه کاږلي دي امير د اسمار، چمن او وزيرستان په نه ورکولو ټينګار کاوه.

ډيورنډ له ګواښونو سره سره ورته وويل، چې پدغې پرېکړې سره ډېره لږه شتمني له لاسه ورکوى.

امير پوه شو چې نشم کولی له روسانو او انګرېزانو سره يو ځای وجنګېږم نو بيا يې د اجارې په بڼه د پيسو يو لست د وزيرستان، د شاګۍ، دشترګردن… او نورو سيمو ورته واستوه.

ډيورنډ دا له خندا او ملنډو ډک ليک احمقانه وباله.

نږدې شپږ اونۍ وروسته د نوامبر په ۱۲ مه معامله ترسره شوه او له دې سربېره ډيورنډ د واخان تنګی يوه بېطرفه افغان سيمه وټاکله.

د انګرېزانو دغه لاسوهنې پر همدې ځای پايته ونه رسېدې، ان خپل لاسونه يې د امان الله تر واک او ځواک پورې را وغوځول، کنه له امان الله سره د سيمې په تړاو ډېره لویه نخشه موجوده وه، چې ترسره نشوه.

[1] :- محمد حسن پوهاند ډاکتر کاکړ د پاچا امان الله واکمني ته یوه نوې کتنه ۱۳۶ مخ

[2] :- Stewart, rhea tally, firein Afghanistan-1973

[3] :- کاکړ پوهاند ډاکتر محمد حسن ۹۹ مخ

[4] :- ستېوارت ۵۸۳ مخ (۵۶) همدغه اثر ۲۶۶مخ

[5] :- ستېورات له ۴۳۷نه تر ۵۰۴ پورې

[6] :- ادمیک لودویک د افغنستان بهرنۍ اړېکې

[7] :- فرهنګ مير محمد صدیق افغانستان در پنج قرن آخر ۵۵۱ مخ

[8] :- فرخ سید مهدي تاریخ سیاسي افغانستان ۴۸۳-۴۸۴مخونه

[9] :- همدرد افغانستان د اپرل ۸ نېته ۱۹۲۸ کال

94 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    سلامونه ،
    زه وایم چې څو ورځې مخکې سلاودینک او ډبل شبنم ثریا! څنګه د (دروازي مامد ولي خان!) په صفتونو نه مړیدل!!
    او بل د کرزي آخرو کلونو کې د استقلال کلیزه کې د بچه ی سکاو،مجډ دینګ،ربانینګ عکسونو سره د بابای ملت مرحوم ظاهر خان فوتو وه مګر د غازي امان الله خان چې د آزادۍ اصلي ګټونکی و، عکس نه و؟!. د شرم،خجالت او افسوس وړ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *