Categories

اعلان

Loading…

ملي سرتېري د مورال په عرش کې

جمشيد غزنيوال

موږ چې له بحرانه د وتلو په درشل کې هېواد يو، ډېرې ناغېړۍ او ناخوالې را څرمه دي. دغه ډول هېوادونه د هغه ناروغ په څېر وي چې تازه يې زخمونو کوشير نيولی وي، هر څه نه‌شي خوړلای او دوا قضا کول خو يې دم په دم غورځولای شي.

زموږ هېواد به سمندر ته لاره نه لري، لکن بيا هم جزيره ده. دا هېواد د بحران په ګرداب کې يوې داسې جريزې ته ورته و چې هره شېبه يې د بشپړې غرقېدا امکان و.

د بن له کنفرانسه وروسته چې په يوه موقتي او انتقالي دوره توافق وشو، د نظام په تشکيلاتو کې د ځواکونو د جلب و جذب پروسه پيل شوه. د طالبانو دوره لکه سېلاب تېره شوې وه، پر مېنه يې له څو خړو او تورو خټو هيڅ پاتې نه وو، نه ټانکونه وو، نه طيارې وې، نه اردو وه، نه چا د پوليس نوم اورېدلی و، نه سوداګري وه، نه زراعت وده درلوده، حتی تصادفاً هغه وخت طبيعت په قهر و، د ټولو په ياد دي چې څڅ باران نه و، نه ټرافيکي سيسټم، نه له نړۍ سره اړيکې وې او نه مو چا نړيوال هويت راسره تاييداوه.

خلکو د ظاهر شاه د مهال د ماسلانو د رعب کيسې کولې، ويل به يې چې پخوا به له ډنډې سره يو عسکر راغی، ټول کلی به يې د ولسوالي بازار ته په مخه کړی و. د شپون او رمې له ډرامې تر را تېرېدو او بيا د طالبانو د تسلط تر زغمولو وروسته موږ د موقتي ادارې له لارې د ولسواکي تر رکن يعنې انتخاباتو را ورسېدو او په دې توګه مو د نوې نړۍ له تجاربو استفادې ته لاره پيدا کړه.

امريکا او نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د ټروريزم خلاف جګړې ته لستوڼي را ونغښتل، د طالبانو په دوره افغانستان د مافيا او ټروريزم د تزوير او جبر په سمڅه اوښتی و او ان له دې ځايه د نړۍ امنيت ګواښل کېده. دلته مافيا او ټروريزم قوي او ژوند او بقا فلج شول، تر اوسه پورې لا هم موږ د هغه امتداد تر تونل پوره نه يو وتلي.

دا چې د امريکا د ټروريزم خلاف جګړه څومره پر ټاکليو نورمونو ولاړه ده او څومره برعکس ده، بېل بحث کېدای شي، لکن د نړيوالې ټولنې، اروپايي اتحاديې او امريکا په مرسته د حکومت ماشين ته تېل واچول شول او افغانانو د يوه نسبي امن او عصريتوب څېره وليده.

ټکنالوژي چې په طبيعي بڼه د يويشتمې پېړۍ تر زماني حرکت په سرعت مخ ته روانه وه، دلته يې هم لاره پيدا کړای شوه، لنډه دا چې افغانستان د بحران له ډنډه د يوې نسبي بقا پر درشل پل کېښود. لويه خبره دا وه چې افغانانو د خپل ځان د موجوديت احساس وکړ او د يوې اجتماعي خودي شعور يې پيدا کړ.

د نظام په محدوده کې موږ دا دی اوس (۲۰۱۸م)  شا و خوا ۳ نيم لکه پوځ لرو. دغه پوځ د خليج د ځينو هېوادونو برعکس د ولس له منځه جذب شوی، کرايي نه دي، د همدې ولس بچيان دي، د ځان ساتونکي او د دفاع سپاهيان دي. دوی د تېري لپاره نه دي منسجم شوي، دوی يوازې د هغه حريم د حيثیت او حاکميت په دفاع لګيا دي چې نور يې نقض کولو ته ګومارل شوي دي.

د سرتېريو پر ضد د طالبانو تبليغاتي دستګاه هغوی هر ډول تر ګوزار لاندې نيولي، هره ورځ يې د مورال پر ضعف کار کوي، د دوی د تلفاتو په برخه کې په لويه پيمانه درواغ وايي، نوي او زاړه عکسونه فوټو شاپ کوي او د ژورناليزم په خبري ژانرونو کې هيڅ د اصولو خيال نه ساتي، رنګارنګ نومونه او القاب ورته کاروي.

د پاکستان ميډيا حتی د دېوالو تر اشتهارونو پر دې لګيا ده چې د افغان پوځي په ذهن کې د ماتې تصور يقيني کړي، ځانمرګيو ته ديني بستر لټوي او زموږ سرتېری تر ويشتلو مخکې د تبليغ په سړه ګولۍ ماتول غواړي.

د سيګار د راپورونو قلم بيا هغه بېلچه ده چې د تبليغاتو اوبه د طالبانو په پټي لګوي، څه موده مخکې يې په اصطلاح يوه سروې پخپله بېرته تعديل کړه چې ګواکې تېروتنه شوې وه. تازه تازه يې د يو فيصد خاورې د له لاسه وتلو خبره کړې چې ښايي دا هم په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو په برخه کې سياسي جلوه ولري. ځينو کابل چاپ ورځپاڼو هم ليکلي چې د سيګار راپور ګوندې طالبان د حکومت په مقابل قطب کې توازن ته را پورته کول غواړي، طالبانو د حکومت متقابل ځواک معرفي کوي چې که سوله کېږي، ونډه يې غوښنه شي او امريکا ځان د يوې تساوی تر منځ درېيمګړی کړي.

سيګار که په خپلو راپورونو کې مطلق رښتینی وګڼل شي؛ نو ولې يې ډېری راپورونه منفي دي؟ دلته خو ډېری پرمختګونه شوي چې ډېر ژورنالونه او بنسټونه يې راپورونه يې خپروي، لکن سيګار يوازې هغه برخه ټارګيټ کړې چې د سرتېريو مورال زوال ته ورسوي. مثلاً په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونیسف” په ۲۰۱۴م کې راپور خپور کړ چې په تېرو پنځو کلونو کې دلته د ماشومتوب ودونه په سلو کې لس راکم شوي دي.

د سيګار ځينې راپورونه وخت پر وخت د حکومت له رسمي دريځه هم رد شوي او دوی يې هم بيا د وضاحت او اثبات لپاره څه نه دي وړاندې کړي، خو د سيګار د راپورونو محور يوازې د افغان سرتېريو په ذهن کې د ډار خلق کول دي.

د سيګار هغه راپور هم حکومت رد کړ چې ګواکې يو شمېر افغان سرتېريو ته د وينې ناسم ګروپ تزريق شوی، د دوی دليل دا و چې د جلب و جذب قوماندانۍ يو مهال پرمختللي وسايل نه درلودل او ډېری سرتېري بې له دې چې د وينې ګروپ يې تشخيص شي، د ډاکټرانو له لوري يې په پوځ کې د شاملېدو فورمونه ډک شوي دي.

د ډاکټر پلوشه اظهار وايي، په طبي لابراټوارونو کې د وينې د ګروپ تشخیص په طب کې خورا ساده چاره ده؛ «هر څوک يې کولای شي، هر ځای کېږي. لابراټوار چې وي اسانه ده.بېخي څو دقیقې وخت نیسي.»

جالبه ده چې سيګار او طالبان ډېری وخت د ملي سرتېريو په هکله مشترک اهداف ټارګيټ کوي، طالبانو څو ځله اوازې خپرې کړې چې ملي سرتېريو ته د خرو غوښې ورکړل شوې دي، خو دې ته يې پام نه و چې که د خرو غوښې پلورل کېږي؛ نو غوښه يوازې سرتېري خوري، که يې عام خلک هم شوقيان دي؟ که خوړل شوې هم وي، يوازې سرتېرو ته مرداره ده که څنګه چې يوازې دوی يادېږي او نور هېرېږي؟

په سيګار برسېره د ملي سرتېريو د روحيې د ځپلو لپاره منبرونه او مذهبي ادرسونه هم کرايه کېږي، هر ملا چې د طالبانو تر ځغ په لاندې ساحه کې امامت لري، جبراً يا د خپل متاثر شوي ذهن له لاسه پر ملي سرتېريو د اخروي ناکاميو مارکې او ټاپې لګوي. د ديني تعبيراتو د سرچپه کولو او غلطو قياسونو په اساس يې تر تکفيره رسوي، که تکفير يې نه کړي، دومره خو يې حتماً کوي چې د وژلو اباحت يې تجويز کړي. دا خو پرېږده چې له جنازو يې انکار کوي او يا يې کورنۍ ته په ښه سترګه نه ګوري.

دغه ذهنيت له همدې ځايه ځينو احساساتي ځوانانو ته هم را انتقالېږي، بيا نو چې چېرته رينجر لا نه وي تېر شوی، دوی د طالبانو د جاسوسي عبادت ته د کافرانو موبايل استخدام کړی وي.

په دې ټولو چلنجونو برسېره د ځينو فاسدو کړيو له خوا د دوی معاشونه هم کله کله له خنډ سره مخامخ کېږي، له کورنۍ سره يې لازمه او حقه مرسته تر جنجالونو پورې رسېږي او ځينې وخت نورې داسې پېښې کېږي چې که ځان په مورچل کې يو ناست سرتېری وګڼې، روحيه دې صفر ته را ټيټولای شي، مګر يو بل خورا مهم ټکی شته چې تر اوسه پټ پاتې دی.

هغه دا چې له سرتېريو سره خدايي يو داسې مورال شته چې هغه نه پيسو په چا کې پيدا کېږي او نه د حماسو په شعارونو. نه د پاکستانۍ ميډيا په وعظونو ټيټېږي، نه د طالبانو د افتراءګانو او شايعاتو په بزاوو خرابېږي او نه د سيګار په راپورونو تلولی کېږي. دغه مورال په سرتېري کې داسې تزريق شوی چې که د وينې ګروپ ور معلوم هم نه وي، په جګړه کې په جوش جنګېدای شي.

د روان ۱۳۹۷ کال د اسد پر ۱۴مه په ننګرهار کې د محمد عمر په نامه يوه سرتېري، ځانمرګي ته غاړه ورکړه، ځانمرګی يې نه پرېښود چې د قتل عام په وينو ځمکه سره کړي، له بټن وهلو سره په خاورو وينو کې دوې ارواوې والوتې، خو يوه اروا خبيثه شوې وه، بشر يې قتلاوه، نړۍ يې وژله. دويمه اروا حسينه وه، دا کار يې بد ګاڼه او ان دغه بدي يې د ځان په قربانولو کم‌رنګه کړه.

زه هيڅ دا تصور نه‌شم کولای چې زما د خاورې دغه سرتېری دې د ۱۵۰۰۰ افغانيو وږی وي، د تقاعد تږی دې وي، د مقام ميين دې وي، د کورنۍ انعام دې يې مطلب وي، چا دې تېرايستلی وي او… دا يوازې د خپل خاورې د فطري مينې ولوله کېدای شي او بس. دا تړوا د ګل او وږمې تړاو دی، هغه د شاعر خبره، ګل ټوټې ټوټې کولای شې، خو وږمه ترې نه‌شې بېلولای.

دا يوازې يو مثال دی، هغه سرتېري چې په وچه بېديا کې د يوه ترپال سيوري ته پراته دي، ترصد کوي، پخپله ډوډۍ پخوي، په بېلچه کې هګۍ پخوي، په زېړو بوشکو کې له لرې لرې چينو پوستو ته اوبه راوړي، اختر او نوروز نه لري او په غرقه جګړه کې يې روژې حلق ور زهرجن کړی وي، هيڅکله له وطن سره د درواغجنې مينې او کاذبې اشتها تمثيل نه کوي.

هغوی چې دغه ډول خلک له خپله هوډه اړول غواړي، يوازې خپل وخت ضايع کوي. زموږ سرتېری د لفظ په اصلي معنا سرتېری دی. د دې وطن زوی ته موږ د جګړې د تشويقي ادبياتو د ودې پلويان نه يو، لکن که ټوله ميډيا، منبر او مضرې کړۍ يې خلاف شي، بيا يې هم په رګونو کې د دې وطن د مينې جذبه نه‌شي سړېدای.

زموږ سرتېري د مورال له عرشه هيڅوک نه‌شي را کوزولای، تاسې يې ورځنۍ ستړياوې لږ وڅارئ، درته معلومه به شي چې د اوسپنې له دغو خلکو سره ملګری ايډياليزم بېخي بې‌جوړې دی. که د افسانو د رواج زمانه وای، ممکن موږ ويلي وای چې له دغو خلکو سره اسماني مخلوقات ملګري دي، دومره لوږې تندې، ناهيلۍ، ځپنې، مذهبي ګوزارونه او ټولنيز جبرونه هيڅ انسان نه‌شي زغملای.

د الفت صاحب دغه بيت دې د دې وطن د دنګو مورچلونو په غرنو او درو کې په لوړه ازانګه زمزمه شي چې؛

دلته مه کوئ واړه واړه سوالونه

دې زيارت کې وينم بل شان تاثيرونه

137 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *