Categories

اعلان

Loading…

غزني د امارت ارماني نظام وليد

جمشيد غزنيوال
زه تل له ملګرو پوښتم چې هغه کوم هدف دی چې امارت ته په دومره جګړه ارزي؟ هغه د شريعت کوم اصول دي چې په دومره قساوت او فساد بايد تحقق ورکړل شي؟ د انسان لپاره د کوم ارزښت ثبات راولي چې د ارزښتونو محوري موجود «انسان» يې دومره ورته قرباني کړ؟
زه شخصاً دغه کالم په داسې حالت کې ليکم چې له خپلو نږدې او بېخي نږدې خپلوانو احوال نه لرم، زما غوندې زرګونه کسان دي چې په اندېښنو يې ووژلو. هغوی چې په غزني کې د پېښې د اور تاوونو ته نږدې وو، داستانونه يې په دې پستو مستو جملو کې نه‌شي خلاصه کېدای.

طالبانو تر اوسه پورې خپلې جګړې ته فرض جهاد وايه، خو کله چې له مذهبي سطحې وشړل شول او مشروعيت يې وننګول شو، تر هغه را وروسته يې په خواله رسنيو کې ملاتړي چوپ شول، ځينې چې د شخصيت د داغمنېدو وېره يې پخوا ماته کړې وه، په وچ انکار ودرېدل او طالب يې له هر هر څه سره د اسلام يوازېنی مدافع او د امت مسلمه د اميد وروستی څرک وګاڼه.

طالب د خپلې مفسدې جګړې د حيثيت له مخې ځان د اسلامي نړۍ په مخ کې دومره وشرماوه چې د ارزښتونو اغوستې جامې يې څيرې څيرې شوې. طالب تر اوسه پورې خلکو ته په غوږ کې ورکړې وه چې دوی يې له پرديو خلاصوي او اسلامي نظام ورته راولي، د دوی په اسلامي نظام کې به د عمر ثاني ځايناستی عمر ثالث وي او بيا به وزې او لېوان يو ځای سره څري. دوی به اسلامي احکام پلي کوي او شرعي حدود به جاري کوي، هيڅوک به پر هيچا تېری نه کوي، واحد قيادت به وي، نړۍ به ټوله د خدای ګڼل کېږي، مسلمانان به سرحدونه سره ماتوي او کفار به يا جزيه ورکوي، يا به غلامان کېږي او يا به اسلام مني.

دغه ايډيالوژي عادي مسلمانانو ته د دوی له ارزښتونو او تصوراتو سره نږدې ښکارېده، ځکه خو يې له طالبانو سره په ښکاره فجايعو هم جنجال نه کاوه، د طالب هرې تېري ته به يې د حکمت او شرعي مصلحت له سترګيو کتل. د طالب پروډکټ د دوی د ايډيالوژي د اصالت په معرفي کې زموږ کار اسانه کړ، طالب وښووه چې که پر افغانستان تسلط تر لاسه کړي، پايلې به يې داسې وي لکه غزني چې مو وليد.

طالبانو د چنګېز خان تر لښکرو شا و خوا ۷ پېړۍ وروسته د ۱۳۹۷هـ ش کال د اسد پر ۱۸مه د جمعې په شپه پر غزني له څو خواوو يرغل ور ووړ، خلک چې به په مخه ورتلل، ويشتل يې، ورو ورو مخکې لاړل، خلک يې له کورونو را وايستل او د دروازې تر مخ يې ووژل، ښځې يې وژړولې، ماشومان يې يتيمان کړل، چور يې پيل کړ، د موبايل انتنونه يې وسوځول، د برق پايې ماتې کړې، سړکونه يې والوزول، کلينکونه يې وويشتل، دفترونو ته يې شيشې ور ماتې کړې، مکتبونه يې په بمونو والوزول، تاريخي ابدات يې رېز مرېز کړل، په غزني کې څلور ورځې مسلسل د اذان «الله اکبر» خاموش شو، د مسلمانانو زړونه وچاودل، د يوه انسان زړه پر سړک چاودلی پرېوت او بالاخره يې غزني ته اور ور واچاوه.

د اسلامي تمدن په دغه ښار کې له څلور ورځې لوټ تالان او چور چپاول وروسته يوازې د انسان تنې پر سړکونو پرتې وې، له تورو کنډوالو مړه لوګي اسمان ته ختل، ښار خاموش و، يو نيم انسان که به چېرته ښورېده هم لوږې به اخيستی و، د غزني پر فضا د هغه بغداد غوندې ناهيلي خپره وه چې تاتاريانو د دجلې سيند پرې ور خوشې کړ او له څو ورځو وروسته پر خاموشو ويرانو او دښتو يوازې کارغان الوتل.

غزنی دويم بغداد شو، خو له غزني سره چې د اسلامۍ تمدن پاينخت يادېږي، د اسلامي نړۍ د يوه ښار په څېر خواخوږي و نه‌شوه. څومره لعنت چې په دغه وحشي دوښمن په کار و، و نه ويل شو. خولې تنها د خپلې بقا يوازېني دېوال «نظام» ته ور واوښتې. سمه ده چې د ساتنې هيله له حکومته کېږي، لکن پر خپل دوښمن هم يو ځل د خپلې کرکې دروازه ور خلاصول په کار وي.
جمعيت اصلاح او ځينو نورو خودخوانده اسلامي بنسټونو ته د غزني زګېرويو د غزې غوندې بازارموندنه نه کوله، ځکه خو يې په عربي خواخوږي ورسره و نه کړه. د امارت قلمي دلالانو د غزني د غرقېدو په شپو کې پر خواله رسنيو يوازې طنزونه خپرول او د پوهنتون ځينو ترهګرملو استادانو فقط ولسمشر ته د تبليغاتو توپک نيولی و.

د دې تر څنګ په عام ولس کې له دوښمن سره کرکه يوازې د ځوان قشر په خبرو کې ليدل کېږي، هغه کسان چې په کليو کې اوسي او عمرونه يې تر ۴۰ پورته دي، اوس هم طالب ته د هغه د شعار په نظر ګوري، دغه خلک دومره مذبذب دي چې د ځان قتل يې هم ور بښلی دی او فکر کوي چې مرګ يې امارت ته روا دی، خو له ځانه بيا دا پوښتنه نه کوي چې که يې مرګ مباح دی، ولې ځان په ژوند له دې ماخوذې څخه نه خلاصوي!؟

د غزني د فاجعې اثرات به له غزني په څو کلونو کې لرې نه‌شي، لکن په ذهني لحاظ موږ دومره هيپنوټايزډ «مصنوعي ويده کړل شوي» يو چې ړنګ دېوالونه به را ښکاري، لکن د طالب قباحت به مو له اخلاصه زړه ته نه لوېږي.
الله تعالی فرمايي؛
«وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ»
(سورة البقرة. الآية :۲۰۵)
ژباړه؛ کله چې پر ځمکه تصرف کوي، هڅه يې دا وي چې فساد پکې وکړي، فصلونه او نسلونه تباه کړي او الله تعالیٰ فساد نه خوښوي.

فساد به نور څه شي ته وايي؟ د فصل او نسل تباهي به نوره څنګه وي؟ د طالب نظام او د طالب اصلي څېره، اصلي هدف او حقيقي کردار همدا شی دی او بس! د طالب ايډيال نظام نړۍ د غزني په ګلالۍ څېره کې ډېر ښه وليد، تاريخ يوه بله بدرنګه پاڼه واړوله.

سرخط ورځپاڼه

57 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *