Categories

اعلان

Loading…

د همغږۍ لېنک | عصمت الله صالح‎

څه وخت مخکې کابل ته روان وم، یو ځوان مې ترڅنګ ناست و، ویل یې: ((په ترافیکو کې مې داسې ملګری و، چې د ده په شتون کې مې هېڅکله د خپلې کورنۍ د نشتون احساس نه کاوه. ورځې تېرېدې یوه ورځ ښار ته روان شوم، ناڅاپه په ګڼه‌ګوڼه کې له څو ترافیکو سره په لانجه کېوتم… یوه ورځ مې دې ملګري کور ته بوتلم، له ډوډۍ مخکې مې د ترافیکو کیسه ورته شروع کړه او د دوی له ناسم چلنده مې سر ټکاوه؛ خو ما لا کیسه نه وه خلاصه کړې، چې سمدلاسه مې ملګری غوسه شو او زه یې د هغه ناپېژنده ترافیکو پر وړاندې له هره اړخه پړ وبللم. لنډه دا چې ماهم خپل دلیلونه ویل او هغه هم له سر‌ټمبګۍ پول استفاده کوله. اخر خبره تر دې پورې ورسېده، چې په نیم ساعت کې زما او د ده ترمنځ دغه پنځه‌ کلنې ملګرتیا ته د پای ټکی کېښودل شو او بې ډوډۍ ترې راووتم.))

د ځوان دې خبرو ته په کتو، دا ډول اندونه په زښته زیاتو اذهانو شته او ډېر تحت‌الشعورونه ترې مالامال دي. دېته موږ د همغږۍ مضبوط لېنک ویلی شو، یوه اړیکه ده، هغه پړي ته ورته دي، چې غل یې د یو ویده انسان تر پښو تاووي او ټوله هستي ترې په شا کوي. له دې خیالاتو د ژوند ډېر اړخونه ډک دي، په عشق کې یې هم تظاهر شته؛ زه مې که د معشوقې په کومې نږدې ملګرې پسې بد ووایم، ممکن خوله مې څټ ته راباندې واړوي؛ خو حال دا چې په عیني عشق کې، یوازې عاشق په معشوقه او معشوقه په عاشق کې ورکېدل دي.

شاعر وايي:

تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې

راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

همدا راز د همږغۍ دغه لېنک زموږ په تحصیلي نظام کې هم ښه مضبوط دی. د یو مسلک اړوند استادان که هر څومره له یو بل سره په تضاد کې ډوب وي؛ خو محصل چې په دوی کې له کوم یوه سره علمي بحث کوي او د عدم‌درناوي پرمهال تر جدیته رسي، په نورو استادانو کې په ډېریو د تندر د ګوزار غوندې لګېږي او د دې استاد پر وړاندې د محصل مستدل انکار ورته شین کفر ښکاري.

دا سمه ده، چې ژوند د پدیدو ټولګه ده او دا ښکارندې ټولې له یو بل سره مضبوطې اړیکې لري. ما د جبر او اختیار په مساله کې هم څو ځله دا خبره کړې، چې انسان په مکمل ډول/ تر ډېره مجبور دی، همدغه جبر دېته اړ کړی، چې بل ته لاس ورکړي او په کلیشه‌يي اصطلاح په تمامه مانا د درک پیاوړی ځواک ولري؛ خو بلخوا که فردي استقلال ته راشو، بیا نو د ژوند دې بُعد ته د انسان دومره عمیق مجبوریت هېڅ د منلو نه دی؛ ځکه هلته په پرانیستو اذهانو کې د ازادو افکارو تبادله صورت نیسي او د همغږۍ هغه لېنک ته اړتیا نه پېښېږي، چې موږ یې د عظیم جبر په نوم پېژنو.

ژان پل سارتر لېونی نه و، چې انسان یې د انسان له‌پاره دوزخ باله. زما په اند د ده یوازینی هدف د همدغه لېنک پرې کول وو، چې موږ په عدم‌تفکر کې په همغږۍ نومولی.

265 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *