Categories

اعلان

Loading…

زموږ د نسل په ذهن کې پسرلی کېږي

جمشيد غزنيوال

د افغانستان د خپلواکي د ورځې له نمانځلو سره د شعوري مينې چلند موږ ته وايي چې په افغانستان کې د يويشتمې پېړۍ ځوان نسل په ذهني لحاظ د پرديو د برين واش او فکري اسارت له ناولتياوو په خلاصېدو دی.

څو کاله وړاندې زموږ په يادېږي چې په افغانستان کې يوزاې هغه ورځې نمانځل کېدې چې کورنۍ جګړې پکې شديدې شوې وې، چې کورني تنظيمونه پر يو بل پکې بريالي شوي وو، چې د خپل وطن په فتح کې نورو تر بل ډېر قتل عام کړی و… داسې اتلان به سازېدل چې اصلاً بايد محاکمه شوي وای.

مثلاً د ثور اوومه او اتمه اوس د ځوان نسل په ذهن کې ورو ورو خپل تصوير تت کوي، په خواله رسنيو کې تېر کال زما په يادېږي چې يوه ځوان ليکلي وو؛ «د ثور اوومه ځکه بده وه چې د ثور اتمه يې وزېږوله.»

ابن خلدون وايي، په کومو ټولنو کې چې د مړيو تقليد کېږي، مړي يې ژوندي نه دي، ژوند يې مړه دي. د ماضي د تاريخ د هغو برخو نمانځل چې زموږ په معنوي او مادي پرمختګ او ارتقا کې برخه نه اخلي، مثبت تقليد نه دی. زموږ تاريخ ډېر داسې پاړکي لري چې بايد انتخاب پکې وشي، ځينې تقليد کړو او ځينې په دې خاطر ولولو چې را نه تکرار او يا راباندې تکرار نه‌شي.

موږ د شاه‌زمان د دورې تاريخ هم لرو چې له نامه سره جوخت يې له وروره د سترګو ايستل را په يادېږي، لکن د شاه امان الله غازي تاريخ هم شته چې د يوه عظيم ملت د پوهولو او پايولو چاره يې د خپل نظام محور ګرځولی و.

شاه امان غازي نږدې پېړۍ وړاندې له انګرېزانو خپلواکي واخيسته، له هغه را وروسته په ځينو نظامونو کې دغه ورځ شانداره بدرګه کېده او ځينو دورو ښه پام ورته و نه کړ. په دې مورد کې د مجاهدينو د اړو دوړ موده د ارزښتونو د ليلام زمانه يادولای شو او کله چې بيا طالبانو دورې ته راشو، د سقاو د نظام پاتې نسل غوندې ښکاري. موږ چې د ولسواکو نظامونو پر درشل پل کېښود، له نوې نړۍ سره مو د اړيکو د سمبالولو، تجربو د ګډولو، ګټو د شریکولو او معيارونو د پرتلې چانس پيدا کړ.

په دغه موده کې زموږ ځوان نسل يو ځل شعوري شا ته وکتل، دوی خپله ماضي سر تر پايه چاڼ کړه، د «خذ ما صفا، و دع ما کدر» په اساس يې څه شيان په ټټر پورې ونيول او ځينې يې تر پښو لاندې کړل.

د نوييمو کلونو شا و خوا «ملي» کلمه د کفر معادل ګڼل کېده، د وطن يا نسل د قراري خبره نشنليزم و او نشليزم نو د بښلو وړ شی نه و. هغه وخت ښاغلي نورالحبيب نثار دغه بيت ويلی و؛

موږ کافران يو، په وطن کافران

موږ د ملي وقار خبره کوو

د پير محمد کاروان صاحب يوه بيت دی، د حاکم اختناق او ارتجاع له وېرې يې لاشعوري پر ذهن يوه خپره وېره ترې څرګندېږي؛

پام کوه د کفر په فتوی مې چې و نه نمانځې

زه خو ميکده خدایږو سکه د جومات خور ګڼم

زموږ د دريو لسيزو د مخکې او اوس نسل پرتلنه د هغوی د ادبياتو له مخې ښه کېدای شي. هماغه مهال د اختناق تر څنګ د ملي شعور کچه هم ډېره لوړه نه وه، بلکې افغانان له مودو مودو په کښت و کرونده اخته خلک وو، له تعليم او سياست سره يې ان د دوښمني تر کچې مخالفت کاوه، ځکه خو يې تل ملي مشران محدود او لښکريان ډېر وو.

دلته يو وخت ذهنيت داسې و چې کله سرکار پر کورنيو مکتب ته د ماشومانو لېږل حتمي کړل، ځينو د پيسو شتمنو دومره فکري خوارځواکي درلوده چې د غريب اولاد به يې د خپل زوی په نامه مکتب ته استاوه او پيسې يې پرې لګولې، خپل زوی به يې په کور کې ورته کېنولی و. په پښتنو اديبانو کې يو مشهور استاد د همداسې غريب زوی و چې کوم شتمن د خپل زوی پر ځای تعليم ورباندې کړی دی.

يو ځای مې لوستي وو چې څوک له هنر سره علاقه نه لري، د هغه په ذهن کې تل ژمی وي، خو له نېکه‌مرغه زموږ د ټولنې په ذهن کې په جمعي شکل د ژمي دوره مخ په خلاصېدو ښکاري، البته دا چې ژمی ولې د ناسم تصور سيمبول ګرځېدلی، جلا بحث دی.

له موږ څخه هر کله د جګړې د شدت په نتېجه کې د ډېرو شيانو تر څنګ عقل هم ضايع شوی، جګړې به تر شا داسې يو نسل په لږ وخت کې پرېښود چې په سوله کې به يې په ارتقا خواري کولو کلونه غوښتل، خو نن سبا چې ګورو له جګړې سره موازي زموږ د ذهنيت، شعور او فکري تنوير سطحه لوړه شوې ده.

که اوسني ځوان ته ووايې چې د ثور اوومه يا اتمه ونمانځه، خو د اسد ۲۸مه مه يادوه، په خوله کې در لوېږي او هغه د چا خبره اسمان به کښته او ځمکه به پورته کړي. له دې ښکاري چې د نوي نسل انتخابونه نور په پټو سترګو نه دي.

هسې وايي چې په هند کې د انګرېزانو پر مهال کوم هندي ځوان غوايي ته څو لغتې ورکړې، و يې راټه او سپکاوی يې ورته وکړ. په بګۍ کې يو مشر انګرېز ناست و، په بېړه ور کوز شو، غوايي ته يې سجده وکړه. کله چې يې ترې وپوښتل چې ولې دې داسې وکړل؟ ده ورته وويل چې دغه ځوان نږدې د هند تاريخ ۱۰۰ کاله مخ ته بېولی و، زه ورغلم چې د پخواني ذهنيت د اسارت لومې بېرته ټينګې کړم.

له ماضي سره زموږ د اړيکې پر ډولو ګڼې خبرې هم کمې دي، خو نن سبا چې د يوه روښانه راتلونکي څرک راکولای شي، دا ده چې د ځوان او تاند نسل اکثريت مو له ماضي سره په تعامل تر پخوا ښه پوه شوی، حساس دی، شعوري شوی او پر دې اګاه دی چې له حال او راتلونکي سره يې د پخلاينې کوم ډول ډېر بهتر دی.

دغه شی د روان خشونت له دېواله د يوې خښتې د لرې کولو معنا لري. موږ دا ځل په ماضي کې شعوري انتخاب ته ور ګرځېدلي يو، موږ د ثور اوومه او اتمه سره اختصار کړې او د شاه امان غازي د عصريتوبونو څرکونه او پر سياسي درايت ولاړ استقلال مو انتخاب کړی دی. موږ هغه نسل يو چې په ذهن کې مو پسرلی کېږي.

62 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *