Categories

اعلان

Loading…

د هورمز تنګي نړیوال حقوقي رژیم؛ ایا ایران د هورمز د تړلو حق لري؟

نظیم سمون

د جنوبي اسیا نړیوال پوهنتون د نړیوالو حقوقو د ماسټرۍ د دویم کال محصل

د ایران ولسمشر حسن روحاني د روان میلادي کال د جولای پر څلورمه د امریکا متحده ایالاتو له لوري د نویو اقتصادي بندیزونو په غبرګون کې په سویس کې یوې غونډې ته وویل، «امریکا غواړي چې د ایران د نفتو پر صادراتو بشپړ بندیزونه ولګوي، خو امریکا د دې خبرې په معنا نه پوهېږي، دا هېڅ معنا نه لري چې د ایران نفت دې نه صادرېږي، خو د سیمې هېوادونو نفت دې صادر شي» ورپسې د ایران د انقلابي ګارد قومندان وویل چې که اړتیا پېښه شي، د هورمز تنګي د تړلو لپاره بشپړ چمتووالی لري او په خبره یې دښمن ته به وښيي چې هورمز به یا د ټولو پر مخ خلاص وي او یا به تړلی وي. په همدې حال کې تېره اونۍ د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې وویل چې متحده ایالات او په خلیج سیمه کې د هغوی متحدین چمتو دي چې په هورمز تنګي کې د ایران د مداخلې مخه ونیسي.

له سویز، پاناما او ملاکا تنګیو څخه وروسته هورمز څلورم نړیوال ستراتیژیک تنګی دی چې د عمان خلیج او فارس خلیج ترمنځ موقعیت لري. هورمز د عرب او هند سمندرونو ترمنځ د اتصال مهمه نقطه ده. دغه تنګی شاوخوا ۲۸۰ کیلو متره اوږدوالی او نږدې ۴۶ کیلو متره سور لري.

هورمز نړیوال مارکېټ ته د نفتو د صادرولو یو مهم معبر ګڼل کېږي چې د اټکل له مخې په ورځ کې ۱۸ میلیونه بیرله خام نفت له دغې لارې اسیايي، اروپايي، امریکايي او افریقايي مارکېټونو ته صادرېږي. د امریکا د انرژۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دغه شمېرې د نړۍ د نفتو د ټولو صادراتو کابو ۸۰ سلنه جوړوي. په دې سیمه کې د فوسیلي انرژۍ بډایه او ستر تولیدوونکي هېوادونه لکه سعودي، عراق، متحده امارات، قطر، عمان او بحرین اړ دي چې خپل نفت او ګاز د هورمز له لارې نړیوالې بازارونو ته ولېږدوي. د خلیج حوزې نږدې ۷۵ سلنه نفت  یوازې جاپان پېري، چې لویه برخه یې له سعودي، قطر، متحده عرب اماراتو او کویټ څخه تامنېږي. همدارنګه د امریکا متحده ایالات هم د خپل اړتیا وړ ۱۳ سلنه نفت له خلیج هېوادونو څخه پېري.  پر نفتو او ګازو سربېره؛ د هورمز له لارې پر سوداګریزو توکو بار هره ورځ لسګونه کانټینري بېړۍ په دغه اوبیز مسیر کې تګ راتګ کوي. هورمز د خپل همدغه ستراتیژیک ارزښت له امله هم پخوا او هم اوس د نړیوالو قدرتونو لپاره د پام وړ سیمه ده. په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې، کله چې اروپايي استعماري قدرتونو پر سمندر ولکه ټینګه کړه، هورمز هند سمندر ته د لاسرسي لپاره ډېر مهم وګڼل شو. د هند نیمه لویې وچې تر اشغال وروسته لویې برېټانیا هڅه کوله چې د دغه معبر له لارې هند سمندر ته د نورو اروپايي قدرتونو د راتګ مخه ونیسي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته – په ځانګړې توګه د سړې جګړې په جریان کې نه یوازې هورمز، بلکې ټوله خلیج حوزه د متحده ایالاتو او لوېدیځ لپاره ستراتیژیک ارزښت پیدا کړ. د متحده ایالاتو وېره دا وه چې دغه سیمه د شوروي اتحاد لاس ته ور نه شي، ځکه چې شوروي د خپل سمندري ځواک د پراخولو په لړ کې د خلیج پر دغې مهمې سیمې د ولکې ټینګولو هڅه کوله. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته برېټانیا د ایراني پاچا رضا شاه پهلوي د واکمنۍ پر مهال د ایران د نفتو استخراج باندې پانګونه پیل کړه. برېټانیا په ورته وخت کې له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۷۹ پورې په هورمز کې پوځي حضور درلود او د دې نړیوال تنګي د امنیت چارې یې سمبالولې. له ۱۹۷۱ کال وروسته برېټانیا د امریکا متحده ایالاتو ته بلنه ورکړه چې په هورمز کې نظامي حضور ته اوږه ورکړي. په ایران کې د اسلامي انقلاب تر بریا وروسته په تهران کې د انقلاب د پلویانو له لوري د امریکا پر سفارت برید او د امریکايي ډیپلوماتانو د یرغمل پېښې د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د ایران او متحده ایالاتو اړیکې سختې کړکېچنې کړې. دا وخت د امریکا وېره دا وه، چې ښايي ایران د هورمز تنګی وتړي. په ورته وخت کې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل هم امریکا اندېښمنه کړې وه چې ګنې له دغه تنګي څخه د نفتو صادرات به له خنډ سره مخ شي. متحده ایالاتو د ۱۹۸۰ کال د سپټمبر پر ۲۷ مه د یوه رسمي بیان له لارې ګواښ وکړ چې د نړیوالې بېړۍ چلونې بهیر د خوندیتوب په موخه د هورمز د امنیت لپاره هر ډول پوځي اقدام ته چمتو ده. د ۱۹۸۸-۱۹۸۰ کلونو ترمنځ د ایران او عراق د جګړې یوه برخه په فارس خلیج او هورمز تنګي کې تېره شوه چې د «ټانګر جګړې» په نامه یادېږي. په دې سمندري جګړه کې چې متحده ایالات هم د تنګي د امنیت په پلمه له ایران سره ښکېله شوې وه، ۴۰۰ انسانان ووژل شول او شاوخوا ۵۰۰ نفت وړونکې او نورې تجارتي بېړۍ ویجاړې شوې.

همدارنګه پر کوېټ د عراق د یرغل پرمهال متحده ایالاتو یو ځل بیا فارس/عربي خلیج ته خپل پام واړاوه او له کوېټ څخه د عراقي پوځیانو د شړلو په موخه د «صحرا توپان» تر نامه لاندې عملیاتو په لړ کې یې په هورمز او فارس خلیج کې د نه الوت «No fly zone» سیمه رامنځته کړه چې تر ۲۰۰۳ کال پورې یې دوام درلود. په ۱۹۹۸ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر بل کلنټن له فارس خلیج څخه د افغانستان په خاوره کې د القاعدې مرکزونو د ویشتلو امر وکړ. د هورمز پر جیوپولټیک ډېر بحث کېدای شي، ځکه چې له دغه سمندري معبر څخه ګټه اخیستنه د ایران او لوېدیځ ترمنځ تل یو ناندریز بحث پاتې شوی. زه په دې لنډه لیکنه کې هڅه کوم چې یوازې د هورمز پر حقوقي رژیم تم شم او له دې هاخوا د موضوع د نورو اړخونو راسپړنه له خپلې سویې پورته ګڼم. په دې لنډه لیکنه کې لومړی پر هورمز تنګي واکمن نړیوال حقوق څېړم، ورپسې د هورمز تنګي حقوقي رژیم بیانوم او بیا په پای کې د لیکنې نچوړ وړاندې کوم.

پر سمندرونو نړیوال واکمن حقوق

د سمندري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کال نړیوال کنوانسیون (UNCLOS) د ساحلي او ازادو اوبو د تنظیم معتبر نړیوال سند ګڼل کېږي، چې حاضر دمه ۱۶۸ دولتونو لاسلیک کړی دی. تر دې وړاندې د ملتونو ټولنې په نوښت په ۱۹۳۰ کال کې د داخلي اوبو په تړاو د هاګ کنفرانس او په ۱۹۵۶ کال کې د ملګرو ملتونو  په نوښت د جینیوا کنوانسیونونو لړۍ د سمندري حقونو په اړه ځینې قواعد او اصول رامنځته کړل.  د ۱۹۸۲ کال کنوانسیون په حقیقت کې د جینیوا کنوانسیونونو تکاملي او پرمختللې بڼه ده چې ځینې حقوق پوهان یې د سمندرونو اساسي قانون هم بولي.  دغه نړیوال کنوانسیون چې هر اړخیز او جامع سند دی، د نړیوالو تنګیو په ساحلي اوبو کې د بې ضرره عبور حق (Innocent passage) او د ټرانزیټي عبور حق (Transit passage) په رسیمت پېژندلي دي. د پورتنیو دوو مهمو حقوقي اصلونو پر بنسټ ساحلي دولتونه مکلف دي چې د خپل قلمرو دننه اوبو کې د بېړۍ چلونې حقوقي رژیم د همدغو دوه اصولو په رڼا کې تعریف کړي. د کنوانسیون د ۱۷ مې مادې پربنسټ، د ټولو ساحلي او په وچه کې ایسارو هېوادونو اړونده کښتۍ د دولتونو تر قلمرو لاندې اوبو کې د ‘بې ضرره عبور’ حق لري. د کنوانسیون د ۱۹ مې مادې لومړۍ فقره بې ضرره عبور داسې تعریفوي: «عبور هغه وخت بې ضرره ګڼل کېږي چې د ساحلي دولت سولې، نظم او امنیت ته زیان ونه رسوي.» د یادې مادې په دویمه فقره کې زیاته شوې:«د یوې بهرنۍ کښتۍ عبور هغه وخت د ساحلي دولت سولې، نظم او امنیت ته خطر ګڼل کېږي چې په لاندې فعالیتونو کې ښکېله وي:

الف: د ساحلي دولت ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې ګواښ یا د ځواک استعمال؛

ب: له وسلو یا ورته نورو وسایلو له لارې د ساحلي هېواد په اوبو کې تمرینات

ج: د ساحلي دولت د امنیت یا دفاع پرضد د معلوماتو راټولول او …»

همدارنګه د کنوانسیون ۳۸ مه ماده کې د ټرانزیټي عبور په اړه څرګنده شوې چې ټولې کښتۍ او الوتکې له تنګیو څخه د ټرانزیټي عبور حق لري او او ساحلي دولتونه یې باید مخه ونه نیسي. د یادې مادې پربنسټ ټرانزیټي عبور د بېړیو او الوتکو هغه ازاد تګ راتګ ته ویل کېږي چې له تنګي څخه د جاري او چټک عبور په مقصد د ازادو اوبو یا انحصاري اقتصادي زون له یوې برخې څخه بلې ته ترسره کېږي. د کنوانسیون په ۳۹ مه ماده کې د هغو الوتکو او بېړیو وجایب هم په ګوته شوي چې له تنګي څخه عبور کوي. ټرانزیټي عبور باید له کوم توقف پرته مستمر یا جاري وي او د ساحلي هېواد ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ ته ګواښ متوجه نه کړي. جنګي بېړۍ هم کولای شي چې د کنوانسیون د موادو او قواعدو په رعایت سره له نړیوالو تنګیو څخه عبور وکړي.

د هورمز تنګي هغه اوبه چې د نړیوالې بېړۍ چلونې لپاره مساعدې دي، د ایران او عمان په قلمرو کې شاملېږي. د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کنوانسیون د درېیمې مادې له مخې هر ساحلي دولت حق لري چې له ساحل څخه د سمندر د منځ په لور خپل قلمرو له ۱۲ سیندیز مایل ( 12 nautical mile) څخه چې د نږدې ۲۲ کیلو مترو معادل کېږي، پراخ نه کړي. د هورمز تنګی دننه اوبه پر درې برخو وېشل شوې دي:

۱. د ایراني قلمرو اوبه چې د نړیوالو حقوقو له مخې ۱۲ سندیز مایله (۲۲ کیلو متره) کېږي؛

۲. د عمان قلمرو اوبه چې د نړیوالو حقوقو له مخې ۱۲ سندیز مایله (۲۲ کیلو متره) کېږي؛

۳. ازادې اوبه (High sea) چې د ایران او عمان د ساحلي اوبو ترمنځ ۲ کیلو متره کېږي.

د نړیوالو حقوقو له مخې ایران او عمان حق نه لري چې له خپلو ۲۲ کیلو متره ساحلي اوبو هاخوا په ازادو اوبو کې مداخله، نظارت او یا هم د بېړیو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. سره له دې چې ایران د ۱۹۸۲ کال کنوانسیون لاسلیک کړی دی، خو تصویب کړی یې نه دی. همدارنګه امریکا هم د دغه کنوانسیون غړیتوب نه دی اخیستی.

د هورمز حقوقي رژیم او د ایران حق

له ۱۹۸۲ کال مخکې په سمندرونو کې د «نه ځنډېدونکی بې ضرره عبور» رژیم واکمن و. د بې ضرره عبور اصل د ۱۹۵۸ کال د جینیوا کنوانسیون کې تدوین شو، خو تر دې وړاندې یاد اصل اوږده تاریخي مخینه لري چې حقوقپوهان یې د عرفي حقونو په ډله کې شمېري. د عدالت نړیوالې محکمې هم د کورفور کانال په قضیه کې (۱۹۴۹-۱۹۴۷) بې ضرره عبور اصل یوه عرفي قاعده ګڼلې ده.

ایران د جیینوا کنوانسیون غړی دی او مکلف دی چې د بې ضرره عبور حق ته درناوی وکړي. ایران یوازې په هغو مواردو کې د کښتیو د تګ راتګ مخه نیولی شي، چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په ۱۹ مه ماده کې یې وړاندوېنه شوې ده. هغه نفت وړونکې بېړۍ چې د هورمز له تنګي څخه تېرېږي، بې له دې چې سولې، نظم او امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د بې ضرره عبور له نړیوال حق څخه برخمنې دي. ایران په خپل قلمرو کې په هغه صورت کې د بېړیو د تګ راتګ مخنیوی کولای شي چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ ته یې ګواښ متوجه وي.

له بلې خوا د ټرانزیټي عبور حق نوي دوکتورین دي چې په لومړي ځل د ۱۹۸۲ کال په کنوانسیون کې ومنل شو. د ایران حکومت دغه اصل ته ځکه ځان پابند نه بولي چې د کنوانسیون غړیتوب نه لري. خو له بلې خوا د یاد کنوانسیون ځینې مفادات یې منلي دي. د جینیوا کنوانسیون د ساحلي اوبو عرض ۳ سندیز مایله ټاکلی و، په داسې حال کې چې په نوي کنوانسیون کې ۱۲ مایله ټاکل شوی دی. همدارنګه ایران له هورمز تنګي څخه د امریکا د پوځي بېړیو د تېرېدو مخالفت کوي. په ۲۰۰۸ کال کې ایران د امریکا جنګي بېړیو ته خبرداری ورکړ چې په هورمز تنګي کې د ایران ساحلي اوبو ته داخلې شوې دي، خو امریکا د ټرانزیټي عبور حق باندې استناد کاوه. په همدې حال کې، امریکا هم د ۱۹۸۲ کنوانسیون غړې نه ده.

پایله

د تنګي د تړلو موضوع د حقوقي هغه پر ځای تر ډېره سیاسي رنګ لري چې ایران یې د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو پر وړاندې د فشار د نقطې په توګه کاروي. په عادي حالاتو کې د تنګي تړل د نړیوالو قراردادي او عرفي قوانینو خلاف کړنه ده. سره له دې چې ایران د سمندري حقونو د ۱۹۸۲ کنوانسیون غړی نه دی، خو د جیینوا د ۱۹۵۶ کنوانسیون له مخې مسوولیت لري چې د بې ضرره عبور حق رعایت کړي. پر دې سربېره؛ د بې ضرره عبور حق نړیواله عرفي قاعده ده چې ټول دولتونه یې پر رعایت مکلف دي. ایران حق نه لري چې د خلیج هېوادونو د نفت لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ مخه ونیسي، ځکه چې په هورمز تنګي کې حاکم حقوقي رژیم د «Innocent passage» له اصل څخه پیروي کوي.

په ورته وخت کې د ایران له خوا د هورمز تنګي تړل به د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه له ځان سره ولري. د دې عمل پر وړاندې د نړیوال غبرګون په برخه کې دوه سناریو ګانې د بحث وړ دي. لومړی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې دنده پر غاړه لري، د عمل ابتکار په لاس کې واخلي. امنیت شورا به په لومړي قدام کې پر ایران لا سخت تعزیرات وضع کړي او که سیاسي فشارونو نتیجه ور نه کړه، د قوې د استعمال احتمال هم نه شي ردېدای.

دویمه سناریو دا ده چې ښايي امریکا او خلیج هېوادونه د ایران پرضد په یو اړخیز پوځي اقدام لاس پورې کړي. دا اقدام به د هورموز تنګي کلابندي او خلاصون وي.

پای

 

 

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *