Categories

اعلان

Loading…

د سرک د غاړې مړي، په کوڅو کې پراته مړي | آصف بهاند

«سپیو ته میلمستیا»  

میډیا داسې وايي چې د غزني ولایت د روان جنگ په ترڅ کې درنه مرگ ژوبله شوې ده، د جنگي سیمو په واټونو او کوڅو کې مړي پراته دي او له ویرې نه یې څوک په ځای کولای نه شي. د جگړې دلایل او عاملین مالوم دي؛ خو زما ارزونه دا ده چې د جگـړې د دلایلو او عواملو ډیره سلنه، د افغانانو ناپوهې او جهالت جوړوي او د همدې ناپوهۍ وجه ده چې له عظمتونو سره، سره غـزني او د غـزني خلک دا څو ورځې په اور کې سوزي او بدنونه یې مرمۍ او چرې غلبیل کوي.

اړینه نه ده چې د غـزني د عظمت په تاریخ پسې کتابونه ولټوئ، دغو  څو جملو کې یې لوستلای شئ:

«غزني د اسلامي فرهنګ او تمدن زانګو او پلازمینه،
… د غزني څرګند تاریخ له ۱۶۰۰ کاله زیات دی. 
غزني تر ۳۰۰ نه زیاتې لرغونې ودانۍ، زیارتونه، منارونه، برجونه او نور ډولا ډوله فرهنګي پانګې لري.
فکر کوم، له دغو آثارو سره، د خواخوږۍ، د هغو د اهمیت او ساتنې له پاره، په دې څو اورنیو ورځو کې، له یوې نړیوالې اعلامیې پرته، موږ خپله هېڅ ویلي نه دي.»

د جنگي ډلو د وحشت او وینو تویولو په سلسله کې، د غـزني حالت، پر کابل باندې د ټوپکیانو د تسلط د پـیـل، د پـیـښو غملړلی تکرار دی. له پیل نه تر اوسه، د جگړې د روانې ډرامې د وینو او ِغوښو د سوزیدو ټول پیټي عام خلک پر اوږو وړي او په چوپه خوله یې پور پـرې کوي.  

تاریخ او پېښې تکراریږي، خو لږ و ډیر په ځنډ او زماني واټن سره؛ راشه زما د هیواد د غمیزې پاڼې ته لږ ځیر شه او وې گوره چې زموږ د هیواد د روانې غمیزې پر ستیـژ باندې هر کال، هره میاشت، هره اونې، هره ورځ او لا هر ساعت تکراریږي او دا تکرار له یوې خوا زموږ د  ځینوو وطنوالو ژوند ریبي، د جگړې په بټۍ کې کبابوي او له بلې خوا د زرگونو انسانانو روح او روان ته داسې ضربه ورکوي چې رغونه یې ستونزمنه نه، بلکې نا شونې ده.

پر کابل او ټول افغانستان باندې د جهالت او ټوپیکیانو د حاکمیدو د پیل په کلونو کې، د کابل په لویدز کې زما (اصف بهاند) د خپلو سترگو لیدلی حال دی چې د سیاف اتحاد اسلامي او د مزاري وحدتي وحشیانو د جگړو په پای کې د میرویس میدان او سیلو په کوڅو او واټونو کې همداسې مړي پراته وو، لکه اوس چې په غـزني کې پراته دي.

د دویم لاس خبره نه، په میرویس میدان او د سیلو په کوڅو او واټونو کې مې په خپلو سترگو مړي لیدلي چې سپیو خوړل. ښايي عین کیسه اوس د غزني په کوڅو او واټونو کې، د تاریخ د یوه ترخه تکرار په ډول روان وي. په کابل کې د خپلو سترگو لیدلی حال ما په خپل یو اثر «لار ورکي لارویان» کې لیکلی او خپور کړی دی. د دې حال انځورولو ته مې «سپیو ته میلمستیا» (لار ورکي لارویان، بریښنايي بڼه، ۲۳ ام مخ) سرلیک ورکړی دی، دلته به یې یوه لنډه برخه راواخلم:

سپیو ته میلمستیا:

زما پلـرنی کور د کابل په اوومه ناحیه، شوروي سفارت ته ور څیرمه، د دهمرادخان په کلي کې موقعیت درلود، د جګړې له لږ غلي کیدو سره زما کشری ورور احمد شاه بهاند له هغه ځایه زموږ د خبر اخستلو له پاره، زما کور دهبوري ته راغی، څو شیبې سره ناست وو او د جګړه مارو د وحشت کیسې مو سره کولې. وروسته ما و ویل: ته دلته کینه، زه به یو وار کارتې پروان ته د خپلو خُسرخیلو د خبر اخستلو له پاره ولاړشم، ده ویل:

ځه اوس خو ډزې نه شته، زه به هم درسره ولاړ شم.

په بایسکلونو مو پښې واړولې او د سیلو د شا له لارې نه په استفادې سره مخامخ د کارتې پروان دویمې برخې ته ور ښکته شوو. د هغوی د خیریت له خبریدونه وروسته بیا د دهبوري په نیت وخوځیدو. دا وار موږ جرأت وکړ او له پولیتخنیک نه تر میرویس میدانه پر غځیدلي واټ باندې مو د تګ تکل وکړ. موږ په دې نه پوهیدو چې دا هغه اشتباه ده چې کیدای شي زموږ د سر په بیه تمامه شي. خیر را وخوځیدو. سیلو ته په رسیدو سره مو زورونکی خوسا بوی احساس کړ. لږ وړاندې مو د واټ په شا و خوا کې مړي ولیدل. ما مې ورور ته و ویل:

هلکه! په دا بل سرک به د پوهنتون پر خوا ور تاو شوو.

ده ویل:

څوک خو نه شته درځه چې وړاندې څه پیښ شوي دي.

بس زړه نا زړه ور روان شوو. لږ وړاندې، میرویس میدان ته نا رسیده مې د لومړي ځل له پاره ولیدل چې سپیوو مړي خوړل. موږ له ډار او خواشینۍ سره په لمدو سترګو د دې صحنې ننداره کوله، سپیوو کله موږ ته کتل او کله یې د سیاف جان؟ او مزاري جان؟ د ترتیب کړې میلمستیا له د سترخوان نه مړۍ کولې؛ خو د سپیوو کتلو موږ ته یو پیغام را لیږه او موږ ته یې دا مطلب  را پوهاوه.

دا څو توري د سپیو له خوا انسانانو ته هغه مسیژ دی ــ چې د ځینو انسانانو د اعمالو په وجه ــ د انسانیت پر لمن د تور داغ حیثیت لري:

«له تاسې انسانانو نه موږ سپي ښه یو، موږ خپل همنوع نه وژنو، نازوو یې؛ دا ستاسو همنوع دی، تاسو وژلي!

وژل د تاسو خوړل زموږ.

لیوان هم په لویه پښه کې موږ سره ګډیږي، تاسو انسانان چې لیوانو ته داړونکي وایئ، نا سمه خبره ده. سمه یې داسې ده چې تاسو انسانان له لیوانو نه هم داړونکي او وژونکي یاستئ.

لیوان هم داړل کوي؛ خو د انسانانو او لیوانو په منځ کې توپیر دا دی چې لیوان خپل هم جنس باندې حمله نه کوي، وژني يې نه؛

مګر انسانان د خپلو ورونو له زورولو او وژلو خوند اخلي.

انسانان لیوه ته وینې تویونکی او ظالم وایي او د ټولو ګناهونو بار او تهمت په لیوه ور اچوي؛

خو انسانانو داسې کارونه کړي او کوي يې چې لیوان ور باندې شرمیږي.

انسانان یو پر بل څومره ظلم کوي، مګر نوم بدي لیوان دي.

لیوان د ناموس مسألې ته په درنه سترګه ګوري او هیڅ کله یو د بل خور، لور او میرمنې ته په بده سترګه نه ګوري؛ دا انسانان دي چې دغه نا وړه عمل تر سره کوي.

د همدغو دلایلو پر بنا موږ سپیان وایو چې:

ښه ده چې موږ سپي او لیوان یو، نه انسانان…»

د بویونو د څپو په منځ کې له یو عالم غمونو او ډار سره، میرویس میدان ته ورنږدې شوو. د میرویس میدان څلی د سیاف جان؟ او مزاري جان؟ دجنګیالیو تر منځ د برید کرښه وه. له څلي غربي لوري ته یو تن د پښو پر سر ناست و او ټوپک یې داسې په غیږ کې ټینګ نیولی و، لکه خپل زوی یې چې وي. موږ ته یې هیڅ و نه ویل. موږ د میرویس میدان د تیلو پر ټانک را تاوشوو. هیڅوک نه لیدل کیدل، د کبابي هراتي نومي رستورانت مخې ته ورسیدو، د کافي ټولې کړکۍ او شیشې ماتې وې، موږ ویل ځه څوک نه شته؛ خو ناڅاپه د کافي له منځه غږ وشو:

«صبر کو!»

له کبابي هراتي نه یو تن را ووت، د وحدت، د ګوند جنګیالی و او زموږ پلټنه یې وکړه، د پلټنې په ترڅ کې یې و پوښتلو:

«کیستي، کجا موري، قوم تو چییه؟»

او فرعي سرک ته د تللو امر یې وکړ. ده غوښتل موږه هم د سپیو خوراک کړي، ما او احمدشاه جان په سترګو کې خدای پاماني سره وکړه؛ خو د کافي له منځه نا څاپه غږ وشو:

«صبر کو!»

غږکونکی له کافي څخه د باندې را ووت، خیرن کالي، ببره ږیره، اوږدې څڼې، په خاصه فلمي ادا زموږ مخې ته ودرید، احمدشاه جان يې مخاطب کړ، ویې پوښته:

«تو امو فلم بردار نیستي؟»

احمدشاه به کله، کله د خلکو د خوښۍ محفلونه فلم برداري کول، نو په پټ غاړه یې ورته و ویل: استم.

جنګیالي خپل ملګري ته و ویل:

«بانیشان که برن.»

په دې ډول خدای تعالی د مرګ له کومې را ویستلو.

زما کور چې د کبابي هراتي په دری سوه مترۍ کې موقعیت درلود، ور وخوځیدو. د رحمان بابا د لیسې په مخ کې د سرک په منځ کې یو مړی پروت و. د تودې هوا له کبله مړی ډیر پړسیدلی و، یو بړستن ډوله ځل یې پرې د پاسه اچولی و. د لیسې په مخ کې یو وحدتي ټوپکوال ولاړ و، د دې له پاره چې خپله قهرماني او غرور موږ ته وښي، خپل ملګري ته یې و ویل:

«پرتو، یګ لیاف دګام سرې اوغان پرتو که خنک نه خوره.»

زه فکر نه کوم چې د غـزني، د غزني پر اوسېدونکو او د غزني په واټونو او کوڅو کې د پرتو مړو حالت به د کابل له عین حالت نه ــ چې پاس یې د غمیزې یوه برخه راوړل شوه ــ کوم توپیر ولري. ملامت په لومړي گام کې خلک دي، چې ماسم فکر لري او پر ماسمه لار باندې روان دي، باید د خلکو په افکارو کې د یو فکري انقلاب تر برید پورې بدلون راوړل شي.

زموږ د خلکو د ککریو په گومبزه کې

د پوهې د ډیوې د بلیدو په هیله!

27 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *