Categories

اعلان

Loading…

امریکا وايي، افغانستان ډاډ ورکړی چې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي

تاند- د امریکا متحد ایالتونه وايي، افغانستان ورته ویلي چې د داعش له تسلیم شویو غړیو سره به د جنګي اسیرانو په شان چلند کوي.

د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وویل، افغان چارواکو د اسلامي دولت (داعش) د ګڼ شمېر غړیو تسلیمېدا تایید کړې ده.«د افغانستان حکومت ډاډ راکړی چې د اسلامي دولت له جګړه مارو سره به د جنګي اسیرانو په شان سلوک کېږي.»

ده همداراز وویل چې له داعشیانو څخه به تحقیقات وشي او د جنګي جنایتونو حساب به ورسره وشي.

لوېدیځ هیوادونه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو د داعش لپاره، چې په بې رحمۍ کې نوم لري، د پخلاینې لار بنده بولي.

دې ډلې پر بېګناه خلکو ګڼې خونړۍ حملې کړي چې وروستۍ یې د ګردېز پر یوه جومات وه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳۹ تنه شهیدان او ۸۰ نور ژوبل شول.

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د طالبانو او داعش ترمنځ له جګړې وروسته شاوخوا ۲۵۰ داعشي جګړه مار د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.

45 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. سلیم Reply

    ښه خبره ده معاصر داعشیان دې جنګي جنایتکارانو په څیر محاکمه شي، خو کاشکې د ۲۰ پيړۍ داعشیانو سره هم ورته چلند شوی وی. څه تفاوت شته په ماهیت کې د اخواني شیاطینو، غله جنایتکار غلام رسول سیاف او اوسنیو داعشیانو ترمنځ

  2. غ.حضرت Reply

    فقط دوې درې مختصری خبری
    عجبه هر څوک خپلی ډکی راباندی تېروی یعنی غولوی مو
    د داعش اصلی ملاتړی او منځته راوستونکی همدا امریکائیان دی
    خو چه رسوائي ته خبره راووته وائی چه افغان حکومت ډاډ
    …………..ورکړیدی چه
    سلیم خان دی لطفاً مسائلو ته په نیمګړې توګه نه ګوری
    که غواړی قضاوت وکی باید سم قضاوت وکی
    د ثور د جنایتکارانو پر تورو کړنو سترګی پټېدل به بیده وجدانونه نور هم بیده کی

  3. سلیم ک Reply

    له ښاغلي حضرت سره زه هم موافق یم، زما په باور هماغسي امریکا طالبان جوړ کړل او جنګوي یې، دغسي یې داعش جوړ کړ.، خدای خبر چې په بل ګام کې به بله کومه خونړۍ او بدمرغه ډله د افغانانو د وینو د بهیولو لپاره جوړه کړي.
    سلیم کندهاری

Leave a Reply to غ.حضرت Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *