Categories

اعلان

Loading…

له خوست څخه ولسي جرګې ته کاندید ماشومان د وسله والو ساتونکیو په توګه ګومارلي دي

تاند – د افغانستان په ختیځ کې له خوست ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید، موسی خان خاورین، ماشومان د خپلو وسله والو ساتونکیو په توګه ګومارلي دي.

ویل کیږي، چې ښاغلی خاورین ولسي جرګې ته د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند کاندید دی خو کره سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی یو عکس موسی خان خاورین په داسې حال کې ښیي چې یوه لاس ته یې دوه ماشومان او بل لاس ته یو ماشوم له کلاشینکوفونو سره ګوته په ماشه ولاړ دي.

د ماشومانو عمرونه په ظاهري توګه یوولس، دولس او دیارلس کاله ښکاري.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د ښاغلي خاورین دا کار وحشیانه بللی او هغه یې په سختو ټکو غندلی دی. پښتون زلمي لیکلي، «ده خو له اوس نه ماشومانو ته توپکونه په لاس ورکړي دي، له اوس نه یې تیاروي،»

همدرد مسافر پرې لعنت ویلی، او عبدالهادي هادي لیکلي، «دا ډېر بې عقل نوماند دی، چې ماشومان توپکو ته هڅوي،»

ویل کیږي چې په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل څخه وروسته د پښتنو سیمې چې د جنګ میدان وې د نورو تر څنګ یې تعلیمي بنسټونه هم له خاورو سره خاورې شول.

په جرمني کې د مدني ټولنې فعال او د پکتیا اوسېدونکی،‌ وزیر ځدراڼ، وایي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د لویې پکتیا د ځدراڼو په ۹ ولسوالیو کې یو کس هم له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی نه دی.

ښاغلی ځدراڼ وایي چې په دې کار کې نه یوازې د حکومت وسله وال مخالفان بلکې همداسې قومي او سیمه ییز مشران هم ملامت دي چې ماشومانو ته د کتاب او قلم پرځای وسلې په لاس ورکوي.

ویل کیږي، چې د هزاره، تاجک،‌ ازبک او ترکمنو په شمول د افغانستان د نورو قومونو په لسګونو زره هلکان او نجونې هر کال له ښوونځیو څخه فارغیږي او پوهنتونونو ته ځي او هغه چې له پوهنتونونو څخه فارغېږي هغوی د ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو لاره نیسي.

899 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. سلیم Reply

    توف ونالت دې په دغه وحشي ځناور وي. همدا اوس یې لوی جنایت کړي ماشومانو سره. دا ډمانکرات ترهګر داعشی دی. نالت دې په ده وي نالت دې په هغوی وي جې ددغه وحشي ملاتړ کوي رای ورکوي.

    وسله واله ډمانکراسي.

  2. عيسی خان تسل Reply

    دا يوازې د ډاکټر موسی خاورين لپاره یوه دسيسه ده، ما د خاورين صاحب کور، کلی، دفتر هر څه ليدلي دي. هغه نه دا عمر کارډان لري او نه هم له دې کارونو سره جوړ دی. دا عکس زما به فکر رښتيا نه دی او که وي هم نو حتماً خاورين صاحب يوې همداسې سيمې ته تللی دی او د هغو خلکو په خواهش يې عکس اخيستی دی. ده تل د علم، پوهې، زده کړو او ماشومانو د روزنې تبليغ کړی دی. په همدې سيمه کې به هم ده د علم د ترويج کامپاين کړی وي، مګر ذهنيت په يوه ورځ نه جوړيږي.

Leave a Reply to عيسی خان تسل Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2