Categories

اعلان

Loading…

سوله په رشتیا نژدې ده؟ | اندړ

په تیره یوه نیمه لسیزه کې تر بل هر وخت زیات دا امکان زیات دی چې افغانستان ته سوله راشي.

 طالبانو دا منلې او بلکې په ښکاره یې ویلي دي چې د افغانستان لانجه د جنګ له لارې نه حل کیږي. امریکا په لومړي ځل د اوربند او سولې په اړه جدي هڅې پیل کړې دي او افغان حکومت تیر ژمی د کابل په کنفرانس کې د سولې د مذاکراتو په لاره کې ولاړ خنډونه ختم کړي دي.

 ویل کیدل چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د سولې مخه نیسي خو په پاکستان باندې د امریکا زیاتیدونکی فشار او په ایران باندې د امریکا تازه بندیزونه د دې زمینه برابروي چې دغه دواړه هیوادونه د مانور پخوانی قدرت ونلري.

  پاکستان ته د امریکا د مرستو چینه مخ په وچیدو ده، دغه هیواد ته د چین د لسګونو میلیارده ډالرو پانګونې پروګرام بې سېکه شوی ښکاري، په نړیوال سیاست کې پاکستان په یوه منزوي ملک بدل شوی دی او د دغه هیواد د جولای د میاشتې انتخاباتو یو ځل بیا وښوده چې پاکستان په کور کې دننه له جدي مشکلاتو سره لاسوګریوان دی. پخوا به چې په پاکستان کې داخلي اختلافات زیات شول نو پوځ به د دریم ګړي په حیث نقش لوباوه او له ثبات سره به یې مرسته کوله خو اوس پوځ په خپله یو طرف بلل کیږي او اکثره ګوندونه په ښکاره تورونه ورباندې لګوي.

 د ایران وضعیت تر پاکستان هم خراب ښکاري. په ایران باندې د اوسنیو بندیزونو اصلي عامل دا نه دی چې ایران اتوم بم جوړوي بلکې اصلي وجه یې دا ده چې ایران د اتوم نه جوړولو په نتیجه کې له تر لاسه شويو فرصتونو په نورو هیوادونو کې مداخله کوي او په سیمه کې شر جوړوي. په تیرو دوو کلونو کې چې ایران د اتوم بم نه جوړولو په بدل کې له بندویزونو فارغ شو او ډیره پیسه لاس ته ورغله نو د افغانستان په شمول یې په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره نیابتي جنګونو ته زور ورکړ. خو اوس چې د تازه بندیزونو په نتیجه کې ایران د خپلو خلکو د اول درجه اړتیاوو پوره کولو ته هم حیران پاتې دی نو دا به ورته ډیره مشکله وي چې طالبانو ته جیب خرڅ ورکړي او د افغانستان تباه کولو ته یې ولمسوي.

 د افغانستان په داخل کې هم شرایط داسې بدل شوي دي چې د سولې اواز تر بل وخت ډیر اورېدونکي لري. هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د جنګ ادامه د ځان په تاوان نه لیده، اوس د جنګ دوام د ځان په تاوان هم ګڼي او دا وضعیت د دې سبب شوی دی چې د جنګ په خلاف اجماع پیاوړې شي. له بلې خوا ولسشمر غني د پخواني ولسمشر په نسبت ستراتیژیک سړی دی او د جنګ او سولې په څیر پیچلي موضوعات ستراتیژیک فکر غواړي.

 داخلي، سیمه ایز او نړیوال شرایط ډول داسې دي چې افغانستان  د سولې په درشل کې دی.

 خو دا امکان هم شته چې سوله د سمندر د څپې غوندې چې ساحل ته راشي او بیا په شا شي، په شا لاړه شي او د افغانانو مصیبونه اوږده کړي. د دې لپاره چې د سولې چانس زیات کړو، پکار ده چې هر افغان په دې بهیر کې برخه واخلي. دا تصور چې هر څه د پردو په لاس کې دي یا هر څه د جنګ د لوریو په لاسونو کې دي، سم تصور نه دی. هغه صاحب نظر چې په تلویزیون کې خبرې کوي، هغه ځوان چې فیسبوک ته ناست دی، هغه ملا چې جومات کې وعظ کوي، لنډه دا د ټولنې هر غړی کولای شي چې د سولې په تحقق کې برخه واخلي.

 د سولې تحقق له مونږ هر یوه څخه پراخ نظر، دور اندیشي او اخلاقي احساس غواړي. له پراخ نظر څخه مطلب دا دی چې مسایلو ته باید یوازې د خپلو ګټو او خپلو نظریاتو له کړکۍ ونه ګورو او د مخالفو او متفاوتو جهتونو ګټې او غوښتنې هم په نظر کې وساتو. له دوراندیشي څخه مطلب دا دی چې د لویو او وړو ګټو تر منځ فرق وکړو. سوله لویه ګټه ده او د ټولو خیر پکې دی. دغه راز پکار ده چې پیاوړی اخلاقي احساس ولرو. هر ځوان چې وژل کیږي یو کور ورسره ورانیږي. موږ باید د جنګ د وحشت په نتیجه کې بورې میندې او بې سرپرسته پاتې شوي ماشومان سترګو ته ودروو او د کورنیو لپاره ارام ژوند تر خپلو شخصي، سیاسي او تنظیمي ګټو او غوښتنو ډیر مهم وبولو.

84 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *