Categories

اعلان

Loading…

پر ننګرهار د ناکامو تجربو تکرار، تکراری غمونه را پاروي

فاروق فردا

ننګرهار ولایت ته زما د یوه ټاکلي پلان د راتلونکو پایلو لنډ جاج.

د خبرو پر ځای، عملي ګامونه

ننګرهار، د افغانستان د دروازې بڼه لري چې ښه او بد یې، د ټول هېواد پر ښو او بدو حالاتو اغېزه ښندي. ما  دیولړ څېړنو او مطالعاتو وروسته، د دې دپاره  چې دغه ولایت پر سر سیاسي لوبې ونه شي او خلک یې  چې دافغانستان د نورو ولایتونو دخلکو په شان سترقومونه او سپیڅلو  احساساتو  درلودونکی دی،نور درد، ونه ویني او  له کورونو څخه یې د غم ټغر را ټول شپ، ،دې ولایت ته د رغاونې پلان جوړ کړ. د ټولو اقداماتو مادي او معنوي زیرمو په برابرولو سره زه په ننګرهار کې  دخپل  پلان دګام پر ګام تطبیق سره  دلوی خدای په مرسته دجمهوري ریاست تر پاملرنی  او د ننګرهار د ولسونو په مټ،په ننګرهار کې روانې جګړې ته دپاي ټکی ږدم او دغه ولایت ته دښیرازۍ لورې لار باسم. زما د پلان له مخې :

جګړه،  په ننګرهار کې  خپل ځای  سولې ته پرېږدي  او…

سالم سیاستونه پر وطنپالو کادرونو تحقق موندلای شي. هغه کادرونه  چې د دولت برنامو ته د اهمیت په ورکولو سره پوهیز صلاحیت او د ښه مدیریت وړتیا ولري، وکولای شي  ستونزمنې لارې هوارې کړي او هغه ته په میړانې اوږه ور کړی شي او دخپلو پرمختیايي پلانونو له مخې، د خنډونو دلېرې کولو علمي او مدیریتي ځواک ولري.

زه په دې اند یم چې د هېواد د اوسنیو سیاستونو اهرم پر دریو کرښو ډډه ولګوي.

الف- د بین المللی ځواکونو د شتون څخه د افغانستان دښېرازۍ او آبادۍ دپاره ګټه اخیستل خو په جګړو کې د دوې د ناحقه ښکیلولو پرځای د افغانستان پر اصیلو بچو باور کول.

ب – د ګاونډیو سره د افغانستان د نن او سبا د پاره د آرام سیاست د چلند رعایتول او د دولت د لرلیدو برنامو ته د ولسي حمایت او ملاتړ را جلبول.

ج – په هیوادکې دننه جنګ په سوله بدلول او دخلکو د معیشت د سطحې لوړول. هیواد  ته د خدمت دپاره د محلي حاکمیتونو تر مینځ د آبادانۍ رقابت او د هغوی  تشویق او هڅول.

«»«»«»

ما پر دغې بنا، د ننګرهار ولایت  د رغاونې د پاره  او په هغه کې د پورتنیو کړنو د پلې کولو په موخه  ټاکلی پلان جوړ کړی دی چې له مخه يې دننګرهار ولایت او خلکو ته دلوی خدای په مرسته لاندی خدمات  ترسره کېدلای شي:

د امنیت په  برخه کې:

   امنیتي ارګانونه په ټولو چارو کې د مرکز سره دولایت له لارې هماهنګه کېږي.

  د امنیتی  او وسله پوځ مرکزي ادارو جغرافیایی موقعیتونه  بدلون مومي.

  د ننګرهار امنیتی وضع داسې دریځ غوره کوي چې د لنډو او اوږد مهالو سیاستونو د تطبیق د پاره پکې زمینې برابرې شي او  دهغو پر وړاندې هیڅ خنډ، نه ایجادېږي. بلکه هغه اهداف چې د دولت د نننيو سیاستونو د تطبیق دپاره هم په نظر کې نیول شوي ،د ننګرهار راتلونکې سوله  یې مخه نه نیسي. ، جنګ او ناخوالې په سوله بدلېږي د وسله وال پوځ د ناحقه شهیدانیدلو مخه نیوله کېږي.

  د ننګرهار ځوانان د وسله وال پوځ په لیکوکې تنظیمیږي او د وطن نه د دفاع دپاره ملا تړي کېږي.

   له ټولو غیر مسوولو کسانو او ډلو څخه وسله را ټولېږي. له دریو میاشتو وروسته به هیڅ یو غیر مسوول وسله وال ونه بخښل شي.

  په ولسوالیو کې د سولی د راوستلو غورځنګ رامینځ ته کېږي او یوه دبل پسې دې لړې سره یو ځای کېږي.

  امنیتی ارګانونه مسلکی کېږي او تر هر څه د مخه په دوې کې  وطنپاله نظم را مینځ ته کېږي.

  امنیتی ارګانونه د دولت  د اداراتو او د ایجاد کړای شوي سیستم د انډول په ساتلو کې مستقیم او غیر مستقیم رول  خپلوي.

  په امنیتی ارګانونو کې د باور او پوښتنې سطح لوړېږي او دې سره د مکافات او مجازات سطح هم سیستم  ته را داخلېږي.

دوهم مخ

  د شپږو میاشتو په اوږدو کې د مافیا،غاصبینو، تروریستانو، مخدره موادو، فساد او رشوت په کلی ډول له مینځه ځي..

  په ننګرهار کې میشت بهرني ځواکونه، یواځې دولایت د نظامی شورا د ضرورت له مخې  په عملیاتو کې برخه اخلی.

   د شپږو میاشتو په حدودو کې  تروریستان له ولایت څخه شړل کېږي یا نابودېږي.

  وسله وال مخالفین یا سولی ته غاړه ږدی او یا به ورسره قاطع چلند کېږي.

  ننګرهار  به د زور واکو،جنګ سالارو، غلو، او سړي وژونکو له منګولو څخه خلاصېږي. او خلک به په آرامه زړه په امنیت کې ژوند وکړي.

او داسې نور….

اقتصادي برخه کې:

   په اقتصادی برخه کې تر هر څه دمخه دکورنیو د اقتصاد لوړول تر کار لاندې نیول کېږي او او د ټاکلي پلان له مخې  دننګرهار ولایت کورنۍ خپلې اقتصادي ستنې  ټینګوي، دکار د لومړي قدم په جیګولو سره دکورنیو عمومي مجبوریتونه له مینځه ځي.

  له دې سره دولایت په ټولو ولسوالیو کې د دولت په پاملرنې سره ،په  لومړي سر  کې د ۵۰۰۰۰  او د  دوو –دریو کالو په موده کې  ۷۰ سلنه خلکو ته  د با سوادو او بیسوادو په ګډون  نوي شغلي  فرصتونه برابرېږي او د ولایت د بیکارې نرخ را ټيټيږي.  په څلورو کالو کې به په ولایت کې د بیکارئ نرخ د نشت په سطح کې وي. خلک د جګړو او وسلو پر ځای  کار ته مخه کوي .

   د دوو کالو په  واټن کې په ولسوالیو کې د کورنئ اقتصاد کچه وده کوي. د فقر سطح  راټيټېږي او د کورنیو د خودکفایې سطح لوړېږي. دپینځو کالو په موده کې به په ننګرهار کې د ګدا، بې کوره ، بې روزګاره  او محتاجه انسانانو شمېر دنشت په سطح را ټېتېږي.

   جلال آباد ښار ته  د کلیوالو هجوم په ټپه ودرېږي او خلک په خپلو ولسوالیو او کلیو کې بسیا کېږي.

    په ولایت کې  دشته امکاناتو په پراختیا سره د کوچنیو وطني تولیداتودایجاد او پراختیا  زمینه برابرېږي او هغو ته په  دننه او بهر کې بازار مودل کېږي.له دې سره د بهرنیو غیر ضروری وارداتی اموالو مخه نیوله کېږي.

    په کلیو او بانډو کۍ مختلف ټولنیز او اقتصادي صنفونه دایرېږي او ښځې او نر په دې صنفونو کې د ګډون لیوالان کېږي. ځکه چې ګټه یې پکې ده.

  د جلال آباد د ښاري ژوند سیستم له ګډوډيو څخه ژغورل کېږي .

   د جلال آباد ښار عمراني ، ټولنیز،فرهنګي ،نظامی او جغرافي امکانات پراخیږي. خلکو ته دښاري ژوند ټول شرایط برابرېږي. دغسې ورته  اسانتیا وې په ولسوالیو کې هم خلکو ته رسول کېږي.

    جلال آباد راتلونکي څلورو کالو کې  به د پخوا سره د مقایسې وړ نه وي. دکار نوي زرګونه شغلي فرصتونه  ایجادېږي.

 جلال آباد دښاري ژوند سیستم په نمونه ښار بدلېږي او په لږو امکاناتو سره خلکوته د هوسايئ،تفریح ،کار او بسیا ژوند زمینې برابرېږي.

  د ښار د کانالیزاسیون او صحی اوبو مساله په کلي ډول حل کېږي دښار ماستر پلان د تطبیق زمینه برابرېږي.

   د مالیي وضعیت ته پاملرنه کېږي ،ټول خلک  د یوه کال په موده کې داوطلبانه مالیه ورکولو ته حاضرېږي.دولایت عایدات دنن ورځې له عایداتو نه سلګونه چنده لوړېږي. درشوت،اختلاس،غلا او بیروکراسئ مخه نیوله کېږي. د دولت مامورین او په مشخصه توګه نظامیانو ته توجه کېږي. معلمانو  داضافی معاش زمینه برابرېږي.

   د شخصی ارګانونو کارکوونکو ژوند او کار، د دولت دمامورینو په شان  دامتیازاتو خاوندان کېږي .

   قانون حاکم کېږي .

– د بهرنیو اسعارو د انحصار د مخنیوي د پاره علمی اقدامات کېږي او افغانی  اسعارو نرخ ثبات مومي.

   خلکوته ترانسپورتي خدمتونو د ښه رسولو دپاره دغه حالت له آره بدلون مومي چې له یوه طرفه به خلکو ته سالم ترانسپورتی خدمتونه ورسېږی او له بله طرفه دولتی عوایدو کې زیاتوالی راشي.

   په خلکو کې د ټولنیز ژوند اوټولنیز ارزښتونو د لوړلو  په موخه هغو ته د ټولنیزو وړیاوو خدمتونو  په رسولو سره ټولنیز خط خط شوي قراردادونه راژوندي کېږي او د عرفي تاریخي  او دیني دودونو اورسمونو د قانون سره انډول کېږي،او د حاکمیت او  ولسونو تر مینځ اړیکې  ټینګېږي.

   ښارونه په عمومي  توګه په عمودي او افقي ډول پراختیا مومي. دښارونو دپراختیا سره  خلک د متمدن ژوند سره هم آشنا کېږي.

  خلکو ته د وړیاوو خدمتونو د رسولو امکانات پراخېږي.

   په ښار اوولایت کې د اوبو او برښنا مساله حل کېږي.خو تر دې دمه  د شته امکاناتو توزیع عادلانه کېږي.

د ښوونې او روزنې  په برخه کې:

  د ټول ولایت معارف د(ښوونې او روزنې) په ټینګ ارګان بدلېږي. په معارف کې د خلکو دهمکاریو دپاره زمینه مساعده کېږي. دمعارف اوسنې ستونزمنه وضع  له آره بدلون مومي. دیوه کال په موده کې به د ولایت په ښار او ولسوالیو کې  ټول مکتبونه  د شاګردانو پر وړاندې پرانیستی وي.

   مکتبونه له ټاکلو امکاناتو برخورداره کېږي. د ضرورت په وخت کې  نوی مکتبونه جوړېږي او د دوو کالو په موده کې مکتب ته هیڅ یو  واجد شرایط ماشوم او بوتکی به  بې  مکتبه نه پاتې کېږي.

  استعدادونو ته د ودې زمینه برابرېږي. دښوونځيو امنیتي وضع او تدریسي سیتم تر منظمې څارنې او حمایې لاندې راوستل کېږي.

  د درسونو د ورکړې او دنتایجو د اخیستنې لړۍ د اول ټولګي نه تر دولسمه پورې څارل کېږي.

 په ښوونځيو کې د مخکې له وخته او وروسته له وخته، ځانګړی درسي سیستم جوړېږي. دشاګردانو سره د کورنیو وظایفو  د ترسره کولو دپاره  د موظفو معلمینو په وسیله مرسته رسول کېږي.

   په ښار او کلیو کې والدینو سره د ښوونځيو اړيکې پیدا کېږي.

   له مکتب نه وړاندې د تعلیماتو  او روزنې پروسه  له ښارونو څخه پیل او ولسوالیو ته پراختیا مومي.

    د دریو کالو په موده کې ښوونځي ته شاملیدونکی ماشوم به پر ډېرو مسایلو پوه ماشوم وي.

  د مکتب هیڅ یو شاګرد به بې کتابه پاتې نه وي.کتابونه به پخپل وخت شاګردانو ته سپارل کېږي.

   د یونیفورم او مکتبونو کې د سهارني او غرمني ډوډيو د ورکړې په هکله  وروسته تدابیر نیول کېږي.

– دپوهنتونونو د کانکور په آزموینو کې د لیسو د فارغانو او دښوونځيو په امکاناتو سره  دپام وړ مرستې کېږي. دالړئ ادامه پیدا کوي او بیا کیدلای سي چې نورو ولایاتو ته هم د تجربې په توګه انتقال سي.

– ټول محلي او ښاري کسبونه تعلیمي کېږي او کسبګر پخپل مسلک کې دپوهې خاوندان ګرځي. په دې توګه خلکو ته  د دولتي او خصوصي تشبثونو خدمات له ویرجن حالته ژغورل کېږي او خلکوته «سالم خدمتونه» په «سالمه توګه» رسول کېږي.

  ماشومان  له ښوونځي نه وړاندې، دولتي روزنې او ښوونې لړئ کې شاملېږي.دا سیستم دیوې ښاري تجربې په عملي کولوسر، ولسوالیو ته غځېږي.

 د مور او ماشوم د حمایي او کور کهول دسمبال د چارو ادارې جوړېږي او ولس ته  دیوه جلا فورم په چوکاټ کې،د دولت معنوي مرستي رسول کېږي.

   د ولایت هرماشوم  دماشومتوب له (۷) حتمي واکسینونو څخه برخمن کېږي.

   دکهول د لارښوونې انجمن جوړېږي او کورنیو ته د ماشوم د زیږد او لویولو د علمي طریقو په ښودلو سره دمیندو ، روغتیايي مسایلو ته پوره پاملرنه کېږي.

  امیندوارو میندو سره د نرس قابله ګانو په وسیله سالم زیږون دپاره  مرسته کېږي. کلیو او بانډو ته هم نرس قابله ګانې موظفئ کئږي او د امیندوارو میندو سره  به هم دوی مرستې کوي.

د ننګرهار ولایت ټولو  دپوهنتونونو او ښوونځيو رابطه ټینګېږي.دلیسو شاګردانو سره  د هغو د ذوق او غوښتنو د انډول کولو د پاره کار کېږي څو  د دولسم هر فارغ خپل ټاکلې فاکولتې دپاره خپل ذوق او غوښتنې له مخې لار پیدا کړي.

   د ننګرهار د لوړو تحصیلاتو اوسنې ستونزمنه وضع ، دپوهنتونونو او نورو عالی تحصیلاتو د موسسو درسی او ټولنیز سیستم  تر څارني لاندي نیول کيږي د پوهنتونونو د ادارو او محصلانو سره دپوهې دلوړېدو،دعلمي کارونو پراختیا او نوروبرخوکې مرستې کېږي.

  د ننګرهار محصلان پوهنیزو چارو ته مینه وال کېږي.

  د شخصي پوهنتونونو او ښوونځيو تحصیلي او ښوونیز سیستمونه   د دولتی هغو سره معیاري کېږي.

د یوه کال په موده کې وعده ورکوم چې پوهنتون ته د ننګرهار د لیسو د فارغانو شمیر ۵۰ په سلو کې لوړي او نورو کلونو که سلو ته ورسېږي.

په روغتیايي برخه کې:

  د ولایت روغتیايي اوسنې سیستم د اندېښنې وړ دی. د روغتیايی خدمتونو کچه د خلکو د لومړنیو،ټولنیزو او ژورو غوښتنو او نیازمندیو سره انډول کېږي.دیوه کال په اوږدو کې  د ولایت  هر اوسېدونکې لومړنیو مجانی روغتیایي آسانتیاوو  ته لاس رسی  مومي.

   په ټول ولایت کې د طبي ډاکترانو شمیر  دولایت داوسیدونکې د سطحي سره موازنه کېږي په یوه نقطه کې د ډاکترانو له ازدحامه مخ نیوي کېږي او د ډاکتر سره یو ځای درمل او درملنه خلکو ته په نږدې موقعیت کې برابرېږي.

  خلک تر ډېره کچه به په محلي کلینیکونو کې تداوي شي.او د نه امکان په صورت کې روغتونو ته به ولېږدول شي.

  په ولایت کې د  دوا جوړولو دفابریکي امکانات د یوه خارجي هیواد پهمرسته او دولایت د تاجرانو په سهمیي سره لټول کېږي.

  د مریض تذکره،د ناروغتیا تاریخچه د درملنې ډول او داسې ټوله لړئ تر ژورې څارنې لاندې نیول کېږي.

  په ولایت کې د بی کیفیته دواګانو پوره مخ نیوی کېږي.

   د ولایت هر اوسېدونکی د روغتیایې بیمې څخه  برخمن کېږي.

   د کلینیکونو شمیر زیاتیږي.

   طبی وسایل او تخنیک به په هر کلینیک کې د ضرورت په اندازه تامینیږي.

د محیط زیست او حفظ الصحې په برخه کې:

   دمحیط زیست ساتنه یو فرهنګی اصل دی او خلکو ته د پلان له مخې ددې لړئ روزنه ورکول کېږي. خلک به د سالم محیط زیست خاوندان وي او په ساتلو کې به یې د ټولو ونډې ته احترام کېږي.

 د محیط زیست جوړول یو له مهمو وظایفو څخه دی. زما د پلان له مخې دمحیط زیست یوه برخه د ښاري اصلاحاتو سره سم را پیدا کېږي او بله برخه یې د ورځني دولتی خدمتونو سره برابرېږي.

  شنې سیمې جوړېږي چې له یوه طرفه د خلکو د تفریح د پاره خایونه وي او له بله طرفه د محیط زیست دپاره ګټور تمام شي.

  پاکۍ او صفایی په ښار او کلو کې په اصل بدلېږي.

  د هر ډول  دخانیاتو او هر ډول لوګیو سره  کلکه مبارزه کېږي.

   د ښار او ولسوالیو د شکلا د پاره د سرسبز داوطلبانه ډله جوړېږي.چې دشنو،ونو او بوټو او ګلونو په کرلو او ساتلو کې ټولنیزه ونډه آخلي.

په ټولنیزه برخه کې:

  دولایت ماشومان، ځوانان او مشران ټول  په ټولنیز لحاظ مختلفو سطحو کې تقسیمیږي. د ولایت هر اوسېدونکې  دیوه ټولنیز مقام خاوند کېږي. دغه زنځیرې کړۍ پراختیا مومي او د دولت او دخلکو اړیکې  سره نږدې کوي.

– د دولت په مختلفو ټولنیزو چارو کې خلکو ته ونډه  ورکول کېږي او ډېر داسې چارې چې دولت یې نشي ترسره کولای  هغه به زما د پلان له مخې  ددغو ټولنو له خوا ترسره کېږی کوي. د دولت خبره به ډېر ژر د ولایت ټولو ولسونو ته ورسېږي.

   له دولت سره د خلکو همکاري پراخېږي او د دولت فیصلو د تطبیق د پاره  پرګنیز امکانات  برابرېږي.

   د ولایت په سطح کې ټولنیز قراردادونه  راژوندي کېږي، قومې اوژبني ستونزې حل کېږي،ملي وحدت وده مومي او ننګرهار ولایت د افغانستان د ټولو ولایتونو سره  په غم او ښادئ کې شریک کېږي.

   زما د پلان له مخې د ولسونه د دولت سره  دمستقیمې همکاریو په یوه ټولنیز ارګان بدلېږي.

  د ننګرهار ولایت  د ځوانانو غوښتنو ته د یوه اصل په توګه توجه کېږي.

   د ځوانو د استعدادونو د ودې او پراختیا مرکزونو ک به استعدادونه آزماییل کېږي. دوی به خپلې طرحې وړاندې کوي ،خپل اختراعات او کشفیات راوړي،هغه توضیح کوي او ورڅخه دفاع کوي.دولت به له هغو څخه ساتنه کوي د هغو د پراختیا دپاره د خلکو په ګټه کار آخلی. دداسې ځوانانو سره ګډې پروژي تنظیمېږي. او د استقلالیت په صورت  ورته مادي او معنوي زمینې او امکانات ورته برابرېږي.

   ځوانو کورنیو ته  د دولت مادي او معنوي مرستې رسېږي او دځوانانو د صندوق له خوا ټاکلیو مودو دپاره د کور جوړولو،دکور دوسایلو د رانیولو او نورو ضروریاتو دپاره  بې له ټکټانې  او یادکمې ټکټانې سره لنډ مهاله او اوږد مهاله پورونه ورکول کېږي.

  مستعدو ځوانانو ته چې په دولت کې د کارکولو لیوالان دي،ترمعاش او ټاکلیو حقوقو سرباری امتیازات هم په نظر کې نیول کېږي.

    په دولتی اداراتو کې د ځوانو استعدادنو د پاره استعدادی معاش  یا په نورو مختلفو نومونو په نظر کې نیول کېږي.

  د ځوانانو پر مستقلې اتحادیي سر بیره د ننګرهار دښوونځيو او پوهنتونونو د اول نمره ګانو ټولنه جوړېږي او د دوی له استعدادونو څخه په مختلفو چارو کې د ټاکلي مادي امتیاز په بدل کې استفاده کېږي، دا چې څرنګه ؟.د پلان له مخې پر مخ ځي.

  د ننګرهار ځوانانو ته د ولایت  د ټولنیز نظم په ساتلو کې  ونډه ورکول کېږي.

    له مخدره موادو څخه دمافیا لاس  لنډېږي.  دکوکنارو بدیل مروج کېږي. دمخدره موادو د پلورونکو او قاچاقچیانو د پاره  د جزا کلک قانون وضع کېږي او تطبیقيږي.

       په ولایت کې له والي نه نیولی تر وروستي قدمي کارکوونکي او دولایت اوسیدونکي پورې د قانون په وړاندی یو ارزښت ولري.

  هېڅوک به له قانون څخه لوړ نه وي.

   د والی تر مستقیمې څارنې لاندې د جګړو د شهیدانو،معلولینو،معیوبینو،دهغوی د کورنیو او نورو متضرر شویو کسانو برښنایی ثبت او راجستر صورت نیسي. دشهیدانو د امتیازاتو اونورو دژوند ټولو چارو ته پوره او عادلانه پام اړول کېږي.ددوی اولادونو ته د لوړو زده کړو امتیازی امکانات برابرېږي او په دولتی ارګانونو کې دهغو سیالانو سره چې مساوي نومرې اخیستي وي، حق اولیت ورکول کېږي.

  د دولت په ټولنیزو او سیاسی اقداماتو  او همدارنګه ملی چارو کې خلکو ته ونډه ورکول کېږي او ددوی د ګډون براخې زمینی برابرېږي.

   د ټولنیز نظم ډلې جوړېږي.دغه غیر وسله واله او داوطلبانه ډله دیوه منظم ټولنیز سازمان په توګه ټولنیزې چارې تر ولسي کنترول لاندې راولي.دغه سازمان چې اکثرا به ځوانانو څخه تشکیلیږي د دولت ډېر نږي همکار ګرځي.

په فرهنګی برخه کې:

  ننګرهار د فرهنګ ټاټوبی دی.دننګرهار ولایت فرهنګي وضع له کړکیچه ژغورل کېږي. فرهنګي او ادبي هستونو ته زمینه پراخه کېږي. دفرهنګي هستونو امکانات زیاتېږي.هېرې شوې فرهنګي  توکي او خواوې بیرته راژوندي کېږي. د فرهنګیانو اقتصادی او ټولنیژ ژوند ته توجه کېږي او ددوي مادی وضع بدلون مومي. نوښتګر تشویق کېږي، په کمه موده کې به ددوې مالي ستونزې هم حل وي . د مختلفو فرهنګي هستونو د خپرلوو زمینې برابرېږي. فرهنګي نوښتګرو ته د هیواد په دننه کې  دولایت په امکاناتو او د هیواد نه بهر د جمهوري  ریاست په پاملرنې د استراحت او تداوئ زمینې برابرېږي.

  د خلاقو روڼ اندو د ټولیدنې واحد ارګان رامینځ ته کېږي.

– ورځپاڼو، مجلو او ټولو رسنیو ته  پوره پاملرنه کېږي، هیڅ هغه اطلاع چې خپرول یې دملی منافعوسره په ټکر کې نه وي ،له رسنیو څخه پټ نه پاتې کېږي. رسنئ به د څلورم ځواک په توګه د اهمیت وړ وي.

– دولت د فرهنګیانو او ژورنالیستانو امنیت پر غاړه اخلي.

– دمبتذلو خپرونو مخه نیوله کېږي،هره فرهنګي هستونه به معیاري وي او هستونکی به یې د دولت له ټاکلي حمایې څخه برخورداره وي.

– ځوانو لیکوالو  ته د ادبیاتو ، او د فرهنګ دمختلفو برخو ځانګړي کورسونه جوړېږي او دوی پکې روزل کېږي.

د فرهنګی تولیدات معیاری کږي.

– د فرهنګي جشنونو،نمانځنو اوملی او دینې وروځو د تجلیل د پاره پراخه زمینه برابرېږي.

  جوماتونه به د دولت فرهنګي فعالیتونو دیوه رکن په توګه هغو مسایلو ته  توجه کوي چې دافغانستان  دخلکو او ولسونو په ګټه وي.

   ملا امامان د دولت تر حمایی لاندې وي. د دوي ژوند ته پوره پاملرنه کېږي.هیڅ یو ملا ، موذن او د جومات خدمتګار به له پاملرنې لرې پاتې نه شي.

   د ملایانواومولویانوعلمي شورا د مدرسو تعلیمي نصاب ټاکي. په ښوونځيو کې د قرآن دپوهني او ښوونې علمي اساسات په تعلیمي نصاب کې شاملېږي. چې د ښوونځيو فارغان مو وروسته له دولسو کالو له اسلام څخه مثبت قراات ولري.دا دټولنې د نن اوسبا دپاره اړین کار دی.

  جوماتونه، په سیستم کې راځي او ملایان به لکه خدایی خدمتګاران د دولت او ټولني د اصلاحي پلانونو د تطبیق مهم ارګانونه وي.

  او په دې برخه کې داسې نورې کړنې.

  داخلاقی فساد مخه نیوله کېږي.

   په ولایت کې لوړ فرهنګ د ټولو ناخوالوځای  نیسي.

اداري او مدیریت په  بر خه کې:

–  مهم ترینه مساله سالم مدیریت او د سالمې ادارې رامینځ ته کول دي.

–  په ډېره کمه موده کې د دولت ټول اداري نهادونه لکه زنځيري کړۍ سره په یوه نقطه کې وصل کېږي.

– د دولتي ادارو  خدماتي راکړې ورکړي د څارنې په پروسه کې ځاي پر ځاي کېږي. دولایت لومړی  شخص به د صداقت اوایمان دارۍ بېلګه وي او نور مامورینو ته به د کار او رښتیا اوخدمت ځلانده نمونه. په دې توګه  د ننګرهار هیڅ یو دولتی مامور مفسد او رشوت خور نشي پاتې کیدلای.

– دولایت اداری او دولتي سیستم  او دولس سره تړل کېږي .که دیوی لرې ولسوالۍ نه هم  یو څوک وغواړي د ولایت له اول شخص سره تماس ونیسي په کمه موده کې خپل هدف ته رسېدلای شي. که د افغانستان جمهور رییس وغواړي د یوې سیمې نه خبر شی په یوه دقیقه کې ورته دا امکان برابرېږي.

– هر وزیر کولای شي چې د ولایت  دواحدې اداری له لارې د خپلې یوي لرې سیمه کې پرته ادارې سره اړيکه  ونیسي او د هغه له کارونو او رښتیاوو دروغو خبر شي.

– واحده اداره خود په خوده په ولایت کې درشوت ،  بیروکراسی او کار شکنۍ مخ نیسي او دخلکو رضایت لاس ته راوړي.

-دننګرهار دولتي او غیر دولتي موسسو کادري – تشکیلاتی سیستم دماموریت له پیله تر تقاعده پورې د ولایت د پوهنې او روزنې  سره هماهنګه کېږي. دپینځو کالو په موده کې  دهېڅ دولتي او دغیر دولتي موسسې هیڅ یو کاري بست بی کادره نه پاتې کېږي او د پوهنتونو هیڅ یو فارغ  پخپل مسلک کې  به وزګار نه وي.

    د ټول ولایت اداري او نظامي – امنیتی سیستم سره تړل کېږي.دیوه لري  کلي  یو عادي دهقان او کار کوونکی هم کولی شي، په ډېرې آسانئ سره  دولایت چارې وڅاري.

   د یوه کال په موده کې د اداری بیروکراسي کچه را ټيټېږي او د لنډوکلونو په واټن کې بیروکراسي له مینځه ځي.

    په شپږو میاشتو کې درشوت، اداري فساد، اختلاس  او د ټولو فسادونو مخه نیوله کېږي.

   یو ځل بیا تکراروم چې د  دولت او د خلکو ترمینځ  نزدې اړیکي ټینګېږي.خلکو ته د دولت قوانین رسول کېږي. د مملکت د لومړی شخص او د ښار،کلیو،جوماتونو تر مینځ یوه زنځيري ارتباط  ایجادیږي.که هغه وغواړي،  دیوه کلي له ټولو حالاتو څخه هم خبر شي په ډېرې آسانئ سره خبرېدلای سي.

    له دولتی چارواکو څخه د کار او پلان کلکه غوښتنه کېږي او دهغوې کار د واحدې ادارې په چوکاټ کې څارکېږي.

    خلکو ته په دولتي ادارو کې  دهغوې د کارونو د زر حل کېدلو زرګونه آسانتیاوي برابرېږي. دشکایتونو کچه راکمېږي ، دخدمت کچه لوړېږي.په دې توګه دسالمې اداري او ښه مدیریت تجربې  تقويه کېږي.

 د خپلو کارونو دتطبیق د پاره یواځې دو وړاندیزه لرم:

اول – د ننګرهار سرحدی  لوا دې،د هر بل وزارت  له چوکاټه وایستل شي او مستقیما د ولایت  د مقام تر قوماندې راشي، وې وروسته به یو نوم ورته  وټاکل شي. د ولایت دټولو مسوولینو او ارګانونو دقانوني امنیتی او حفاظتی چارې د همدې ارګان پر غاړه وي.دغه ارګان یواځي والی ته  ځواب ګوی دی اوبس.دغه ارګان په نوي بڼه روزل کېږي او دنویو کارونو د پاره آماده کېږي.

دویم- تر شپږو میاشتو پورې به را نه دهيڅ کار اواقدام پوښتنه نه کېږي.

زه د حافظ دا خبره نه منم چې وايي:

«حافظ» وظیفه ی تو دعا ګفتن است و بس

در بند آن مباش که نشنید یا شنید

زه د ټول افغانستان بچی یم،افغانستان ته سوله غواړم،افغانستان خلکو ته راحت ژوند غواړم او ددې د پاره هڅه کوم.ننګرهار مې ځکه یادکړی دی چې د هېواد د ښو او بدو دروازه ده اوما پکې خاپوړې کړې دي،ځکه نو په دې لاره کې به زه  له خپل هاندوهڅې نه ستړی نه شم.

125 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    thank you sir/what you wrote this is 100%wish of all/i hope to we act like that.
    in last few years all good governers were in jalalabad,but jalalabad is now in very bad condition,security/poverty/un employee and more.

    our first hope is security and peaceful life/
    thank you

  2. ع۔شریف زاد Reply

    سلام
    د زرو قدر د زر گر سرہ وی د ننگرھار قدر خو د جلال الدین اکبر سرہ وہ اکبر پوھیدہ چی ننگرھار بہ یو وخت د دی سیمی ھیوادونو د ما لونو د تورید او تجارت پہ مغز بدل شی ھدف یی دھند لو یہ وچہ او سیمی ھیوادو نہ ول ۔او س باید ننگرھار پہ اقتصادی ، تجارتی، معارف ، او زراعتی برخو کی دیر وراندی وای او پرمختگ یی نریوالہ بنہ درلود ای خو دغہ کار پہ تش وگری نہ کیزی بلکی یو ماھر ،مدبر ، پوہ او بشپر سیاست لرونکی تہ ضرورت لری دا کار خکہ مھم دی چی ننگرھار د افغانستان لہ دیرو مھمو سیمو سرہ توپیر لری
    دا خبرہ ما باید کری نہ وای خو اوس یی وخت دی چی ھغی تہ راشم دربانی د حکومت شش گانہ ودوگانہ وچھارخانہ را پہ دی خوا د ننگرھار لپارہ سم والی نہ دی تاکل شوی ننگرھار والی باید معیاری پوھہ ولری پیڑندل شوی شخصیت او پہ کی یو مدبر انسان وی ننگرھار پیڑندونکی طراح د خلکو د مکتب یو عالم وی ۔

  3. ع۔شریف زاد Reply

    سلام
    ھر مسلک کاری دسپلین را منخ تہ کوی بنا بران
    کار را بہ کار دان بسپارید
    دکاردان مانا ھغہ شخص چی علم او پوھہ ولری شخصیت او لہ خلکو پئڑندگلوی ولری مدبر او سیال وی او ددی ظرفیت ولری چی لومری خپل خان وپیڑنی نو بیا خپل اللہ او ولس پیڑندل شی وگری سری د ننگرھار لپارہ داورلگیت حیثیت لری د ننگرھار آبادی او پرمختگ پہ ھرہ برخہ کی نا ممکن دی نو طبیعی دہ چی فساد لہ ھمدی خای پیل کیزی

Leave a Reply to ع۔شریف زاد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *