Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

پوهنمل حاجي محمد نوزادي  

دوهمه برخه:

       داخبره بیا چي ګویا شوروي ماهرانو دا زیرمي په اتیایمو کلونو کي کشف کړیدي ، پر ځای نده . دلته دوې خبري د پام وړ دي چي یوه یې د کان کشف او موندل دي او بله یې په معدن کي د پرتو زیرمو دڅومره والی ( کمیت ) یا مقدار محاسبه ده . زه د اوږدو کلونو د پاره د ټول افغانستان په کچه بیله نفت او ګازو چی د تیلو په ملي موسسې پوري یې اړه درلوده ، د نورو ټولو معدنو د لټولو او د ټول هیواد د جیولوجیکي سروې او هایدروجیولوجيکي چارو مسئول وم چي پدې توګه مي هرڅه تر سترګو لاندي تیر شویدي . اتیایم کلونه تر شوروي یرغل ( ۲۷ / ۱۲ / ۱۹۷۹ ) وروسته د وطن د ازادۍ پخاطر د جنګ کلونه وه. د ۱۹۸۰ د پیل څخه د عینک د مسو پر معدن باندي له کار نه پرته نور نژدې په ټولو ولایتونو کي د جیولو جیکي نقشې اخیستلو (نقشه برداري ) او کان پلټني په موخه زموږ ټول ساحوي کارونه د امنیت د نشتوالي له کبله یو په بل پسې په ټپه و دریدل چي د عینک د معدن د ساتلو خبره زما په نورو لیکنو کي په لږ زیات تفصیل سره یاده شویده . له دې نه پرته د بغلان ولایت په پلخمري کي د کرکر ــ دودکښ د ډبرو سکرو پر کان او د غوري د سمنټو فابریکې د پاره د اومو موادو پر څیړلو باندي هم په ټاکلي کچه کارونه روان وه . د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجي سروې د چارو ریاست چي د ۱۹۷۸ کال په پیل کي یې د بیلګي په توګه  نژدی ۳۶۰۰ تنه پرسونل درلود، د اتیایمو کلونو په پای کي دا چي د کار ساحه یې ډیره محدوده شوې وه ، تشکیل یې نژدي نیمي برخي ته را ټیټ شو. پدي شمیر کي هم زیاته برخه هغه مسلکي کسان و ساتل شوه چي د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه یې ديپلومونه درلودل . دا هغه مهال وو چي د کابل پولي تخنیک انستیتوت د اړوندي څانګي ، د کابل پوهنتون د سیانس پوهنځي د جیولوجي څانګي او همدارنګه د شوروي اتحاد د اړوندو تعلیمي موسیسو څخه یو په بل پسې محصلان فارغیدل چي باید په دنده ګمارل شوي وای . دا یو ډیر ستونزمن کار وو. زه پدې ښه پوهیدم چي دا مسلکي کسان یوه ستره ذخیروي پانګه ده او دا هیله مي هم له لاسه نه وه ورکړې چي یو وخت به د شوروي یرغلګرو ټغر ټول ، په وطن کي به بیا ارامي او امنیت راشي اودغه مسلکي پانګه به په کار واچول شي . له بده مرغه مي دغه خیال او خوب رښتیا نه شو . د مسلکي کادرونو د ساتلو په موخه مي کال په کال د غیر مسلکي پرسونل په کمیدو سره د مسلکي تشکیل برخه زیاتول . د نیکه مرغه ددغه ریاست ټول لګښتونه د دولت له انکشافي بودجي له لاري په پام کي نیول شوي وه چي د پلان په وزارت پوري یې اړه درلودله او هلته زیات شمیر داسي مسلکي کادرونو کار کاوه چي زما د دغو هلو ځلو په اهمیت پوهیدل . ځکه یې نو د بیروکراتیکو جنجالونو سره نه مخامخ کولم . که چیري دا لګښتونه د عادي بودجي د لاري وای ، نو د مالیی وزارت زوړپالو بیروکراتانو به هیڅکله هم زما دغه موخه درک کړې نه وای .  

      پدې کلونو کي مو د مسلکي کادرونو ډیره برخه ددي د پاره چي بیخي بیکاره پاته نشي، په هغو کارونو لګیا کول چي ډیر اړین نه وو .البته یو د پام وړ شمیر کسان د کابل په ولایت کي په هایډروجیولوجیکي (د ځمکي لاندي اوبو څیړنه) کارونو ، د ساختماني موادو د معدنو د کمیت او کیفیت په څیړلو ، جیوفیزیکي کارونو او په یو لړ ډیرو ګټورو کارونو لکه جیوانجینري څیړنو بوخت وو چی د پلان شوو ودانیو او تاسیساتو د بنسټ د فیزیکي او میکانیکي ځانګړتیاوو څیړني یې سر ته رسولې . دغه د جیو انجینري کارونه ډیر اړین وه چي د پروژو جوړولو مرکزي انستیتوت ( پما ) د ادارې په سپارښت تر سره کیدل .

     پکارده د ډیري خوښي په څرګندولو سره ووایم چي د معدنو او جیولوجي سروې په ریاست کي ډیر صمیمی او وطنپال پرسونل را ټول شوی وو چي د مشرتابه کړیو او کارکونکو تر منځ په لوړه کچه متقابل احترام او پوهاوی واکمن وو . همکارانو مي ستونزي ښه درک کولي او په حل کي یې د زړه له کومي مرسته راسره کول ، خو د خاد اجنټانو او په ګوندي لومړي سازمان کي یو څو تنو د ګوتو په شمار فرصت طلبو او ناځوانه کسانو پخپلو دسیسه بازیو سره بیشمیره ستونزي راته زیږولې . همکارانو مي زیات درناوی راته کاوه او د یوې ټینګي کلا په شان رانه چاپیر وه چي باید د زړه د کومي یې منندوی اوسم .

     د لوړو اړینو یادولو وروسته به راشم د پنتاګون راپور او په هیواد کي د معدني زیرمو د څرنګوالي موضوع ته :

      په افغانستان کي د شوروي ماهرانو په مټ د جیولوجیکي نقشې اخیستلو (نقشه برداری) او کان لټولو ډیر کارونه د شپېتمو او اویایمو کلونو په ترڅ کي تر سره شویدي، نه په اتیایمو کلونو کي، لکه د پینتاګون په راپور کي چي یې یادوونه شویده . د شورویانو د دغه وخت د ترسره شوو کارونو په سلګونو پنډ پنډ راپورونه او بیشمیره اړوند علمي اسناد په انګریزي او روسي ژبو اماده او د کانو او جیولوجي د سروې ریاست په ارشیف کي ساتل کیدل چي یوه برخه یې د تنظیمي ناورین پر مهال د اور لمبو و خوړل او د نیکه مرغه زیات شمیر یې د وطنپالو انجینرانو او نورو کارکونو په مرسته د ډیرو ستونزو په ګاللو سره و ژغورل شول او په خیرخانه مینه کي د ریاست د تخنیکي خدمتونو په څانګه کي چي هغه وخت تر یوې کچي د امن سیمه وه ، په خوندي ځایونو کي ځای پر ځای شول. البته ددې جریان کیسه په زړه پوری او د ارویدو وړ ده ، خو داچي اوږده او ددغي لیکنی د زغم نه بهر ده ، ور څخه تیریږم .

    دا خبره اړینه ده او باید یاده یې کړم چي د شپیتمو او اویایمو کلونو په ترڅ د د راپورونو او علمي اسنادو د ارشیف پرته د لومړي ځل د پاره د افغانستان د ټولو موجودو تیږو د نمونو ارشیف او همدارنګه دوه جیولوجیکي موزیمونه ، یو د کابل په پولي تخنیک انستیتوت کي او بل د مسلخ تر څنګ د کانو او جیولوجي سروې ریاست په نوی تعمیر کي جوړ شوه چي دا ټول د تنظیمی غوبل پر مهال د مجاهدینو پنامه دورانکارو ډلو لخوا چور او له منځه ولاړل . له دې ټولو  نه پرته د راپورونو د ارشیف یوه یوه کاپي په تاشکند او مسکو کي هم ساتل کیده چي تر دا اوسه پوري هلته خوندي پاته دي . داخبره ځکه په ټینګار سره د یادولو وړ بولم چي افغان اوسني چارواکي او د کانو وزارت باید ور باندي خبر وسي . د اړتیا پر مهال کیدلای شی د راپورونو د ارشیف هغه برخه چي تنظیمي چپاول وهلي ده ، رسماً ترې نه وغواړي . ښایي پدغه خبره باندي له ما او یو څو تنو د ګوتو په شمار کسانو پرته چي په دغه دنده یې کار کړی ، نور څوک نه وي خبر . هیله ده د کانو وزارت د اړتیا پر مهال دغه امکان په پام کي ولري .

د دوهمي برخي پای . نور بیا

110 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *