Categories

اعلان

Loading…

‎راتلونکی اوربند | مینه منګل 

‎سوله موږ ته با ارزښته ده ځکه چې جګړې دا کلونه کېږي چې هر څه یې له موږ ‎څخه اخیستي دي.
‎روانو جګړو یو طرف ته هم ګټه نده رسولې ، خو دا هم حقیقت دی چې افغانان د جګړې طرفداره ندي، افغانان ورور وژنه نه غواړي، افغانان د بل هېواد په چارو کې لاسوهنې نه غواړي، افغان امنیتي ځواکونو کله هم تعرض ندی کړی، تل پر دوی تعرض شوی.
‎پاکستان او د سیمې استخباراتي کړۍ کله هم د افغانستان د پاره سوله نه غواړي، نو ځکه هڅه کوي چې د پنجاب او یو شمېر نور هېوادونو   ترهګر افغانستان ته راولېږي ، څو دلته د جګړې اور تود وساتي، او د افغانانو خوښۍ په غم بدلې کړي.
‎یو طرف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر د اوربند خبرې روانې دي، خو بل طرف ګورو چې په غزني ولایت کې سخته جګړه روانه ده ، ارزګان کې مو امنیتي ځواکونه د محاصرې په حال کې دي، فاریاب کې مو امنیتي ځواکونه شهیدانېږي، د پکتیا په احمدخېلو، او لجې منګل ولسوالیو کې جګړه روانه ده .
‎دا جګړې  پردۍ ده خو د افغانانو د ژوند په قیمت تمامېږي.
‎دا حالات تغیر ته اړتیا لري، ولسمشر غني په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې روانې جګړې د سولې د لارې ودروي.
‎هغه جګړه چې پردۍ وي او مدیریت  یې پاکستاني پوځیان کوي ستونزمنه ده چې زر د پای ومومي، خو دا چې زموږ د دولت اراده او تصمیم د سولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر جدي دي،  باور لرو چې انشاءالله دا هڅې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې مثبتې پایلې ولري.
‎په تېر کوچني اختر کې د اوربند پر مهال موږ وسله وال طالبان ولیدل چې دوی څومره له جګړې ستړې دي، او څومره د سولې تږې دي، او دوی هم د خپلو مشرانو تصامیمو ته په تمه دي.
‎که چېرې د وسله والو طالبانو مشران وغواړي نو په افغانستان کې به روانه جګړه پایته رسېږي.
‎د افغانستان حکومت، او د سولې عالي شورا هیله ښودلې چې په لوی اختر کې به دوهم اوربند اعلانوي، او دا ځل اوربند به اوږد مهاله وي.
‎موږ د افغانستان حکومت د مشرانو پرېکړو ته درناوی لرو او پر زحمتونو یې ویاړو ، دا مشران مو د یوه سوله ییز افغانستان د پاره کار کوي، زحمتونه ګالي، د افغانستان راتلونکو نسلونو ته بنیادي کارونه ترسره کوي، د افغانستان ټول ولس ته پکار ده چې د خپل موجوده نظام د جوړښت په برخه کې د خپلو مشرانو ملاتړ وکړي، که چېرې موږ نور پرمختللي او امن هېوادونه وګورو نو دا درک کولی شو چې د حکومت تر څنګ د هغو هېوادونو ولسونو د خپل هېواد د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر خدمت کړی.
‎نو موږ هم کولی شو چې د هېواد په جوړښت او امن کې مثبت رول ولوبوو. ‎د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ټول دیني علما مسوولیت لري چې د راتلونکي، اوربند په غځېدو کې تبلیغات وکړي، او د جګړې څخه هغه ځوانان راوګرځوي چې د پردیو په لمڅون او یا هم د نورو مجبوریتونو له امله یې  وسلې را اخیستي او جګړې کوي، په داسې خلکو د دیني علمانو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېر تاثیر لرلی شي.
‎ځوانان چې د ټولنې یوه مهمه برخه ده دوی هم کولی شي چې ددې اوربند په غځېدو کې مثبت رول ولري، ځکه چې د وسله والو په لیکو کې اکثریت تنکي ځوانان دي، زموږ روڼ انده ځوانان هم کولی شي چې هغه ځوانان له جګړې څخه راوګرځوي چې د مختلفو عواملو له امله څخه یې وسلې را اخیستي او ورور وژنې کوي.
‎که دې وسله والو ته د افغانستان روڼ انده ځوانان د جګړې په ضررونو او د سولې په ارزښتونو تبلیغات وکړي نو حتمآ تاثیر لرلی شي.
‎یعنې په ټوله کې د افغانستان ټول ولس که چېرې بغیر د هېڅ راز قومي،او ژبني تعصیب څخه د خپل حکومت د تصامیمو ملاتړ وکړي او په هر ګام او هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ورسره همکار واوسي نو باور لرمه چې دا اوربند به تلپاتی کېږي.
‎د یو موټي او پرمختللي افغانستان په هیله .

482 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. انور Reply

    سوله نه كيزي هسي وخت ظايع كول دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2