Categories

اعلان

Loading…

د دویم خیرالبیان زېری | استاد محمد آصف صمیم

یادونه: د استاد محمد آصف صمیم دغه مقاله په باړه ګلۍ کې د پښتو نړیوال سیمینار (۶-۸  اګست ۲۰۱۸م.) له پاره لیکل شوې او هلته لوستل شوې ده.

د لومړني قلموال په نامه

درنو پوهانو!  ښاغلو قلموالو، محققينو او د پښتو ژبې او ادب د ودې سپېڅلو مينه والو !

د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډيمۍ قدرمن مشر ډاکټر نصرالله جان وزير او د اکاډيمۍ د علمي او ادبي بورډ درنو غړو!

خپل سلامونه، نمانځنې، درناوی او تاوده احساسات درته د ګران سايل صاحب له دې الفاظو سره وړاندې کوم چې:

پېښور او کابل دواړه دوه يارن دي
لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي

زه نن ځان په اته ويشت کاله وړاندې جامه کې وينم؛ ځکه په جامو کې نه ځايېږم، نن هم د درو لسيزو وړاندې په څېر د ژبې، ادب او کولتور د جانان په يو مخ دوه ښکلې سترګې د طبيعت په دې رنګين، وږمين او ګلورين موسم کې د زړه د درزا انځورونه خوندي کوي.

نن ماته هغه څه کم دېرش کلن مينه وړي انځورونه سترګو سترګو ته کېږي، چې د ۱۹۹۰ په جولای کې د پښتو اکاډيمۍ په نوښت د اکاډيمۍ درانه مشران، پښتانه مشران او په پښتون ثقافت مين مشران د پښتو ليکدود د يو کولو په تکل لرو او برو شاوخوا سلو مېلمنو ته سترګې او لېمه غوړولي ولاړ وو:  

ارواښاد پروفيسر محمد نواز طاير، ارواښاد ډاکتر راج ولي شاه خټک، پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل، منتظر بېټنی، ډاکتر ګل جان ورور وردګ، ارواښاد پروفيسر سيد احمد مومند او ارواښاد استاد پسرلی او … د پښتو ادب په هار کې د مرغلرو په څېر ځلېدل.

په ستر درشل کې يې ارواوې ښادې غواړم.

درنو پوهانو!

تاسې د پښتو اکاډيمۍ درانه خادمان د ډېرې مبارکۍ وړ يئ ، چې يو ځل بيا مو تر يوه درې لسيز ځنډ وروسته د خپلې ژبې د ډيوې پتنګان د خپلې مينې په لمبو تودېدو ته رابللي دي.

د خپل افغاني کاروان د ملګرو په استازۍ تاسې  ټولو ښاغلو ته د زړه له تله مننه او دنننۍ بختورې غونډې د کور به توب مبارکۍ وړاندې کوم.

ما ستاسې  درنو، رالېږلې  بلنې ته د موضوع د سرليک د انتخاب له واک سره سم پر يوې داسې موضوع د قلم خوځولو ته زړه ښه کړی، چې شپږلسيزې وړاندې همداسې یو چا د پښتو په علمي او کولتوري صحرا کې په دې عبارت د خپل زېري غږ داسې انګازن کړ:

((*د ټيوبنګن د لايبريرۍ د شرقي علومو د حصې مشر ډاکټر کريمر زموږ انتظارو. مونږ اول د لایبررۍ د مختلفو شعبو مشرانو سره پېژندګلو وکړه او بیا ډاکټر کریمر ماته وويل چې دا څه کتاب دی چې ته يې دومره غرضي يې؟ ما ورته د خير البیان اهميت بیان کړ او ورته مې وويل چې د دې کتاب د کومې نسخې اميد چې مونږ (د امریکې له سفرنه) لاره، هغه اميد هم ختم شو، خدای دې وکړي چې د جرمني په کتبخانو کې پيدا شي. ډاکټر کريمر وې ، چې مونږ څخه پنځه پښتو قلمي نسخې دي، خدای دې وکړي چې په دې کې وي… لاړو ښکته کوز شو چې کتابونه وګورو. ډاکټر کریمر اواز وکړو، چې های دی، کتاب مې بیا موند، ماو رته هسې په ناخواله غوندې انداز کې وويل چې کوم کتاب دی؟ ويل يې: د کتاب نوم خيرالبیان دی؟ ما ويل هو! ويل  تصنيف د بایزید انصاري دی؟ ما ويل هو! ويل واخله کتاب دا دی. زما چرته یقین راته، چرته د جرمني ټيوبینګن ښار کتبخانې او چرته دا ورکه خزانه. ما کتاب واړوه او ښه په ځير ځير مې ورته وکاته او ډېر ساعت پس هيله ځای ته راغلم، چې دا خو ريښتيا خيرالبيان دی… زه بیان نشم کولی چې ډاکټر کریمر او ډاکټر پيرټ دواړه څومره خوشحاله شو ان، چې ماته راغاړې وته.

ډاکټر کریمر ماته مخ راواړو او ويي ويل: چې زه نور هېڅ نشم ويلی، بې د دې نه چې قدرت دا ليکلي وو، چې دا کتاب ستا د اوږد تلاش نه پس، هم ستا په لاس دنيا ته وړاندې شي.

      مولینا عبدالقادر- پښتو مجله ۱۹۵۹ – اپرېل – جون \ ۱۰ مخ

ستاسې تلوسه به د دې کيسې او تليادې خاطرې په اورېدو ماته شوې وي؛ خو زه  د ارواښاد مولینا عبدالقادر په لاس د ړومبني خيرالبيان د موندنې د زېري، چاپ او بیا بيا چاپونو د تسلسل په وروستي پړاو کې له همدغسې يوه علمي زېري او ادبي خوشحالۍ سره ستاسې مخې ته ولاړيم. دا زېری د دويم بشپړخيرالبيان زېری نومېږي.

د دې زېري د انځورونې او تصوير خاکه ما داسې رغولې چې په سر کې د ړومبني خيرالبيان په خطي او چاپي نسخو يو څو خبرې لرو او بيا  مو د نوي او دويم خيرالبيان په کيسه کې له ځان سره مله کوم.

خيرالبيان

خيرالبيان د بایزيد روښان يو لوی او ولوله انګېز اثر دی چې روښان يې په الهام د ليکلو دعوی لري او د ده د همدې دعوې دتاييد او مخالفت انګېزې او محرکې وې ، چې مخالفينو يې د سېځلو او ورکولو هوډ وکړ؛ خو مريدانو او ملاتړو يې د خوږ لاس په څېر ګرځاوه؛ څومره چې مخالفيو د خيرالبيان په ورکاوي پسې پښې لوڅې کړې وې، هغو مره يې پلويانو او مبلغانو فقهي او ادبي ارزښت زيات کړ، چې همدغو مخالفينو يې هم د ادبي او مذهبي سبک او شهرت په عامولو کې ناشعوري ونډه واخيسته.

د خيرالبیان د موندنې کيسه په مخکې څو کرښو کې په لنډيز تېره شوه، چې چا؟ څنګه؟ او چېرته وموند؟ او دا ترې جوته شوه، چې لوی خدای د خپلو نېکانو ګاللی زيار په اوبو نه لاهو کوي، د همدې الهي سنتو په حکم هغه خيرالبيان هم د پښتنو له ټاټوبي او ټولنې نه په زرونو فرسنګونو لرې ( د جرمني ټيوبنګن کې ) وموندل شو او دا د هماغه خيرالبيان نسخه وه چې په برتانوي هند کې د سرډيني سنراس نومي پيرنګي په لاس له پښتونخوا نه انګليستان ته رسېدلې وه او په ۱۹۲۶ کې يې ناروېژي ژبپوه پروفيسر مارګنستېرنې ته د کتو لپاره ورکړې،مارګنستېرنې ترې يادښتونه اخسيتي وو، چې ۱۳ کاله وروسته يې د New Indian antiquary  مجلې د ۱۹۳۹ د نومبر ګڼې په ۵۶۶ – ۵۷۴ مخونو کې تحقيقي مقاله پر وليکله او داسې يې د علمي او ادبي نړۍ ټولې کړۍ لومړۍ ځل د خيرالبيان له نامه سره اشنا کړې.

د مارګنسېترنې له خوا  ددې نسخې تر پېژندنې څلرويشت کاله وروسته د علامه عبدالحی حبیبي  په قلم دخيرالبیان لاپېژندګلوۍ د دوی د پښتو ادبياتو تاريخ دويم ټوک ته لار ومونده او هغه پرنسخه او روښاني غورځنګ ۱۱۷ مخه څېړنيزه مقاله وليکله. د پوهاند حبيبي تر ليکنې ۴ کاله وروسته د پېښور پښتو اکاډيمۍ د خيرالبیان همدا نسخه د حافظ محمدعبدالقدوس قاسمي له  ۹۲ مخيزه عالمانه ليکنې سره په ۱۹۶۷ کې چاپ کړه، چې د همدې چاپي نسخې له مخې بیا دوځله نوره هم په ۱۹۸۸، ۲۰۰۷ کال کې کټ مټ (البته) د پښتو اکاډيمۍ د وخت د رييسانو( پروفيسر محمد نواز طاير او ډاکتر نصرالله جان وزير) له سريزو سره.

په ړومبۍ چاپي نسخې پسې جوخت په ۱۳۵۳ ل – ۱۹۷۴ کې د کابل پوهنتون او پښتو ټولنې له خوا په ګډه په ( الف – ب، ج، د) + ۹۸ مخه د پوهاند حبيبي، استاد بېنوا، پوهاند اعبدالشکور رشاد  له شپږ مخه علمي ليکنو، فهرست او ۱۶۷ مخه متن او ۱۲۲ مخه (د خيرالبيان لغتونه) سره چاپ شو.

تر دې چاپونو وروسته په ۱۹۸۶ کې (د پښتو ادبي مرکز سرای نورنګ- بنو) له خوا په وړه کچه د ښاغلي او منلي څېړونکي حبيب الله رفیع په زيار او سريزه په ۱۹۰ مخو کې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټرۍ د نصاب د درسي اثر په توګه چاپ شو.

په ۱۹۸۸ کې د خيرالبیان د تنقيدي مطالعې په نامه د ارواښاد قلندر مومند لخوا په ۴+۲۵۳+۱۹۰ مخو کې د قلندرمومند  له خوښ کړي او جوړ کړي متن سره چاپ شو، چې ډاکتر عبدالخالق رشید يې په اړه ليکي: قلندر صاحب بالکل پرنورو ژبو خاورې ورواړولې او يواځې پښتو خيرالبيان يې… په داسې چلند چې علم او تحقیق يې کله هم نه مني، زموږ په مخ کې داسې کېښود لکه  ارواښاد بايزيد روښان چې ده ته ويلی او يا يې د ده په قومانده ليکلی وي.

                               خيرالبيان ۲۰۱۸- ۶ مخ

د متن غورچاڼ ته قلندر صاحب د خيرالبيان د درېيم قراءة  نوم ورکړی او په هغه کې يې له متن څخه آيتونه او حديثونه وويستل او همدا يې اصل خيرالبيان وباله. ارواښاد مومند په دې عقيده و چې خيرالبيان ته دا آيتونه، حديثونه او د اولياوو مقولې بې له بايزيده نورو کسانو وراچولي دي. خو د بايزيد خپلو بیانونو او د خيرالبيان د دويمې نسخې پيدا کېدو د ده خبره سپيازه کړه.

په ۱۹۸۴ کې يانې تر لومړۍ نسخې ۲۶ کاله وروسته د پښتو کلاسيک ادب په ارام سمندر کې يو ځل بيا د يو خيرالبيان او بشپړ خيرالبيان يو توفان را ولاړ شو او دا ځل دا راولاړوونکی ماڼو د پښتو ادب يو وتلی، ټولمنلی څېړونکی او سر څېړونکی زلمی هېواد مل و چې د هندوستان له سالار جنګ – حيدرآباد- دکن موزيم نه يې پر پښتنو فرهنګ مينو زېری وکړ، چې د پښتو مينوالو ته د زوی له زېري کم نه و.

د خيرالبيان دا بشپړه نسخه زموږ دقيق محقق له ټول کم او کيف سره پخپل اثر (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې -۱۳۶۳ش.) کې معرفي کړ. د دې خيرالبيان چاپ ته زما په څېر ډېر تنده غري د روژې د ماښام په شان تږي تږي ناست وو. په هند کې د ډاکټر عبدالخالق رشيد په ګډون د دې وياړ ارمان هر چا وکړ، خو اخر هم د وياړ دا شمله د داسې چا پرسر شوه چې له هېواد، خپل ولس او  هېوادنيو فرهنګي اسانيو ډېر لرې د پردېسۍ او جلاوطنۍ وير هم ګالي او د خپلې ځنډنې ناروغۍ (شفاه الله تعالی) درد هم.

استاد محمد معصوم هوتک د علامه رشاد بابا د يوه علمي ځایناستي (صالح خلف) په توګه د تحقيق او کره کتنې او کلاسيکو متنونو د سمون د لارې يو ناستومان لاروی دی، د ډېرو نورو متنونو د سمون تر څنګ يې دا دی په يواځې ځان د خيرالبیان د انتقادي متن د برابرلو د روند پېټی زموږ مخې ته د سترګو يخولو لپاره کېښود.

د استاد هوتک دا ګاللی زيار له خپل فرهنګي چاپېرياله د  واټن ربړه به استاد د دې متن د بشپړ کره والي د ارمان د لارې خنډ ضرور وي او د دې  متن لکه څنګه چې ما په بیا بیا (درې ځله ) لوستو اندازه واخيسته، د دقيق او کره متن د تهيې اندېښنې به اندېښمن کړی وي؛ ځکه نو که د دې نوي خيرالبيان متن څه املايي او طباعتي مغشوشتياوې لري! نو د هغوی تسلي ماځان او استاد هوتک ته په دې ژمنه ورکړه، چې د اثر دسمون په موخه دایو خيرالبيان په دې ارزي، چې د سباني مصحح ( پاک رب دې استاد هوتک پخپله جوګه کړي) لپاره مغشوش ځايونه په رنګ ورنګول شي.

سملاسي خو په همدغسې يوه هيله او اسره خپلې خبرې رانغاړم  او ترمخه ښې وړاندې د دې بشپړ او نسبتاً کره خيرالبيان د ټولو هغو ښاغيلو رامنځته کوونکيو مننه کوم، دا درانه وياړلي، نمانځلي او په ښه نامه  پایېدلي ښاغلي دا دي:

سرمحقق استاد زلمی هېوادمل

استاد ډاکتر عبدالخالق رشيد

ښاغلی حبيب الله رفيع

ښاغلی استاد محمد معصوم هوتک

د ستر خوشال د دعالپه ورته ډالۍ کوم

چې:

نېکخواه دې ژوه، بدخواه دې ومره

زه بــــرله تا خورم – تــه برله عمره

محمد آصف صميم

۱۳۹۷\۵\۹

کابل

171 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *