Categories

اعلان

Loading…

د قلم نوکه او د ټوپک شپیلۍ | ولي الله ملکزی

قلم داسی یو مخلوق دی چی خپل خالق یی ورباندی لوړه کړی او په ډیر درنښت یی یاد کړیدی (ن. وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ) او عظمت یی بیا پدی کی دی چی د ازل او تقدیر لیکی یی د همده په نوکه لیکلې دي. قلم داسی یو خلقت دی چی د هیڅ پیل، د ده له هست سره پیل شویدی. قلم داسی یو عنصر دی چی د ولسونو بدلون دده له خوځښت سره تړلی دی. همدا قلم دی چی د تیرو پرګنو د زوال او عروج کیسې یی ثبت او انځور کړیدي. همدا قلم دی چی انسان ته انسانیت زده کوي او د خیر ښیګڼې څلي په نښه کوي. همدا قلم دی چی د انسان په ذهن کی انقلاب راولي او د ګوګل په پنجره کی بندیوان زړه، له مینې او یا هم له کرکې څخه ډکوي. قرانکریم فرمایي: ﴿الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ﴾ انسان ته یی علم، ژوند او ځان پیژدنه د همدی قلم په ذریعه ورزده کړیده.

همدا قلم دی چی پخوانیو امتونو د خپل تمدن، اخلاقو، غورځو پرځو او ناکامیو داستانونه د هغه په ژبه کاږلي او خپل راتلونکي زوذات ته یی په میراث پریښي دي. همدا قلم دی چی پخپلو نریو نریو لیکو او رنګونو سره، د یو چا د ژوند شاخص بدلوي. همدا قلم دی چې خلک دده له برکته خپل حسب او نسب پیژني. د همدی قلم په څوکه د نړۍ سترې معاهدې لاسلیک شوې او د ملیونونو انسانانو ژوند ژغورل شویدی. همدا قلم دی چې نغمی، ولولې او هنګامی زیږوي او ترانې لیکي.

همدا قلم دی چی د مظلومانو له کړیکو اوسلګیو، توپانونه جوړوي او د ظالمانو پولادي برجونه ړنګوي. همدا قلم دی چی په ولسونو کی شور او زوږ رامنځ ته کوي، شعور او خودي راویښوي او د لاشعور او بی خودۍ احساس ته ټکان ورکوي. همدا قلم دی چې د لاهوت عقیده، د ناسوت له فلسفې څخه جلا کوي. نو ځکه خو ددی قلم هره لیکه جالبه ده، جذبه ده او د شاعر په ژبه یو جنون دی. ددی قلم هره کرښه یو فریاد دی، یوه کړیکه ده او انګار دی.

د الله تعالی په مبارک کتاب کی چی د طیبې او خبیثې د کلمو کومه یادونه شوی، هغه دواړه د قلم په واسطه لیکل کیږي او بیا خپریږي. له همدی ځایه، تکړه لیکوال هغه ندی چی د خپلی لیکنې لپاره یواځی جادوګر لفظونه او قالبي جملې انتخاب کړي، بلکی ښه قلموال او انځورګر هغه دی چی د خلکو په زړونو او فکرونو کی د زغم او حوصلې تخم وکري. د تعمیر او درناوۍ روحیه پیدا او پیاوړې کړي. او بیا د کرکې مخی ته دنګ دنګ دیوالونه هسک او په زړونو کی د نفرت بتان تس نس کړي.

دا سمه ده چی نن د نړۍ په لر او بر کې ټول هغه تعلیم یافته خلک چې عصري او مودرنې ټکنالوژۍ ته لاس رسی لري، خپلې مقالې او څیړنې د کمپیوټړ له لارې کوي او ډیر کله قلم له ګوتی نه وروړي. خو باید په یاد ولرو چې همدا پرمختللي وسایل د هغه چا لخوا جوړ او کاریدلي دي چې د ښوونځي په لمړۍ ورځ یی پخپلو وړو وړو ګوتو کې قلم نیولی او بیا یی په جب کې ټومبلی دی.

په کومه کوزه چی استنجا کیږي، په کوم جانماز چی ستر رب ته سجدې کیږي او په کومو الوتکو کی چې د حج لپاره، مکې مکرمې او مدینې منورې ته سفرونه کیږي، دا ټول د قلم خاوندانو جوړ کړیدی. هغه چا چې ۴۹ کاله وړاندی په سپوږمۍ کې خپل بیرغ پورته کړ هغه د قلم له برکته وو، او هغوئ چې تیره اونۍ یی په مریځ کې د اوبو ډنډونه ومیندل، هغه هم د قلم له بابته وو. نن چې څوک د سمندورونو په تل کې اډې جوړوي، پیسه یی په پیسو کې میره او خبره یی د کاڼي کرښه ده، دا ټول د قلم له زوره دي.‌

د قلم خپل تاریخ پدی ګواه دی چې تل یی په حال کې ادلون او په مستقبل کی بدلون راوستی او هم یی د ماضي خاپونه له خانه سره خوندي ساتلی دي. له همدی امله، دا قلم د دوه مخې تورې حیثیت لري، که مخکې ولاړه نو دښمن ورباندی برغنډ برغنډ شي او که په څټ ‌راغله نو تورزن ورباندی خپل ځان سونډی بونډی کړي.  په ښکاره ډول خو د قلم نوکه ډیره پڅه او کمزورې بریښي، ولی غږ یی د ټوپک له ماشې ډیر هیبت ناک او لمبه یی د شپیلې له تاوه ډیر غښتلی ده.

خو دریغه دریغه، نن ځمونږ په ولس کی ترټولو بی قدره او له پامه غورځول شوی عنصر، همدا قلم دی. نن په مدرسو کې ځمونږ نوي کول ته د قلم او کتابچې په ځای په بکسونو کی باروت اچول کیږي، له ژوند سره د مینی په ځای، له خپل ځانه د نفرت او د نورو د وژلو سبق ورکول کیږي. نن د ډیورند په لر او بر کی د اور او باروتو راج دی، د همدی قلم په تور رنګ لیکل شوي قرآنونه سوځول کیږي او د (ټوپک زما قانون) ببولالې زمزمه کیږي.

کوم قومونه او ډلګۍ چی د قلم د نوکې په ځای د ټوپک له ماشې څخه کار اخلي، هغوئ به تل خوار او زار وي. په نړیواله ټولنه کی به یی وزن له بڼکې سپک او پیزوان به یی د کاروان په آخر کې، د بل په لکۍ پوری تړلی وي.   خپلواکي به دوئ ګټي خو د اتلوالۍ جوغه به د بل چا په سر ایښودل کیږي. قرباني به دوئ ورکوي، سری ویني به د دوئ توئیږي، په بی شناختو قبرونو کې به دوئ خښیږي خو باداري او واکمني به پری بل څوک کوي.

که د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د قلم دا تور مخي غلیمان د ټوپک په شپیلۍ سره د علم، عرفان او قلم خاوندان وژني، ښوونځي سوځوي او ښوونکي د موچي په تار حلالوي،‌ نو دوئ د کعبې په ځای ترکستان ته روان دي. حورو، غلمانو او جنت ته غزیدلی لارې،‌ د بی ګناه انسانانو په کوپړیو او هډونو نه تیریږي، بلکې جنت ګټل د مرګ په ځای نورو ته د ژوند په بښلو کې دی. لکه د خپل ولس په درد درمند ځوان شاعر، بخت زاده دانش چې وایي:

د حورو او غلمانو دی مالت (محل) ته بلها لارې دي – په مرګ کې جنت مه ګوره، جنت ته بلها لارې دي

48 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *