Categories

اعلان

Loading…

د سرطاني حجرو د منځ د لیدلو لپاره سینسر جوړ شو

اند- د امریکا په ماساچوسیټ کې د (ایم آی ټي) پوهنتون څېړونکو یو ډول سینسر جوړ کړی چې په وسیله یې د سرطاني حجرو یا هغو حجرو چې په سرطان اخته شوي، منځ لیدل کېدای شي.

دا سینسر همداراز دا امکان برابروي چې د درملنې لپاره د مختلفو کیمیايي درملو په وړاندې د حجرو عکس العمل معلوم شي.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سینسر، د انسان په حجرو کې موجود پراکسایډ هایدروجن تشخیصوي، د نویو درملو، چې په سرطاني حجرو کې د شته پراکسایډ هایدروجن د زیاتېدو سبب کېږي، اندازه معلوموي.

په حجرو کې د دې مادې زیاتېدا د انسان د مړینې سبب کېږي.

د ماساچوسیټ د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو دا سینسر د انسان پر دوه ډوله حجرو ازمویلی چې یوه یې د پیپرلانګمین په نوم درملو په وړاندې مقاومه ده او بله یې مقاومت نه لري.

له دې نوي سینسر څخه په استفادې څرګنده شوه چې په مقاومه حجره کې د پراکسایډ هایدروجن اندازه بدله نه شوه خو په نامقاومه حجرو کې د دې مادې اندازه زیاته شوه.

د څېړونکو په باور له دې نوی سینسر څخه دوه مهم کارونه اخیستل کېدای شي چې یو یې په سرطاني حجرو کې د پراکسایډ هایدروجن په زیاتېدو کې د درملو د مثبت اغېز د اندازې معلومول دي او بل د دې ډول درملو تر کارولو وړاندې د ناروغ د وضعیت څېړل.

759 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2