Categories

اعلان

Loading…

د هرات نوميالي | ژباړه او ټولونه: ت، یوسفزی

شپږمه برخه:

احمد قطب الدين آهی هروي

د مولانا نورالدين محمد زوی او د قاضي جلال الدين محمود آهی نمسی د خراسان د پوهانو او غټانو مرجع او د سعيد ميرزا د پاچهۍ په پای کي بیا د سلطان حسين میرزا د سلطنت تر وختو پوري په هرات کي د قضا په چارو بوخت و، او د پېښو په فیصله کولو کي يې د خپل پلار او نيکه ګانو په څېر په امانت او دیانت کار کاوه، او د هغه شغل سره يې تدريس هم نه وُ پرېښی ، او د ديني علومو په خپرولو او تبليغ کي يې زيار یوست.

د (۸۷۸ هـ ) کال د شوال په سر کي په هرات کي ومړ او د مولانا فخرالدين رازي په هديره کي ښخ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ / ۳۰۸ مخ

احمد لر هروي

د شاهرخ ميرزا په وختو کي یو انقلابي ملنګ و، چي په هرات کي اوسېد او په طريقت کي يې د مولانا فضل الله استرابادي لاس نيوی کړی و.

خواند مير په حبيب السير کي ليکي چي:

« د ۸۳۰ هـ کال د دوهمي خور (ربيع الاول) په ۲۳ هغه وخت چي میرزا شاهرخ د هرات په جامع مسجد کي نمونځ وکی، له مصلی راووت او سپارلی يې روانه سوله، په دې وخت کي احمد لر د داد غوښتونکی په توګه یو کاغذ لاس کي پر لاري ولاړ و، شاهرخ ميرزا چاته وویل چي د دې سړي حال وپوښته چي څه غواړي؟

په دې وخت کي احمد لر فرصت وموند نا څاپه يې ورودانګل او شاهرخ ميرزا يې په نس کي په چاړه وواهه چي سخت ټپي سو، خو مړ نه سو، او علي سلطان قوچين د پاچا په اجازه هغه ملنګ وواژه، او پخپله د نغارې او ډمامې سره د بازار له لاري «باغ زاغان» ته ولاړ، جراحانو او طبيبانو يې په علاج لاس پوري کی او څو ورځي وروسته روغ سو- يوه شاعر د هغې پېښي نېټه داسي ویلې ده:

سال تاريخ هشتصدو سی بود

روز جمعه پس از ادای صلوة

قصه بس عجيب واقع شد

در خراسان، ولی بشهر هرات

کج روی در بساط چون فرزین

خواست تا شهرخی زنده شد ماة

وايي چي تر دې پېښي وروسته ميرزا بایسنقر او نورو امیرانو د احمد لر د احوال په څېړنه لاس پوري کی او دوی ته تر څېړني وروسته داسي معلومات په لاس ورغلل چي د احمد لر سره د هرات یو زيات شمېر مخورو ناسته ولاړه درلوده چي له هغې ډلي څخه یو هم مولانا معروف خطاط و، او هغه دوني خود داره انسان و، چي د ميرزا بایسنقر هغه خط يې چي په هغه کي يې د نظامي د خمسه د ليکلو غوښتنه له ده څخه کړې وه یو کال وساته او هغه کتاب يې بیرته نا ليکلی ورولېږه، ځکه نو ميرزا بایسنقر ځني  خواشينی سوی و، او تر دې پېښي وروسته يې پلمه وموندله او هغه معروف هنرمند يې د احمد لر د دوستۍ په تور څو واره د غړغړې دارته بوت او په پای کي يې د اختيارالدین د کلاه په یوه څاه کي بند کی، او د احمد لر نور ملګري يې ووژل.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/ ۳۱۷ مخ

احمد منوفي هروي

د محمد زوی د شپږمي هجري پېړۍ لوی عالم و، او په (۵۹۶ هـ ق ) کال يې د مؤيد الملک قوام الدين په غوښتنه د «فتوح ابن اعثم*»  د کتاب په ترجمه له عربي څخه په دري لاس پوري کړی او سره له دې چي په دغه وخت سپین ږيری او کمزوری و، بیا يې هم هغه کتاب په ډېر خواږه او روان نثر چي ډېر پوخ او له تکلفه تش دئ ترجمه کئ، چي په دواړو ژبو کي د ده د تبحر څرګند دليل دئ. دا کتاب په ۱۳۰۵ هـ ق =۱۸۸۸ ميلادي کال په بمبيي کي چاپ سوی دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ / ۳۲۱ مخ

* دا کتاب د خلفاي راشدين اود مسلمانانو د فتوحاتو او معاويه ته د خلافت د انتقال او هغه د زوی يزيد د حکومت د کيفيت او د کربلا د پېښي د تاريخ شرحه ده چي ابو محمد احمد بن اعثم الکوفي (چي په ۳۱۴ هـ کي مړ دئ) ليکلی دئ.

احمد هروي

سيد احمد هروي د خپل وخت له نومياليو فاضلانو او شيخانو څخه و، له هراته هند ته تللی او د یوسف عادل شاه بیجاپوري سره اوسېد، او بیا د هغه د زوی اسماعیل عادل شاه په وختو کي د بیجاپوري د ښار والي سو، او په ۹۴۱ هـ ق.کال ژوندی و.

منبع: د افغانستان نومیالي – ۳ / ۳۲۶ مخ

اختيارالدين

اختيارالدين بن غياث الدين حسيني هروي د هرات د ادباوو نه و، او د هرات په قضاء مقرر شوی و. په ۹۲۸ هجري (۱۵۲۲ ميلادي) کي مړ شوی دئ  د ده د مؤلفاتو نه «المقامات» او «اساس الاقتباس» ډېر مشهور دي.

منبع: دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۵۸۸ مخ

اختيارالدين حسين (قاضي)

قاضي اختیارالدين حسين د قاضي غياث الدين تربتي ځوی دئ. د ډېر علم او پوهني له کبله د ټولوفضلاو نه غوره و. د ځلميتوب په زمانه کي د خپل مولد نه د هرات دارالسلطنې ته راغی. هلته د علومو په زده کولو بوخت شو او په لږه موده کي يې ډېره ترقي وکړه. د سلطان حسين ميرزا د سلطنت په اواخرو کي د قضاء په منصب مقرر شو او په هرات کي يې په ښو اخلاقو او فضيلت خورا اعتبار او شهرت وموند. د محمدخان شيباني تر استيلاء پوري هماغسي د قضاء په کار بوخت و؛ بیا تربت ته لاړ او هلته د (۹۲۸) کال په اوایلو کښي مړ شو او د خپلو نیکونو په هديره کي ښخ شو. د ده د آثارو څخه «قياسات او مختار الاختيار» د پوهانو په منځ کي شهرت لري.

منبع: اريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۵۸۸ مخ

اختيار الدين هروي

د غياث الدين حسیني هروي زوی د نهمي هجري پېړۍ د پای او د لسمي هجري پېړۍ د سر له نومياليو پوهانو او د دري ژبي له شاعرانو څخه و.

په فقه او عربي علومو کي يې لوی لاس درلود، او د سلطان حسين بایقرا په وختو کي د هرات قاضي و.

امير علیشرنوايي يې په «مجالس النفايس» کي داسي ستاينه کوي:

« سيد، پر تمکين و وقار است و مدتی در مسند قضا بود، وهیچکس را قدرت اعتراض بر او نبود، و سجلات خوب در غایت استحکام و نهایت فصاحت و بلاغت می نوشت، و در کمال تقوی و طهارت بود و کسی در شأن او سخنی نگفته غیر از اینکه مولانا بسیار زحمت می کشد تا دستار خود را دانشمندانه می بندد و بار گران بر سر می کشد. * »

ده څو کتابونه ليکلي دي چي مشهوره يې د اوو:

۱- اساس الاقتباس: چي د سلطان حسين بایقرا په غوښتنه یې تألیف کړی او د کشف الظنون د مؤلف حاجي خليفه په قول يې (۸۹۷ هـ) کال د رجب په پای کي پای ته رسولی دئ چي په (۱۲۹۸ هـ ) کال په ۱۹۸ مخو کي په آستانه کي، او په (۱۳۲۳ هـ) کال په ۱۷۳ مخو کي د مصر په مطبعة السعادة کي چاپ سوی دئ.

۲- المقامات: چاپ سوی نه دئ.

۳- مجالس الملوک

امير علي شير ليکي: هغه وخت چي د پای حصار د حوض کار بشپړ سو، ده يې داسي تاريخ په نظم کی:

حوضيست که خواهم از صفايش گویم

صد بار دهن به آب حیوان شویم

هر چند که هست منبعش چشمهٔ خضر

تاریخ وی «ساقی کوثر» جویم (۸۹۷ هـ)

په (۹۲۸ هـ ) کال مړ دئ.

* مجالس النفائس – ۹۵، ۲۷۱ مخونه

ازرقي هروي

د ده نوم ابوبکر زين الدين بن اسمعيل وراق دئ. ارزقي د شمس الدوله طغانشاه د الپ ارسلان زوی د خراسان د حاکم ستاينه کړې ده. سربېره پر دېوان او غزلياتو چي دوه زره بیتونه دي د «سنبادنامه» داستان یوه برخه يې د طفانشاه په امر نظم کړې ده، د ده د زوکړي او مړيني نېټه په محقق ډول سره نه ده معلومه، یواځي دومره څرګنديږي چي ازرقي له ۴۶۵ هـ ق څخه پخوا وفات شوی دئ. دا لاندي رباعي د ده ده:

ا ی شمع که پیش نور دود آوردی

یعنی که خط ارچه خوش نبود آوردی

گر دود دل منست دیرت بگرفت

ور خط به خون ماست زود آوردی

منبع: اريانا دایرة المعارف- ۶۹۶ مخ.

ازهري هروي

جمال الدين محمد نومېدئ، که څه هم د «مجمع» خاوند دی د سترو شاعرانو له ډلي څخه بللی دئ خو پرته له يو شمېر هغو ابياتو څخه چي د تاج الدين محمد په ستاينه کښي يې ویلي دي او د مجمع خاوند هغه را نقل کړي دي نور اشعار او اثار يې معلوم نه دي، د ده د اشعارو نمونه:

ای در غم تو گشته مرا چشمه سار چشم

ناخورده می چراست ترا پرخمار چشم

خونم هدر مکن که به سیلابهای خون

خود مینهد سزای من اندر کنار چشم

جائی رسیده کار که بی وصل روی تو

با هجر تو بکشتن من گشته یار چشم

دادی بوصل وعده و گفتی ز روی طنز

چیزی که کس نیافت تو از ما مدار چشم

گر وعدهٔ  وصال تو جانا روا نشد

باری مرا سفید شد از انتظار چشم

گر تیره گشته چشمم دارم روا از آنک

بی روی تو نیاید ما را بکار چشم

نی نی چراست تیره که هر روز میشود

روشن ز نور طلعت فخر کبار چشم

صدری که صیت یوسف جاهش بخاصیت

روشن کند جهان را یعقوب وار چشم

برمیکشد ز دشمن جاهت بدست قهر

چرخ زمردی چو زمرد ز مار چشم 

د تولد او د مړيني نېټه يې معلومه نه ده.

منبع: اريانا دایرة المعارف – درېیم ټوک – ۶۱ مخ

استاد اسمعيل هراتي

په هرات کي د سردار محمد ایوب خان غازي د وختو قنداغ جوړوونکی استاد و، او په ۱۲۹۸ هـ ق کال چي سردار محمد ایوب خان د امير عبدالرحمن د لښکر سره په جګړه اخته و، دا استاد هم د سردار په اردو کي ورسره و.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ – ۳۸۹ مخ

استاد قاسم هروي

په کمانګرۍ او چماقګرۍ کي د خپل وخت استاد و، او په ښکار کي يې هم لوی لاس درلود، ښې ليندۍ يې جوړولې. په دري ژبه يې شعر هم وايه. پر خپلو لينديو باندي به يې دا بیت ليکه:

آنکه اولاد علي را خادمست

خاک راه دردمندان قاسم است.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ – ۳۸۹ مخ

اسماعيل ادیب هروي

نظامي عروضي په «چهارمقاله» کي ليکي چي: « د ملکشاه او د ځينو په قول د سنجر په وختو کي په هرات کي یو فيلسوف و، چي هغه يې ادیب اسماعیل باله، خورا لوی فاضل او کامل و، په طبابت يې د ژوند ګذاره کوله او په طبابت کي نادر علاجونه ځني ليدل کېده.  مثلاً يوه ورځ د قصابۍ په بازار کي تېرېده یوه قصاب پوسه قصابۍ کاوه او کله به يې د پوسه نس ته د ننه لاس اچاوه او تودې وازګي به يې را ایستلې او خوړلې به يې- خواجه اسماعيل چي هغه حال وليد نو يوه بقال ته چي د هغه قصاب پر مخامخ يې دکان و، وویل: « که یو وخت دا  قصاب مړ سو د مخه تر هغه چي ښخ يې کړي ما خبر کړه…»

بقال ورته وویل: « پر سترګو!»

يوه ورځ سهار ږغ سو چي قصاب په مفاجات مړ سو، بقال ادیب اسماعیل خبر کی، او هغه ورغئ د مړي نبض يې وکوت او یو ته يې وویل چي: « دا لکړه واخله او پښې پر شا یعني پر پنډيو يې ووهه»

تر څه ګړی وهلو وروسته يې وویل: « بس دئ!»

بیا يې نو د سکتې علاج شروع کی او درېیمه ورځ هغه سړی کښېنوست- که څه هم مفلوج سو، خو ډېر کلونه ژوندی و.

منبع: د افغانستان نوميالي- ۳ / ۴۱۲ مخ

اسماعیل هروي

حکيم اسماعيل هروي د خپل وخت ادیب او فاضل حکيم و، ښه په زړه پوري شعرونه يې ویل، په حکمت او نورو علومو کي يې زيات تصنيفونه درلوده، د ابو نصر د کتابو تدریس يې کاوه، ښه پوه شاګردان يې درلودل.

وايي چي يوه ورځ د هرات دخطیب د ده سره شخړه سوه، ده ته يې وویل چي:

« زه به د جمعې په ورځ د دوو خطبو تر منځ پر تا نفرين ووایم..»

ده جواب ورکئ، چي : « زه له هغه باک نه لرم دا ځکه چي تا په خپل ژوند کي هره جمعه دا دعا کړې ده چي: اللهم اصلح الامير فلان بن فلان- خو خدای تعالی تر اوسه هغه نه دئ اصلاح کړی او ستا دعا يې نه ده منلې»

ډېر حکما او فضلا يې شاګردان وو.

منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ / ۴۲۰ مخ

اسماعیل هروي

د ابراهيم زوی او د معمر قطيعي نمسی، اصلاً د هرات و، خو په بغداد کي  اوسېدئ، او لوی محدث و.

اصغر سبزواری

د افغانستان د سبزوار د سيمي چي اوس ورته «شینډنډ» وايي د دري ژبي شاعر و، او دا بیت د ده دئ:

برنجه ساختن یک قدم نیر زیدم

مګر بخاک برابر نبود، پستی ما

اصيلي هروي

د دري ژبي شاعر و، او په هرات کي اوسېد.

دا بیتونه د ده دي:

محبتی که مرا هست با تو از ازل است

محبت از ازل است آنکه خالی از خلل است

غنيمت است جوانی بگلرخی بنشين

که صحبت گل و فصل بهار بی بدل است.

امامي هروي*

د هرات د فضلاؤ او علماو څخه یو عالم او فاضل سړی دئ سربېره پر دې چي دی يو عالم او فاضل او د کمال خاوند و د فارسي ژبي ښه شاعر هم و. د هغه دېوان له ۲۰۰۰ څخه زيات بیتونه لري. د هغه شعري بيانونه ډېر خواږه دي. وروسته له دې څخه چي دی په هرات کي وزېږېده او د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد. اصفهان او کرمان ته يې سفر وکړ. امامي د شېخ سعدي او خواجه مجدالدين معاصر و. مفتاح التواريخ او تذکرة دولت شاه د ده علمي او لمړنی مقام داسي نقل کوي چي یوه ورځ د دېوان خاوند خواجه شمس الدين محمد او ملک معين الدين پروانه چي د سلطان ابا قاآن په وخت کي د رومي ممالکو حاکم و او مولينا نورالدين رصدي او کرماني افتخارالدين چي د ملک زوزون له نژاده څخه و نو څلورو واړو ذکر شوو فاضلانو په ګډه سره دغه قطعه د خواجه مجدالدين حضور ته ورولېږله او ځواب يې ورځني وغوښت:

تو شمع **فارس مجد ملت و دین

سؤالی می کند پروانهٔ روم

ز شاگردان تو هستند حاضر

رهی و افتخار و نور و مظلوم

چو دولت حضرتت را هست لازم

دعاگو صاحب دیوان ملزوم

از اشعار تو و سعدی، امامی

کدامین به پسندند اندر این بوم

تو کن تعیین این، ای ملک انصاف

بود در دست تو چون مهره و موم

د خواجه مجدالدين ځواب:

ما گرچه به نطق طوطی خوش نفسیم

بر شکر گفته های سعدی مگسیم

در شیوه شاعری به اجماع امم

هرگز من و سعدی به امامی نرسیم

سره له دې دولت شاه وايي دغه فضل چي د امامي هروي په باره کي ویل شوي دي د شعري بدايعو او صنايعو شېوه کي دئ مګر د شېخ سعدي مرتبه لوړه او د ده د مشرب درجه ډېره ده. لاکن سره له دې هم د پورتني قول څخه دامام لوړتيا ښه معلوميږي او که د سعدي سره برابر نه دئ نو باید د دوهمي مرتبې په اول صف کي ودرېږي. سره له دې محمد عارف تعائي، هغه د امام الشعرا په نامه ياد کړی دئ ا و د شاعرانو له اقوالو څخه دا څرګنديږي چي دوی د امام اشعارو ته د شېخ سعدي پر اشعارو ترجېح ورکوي.

د مولينا امامي مربي فخرالملک چي د خراسان له سترو وزراؤ څخه دئ د ده په حق کي يې یوه قصيده ویلې ده. امامي په هرات کي مړ شوی دئ لاکن د هغه په تاريخ کي اختلاف موجود دئ. مفتاح التواريخ ۶۸۰ م کال کښي ليکلی دئ او مجمع الفصحا ۶۷۶ م ليکلی او د شمس الدين شامي قاموس الاعلام ۶۸۰ هـ ویلې ده. د امام اولاده اکثراً قضاة و چي په هرات کي يې ډېر شهرت درلود.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک -۱۱۶ مخ

* د عبدالله بن محمد امامي هروي دېوان چي د (ديوان امامي هروي) په نوم دئ په کال ۱۳۹۴ کي د عصمت خوئیني په تصحیح او زيار په تهران کي چاپ سوی دئ. (یوسفزی).

** د انټرنیټ پر مخ خپاره سويو اشعارو کي د «تو شمع» پر ځای «ز شمس» راغلی دئ. وګورئ ګنجور غزل شماره: ۴۴۴  (یوسفزی)

امېد هروي

د هرات د دري ژبي له شاعرانو څخه و. دا بیتونه  د ده دي:

ديده باز کن ای راهزن قافله ها

که گهرهاست نهان در صدف آبله ها

از لب کم سخن و چشم تغافل نگهت

ورق نرگس و گل کوکه نويسم گله ها

گاه دیوانهٔ زلفیم و گه آشفتهٔ خط

سر نکردیم برون هر گز  ازین سلسله ها

منبع: د افغانستان نومیالي – ۳/۴۹۶ مخ

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

27 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *