Categories

اعلان

Loading…

طالبان چاسره جګړه کوي؟ | ‎مینه منګل 

‎عجیبه ده طالبان او داعش چې د یوه نوم تر چتر لاندې جګړه کوي، موخه یې څه ده جګړه چاسره او د څه په خاطر یې کوي؟
‎طالبان په افغانستان کې د چا په وړاندې جهاد کوي؟ ددوی موخې دلته څه دي؟
‎موږ ټول ددې شاهد یو چې طالبانو تل ملکي خلک تر برید لاندې راوستې دي، تل یې د بېچاره او بېګناه افغانانو ژوند اخیستی، او بیا یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې شرمۍ د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دا برید د اسلامي امارت مجاهدینو تر سره کړ.
‎ښه که داسې ده نو دوی خو بېګناه افغانان په نښه کوئ، تاسو خو هغه څه کوئ چې نه یې اسلام کې اجازه شته او نه یې قران کې بیا نو او د کوم ‎دین په خاطر جګړه کوي؟
‎دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، نو معلومه ده چې ټول قوانین یې اسلامي دي او تر ننه افغانانو په اسلام مبارک دین خپل سرونه قربان کړي.
‎تر طالب او داعش افغانان بهتر او حقیقي مسلمانان دي.
‎اړتیا نشته چې بله او پردۍ ‌‌‌‌‌‌ډله د په افغانستان کې جهاد وکړي .
‎طالبان وايي تر هغې چې بهرنیان له افغانستان څخه نوي وتلي نه به سوله کوي او نه به له جګړې لاس اخلي.
‎که خبره د بهرنیانو وي، او جګړه دکفارو په وړاندې وي، نو په عربي هېوادونو کې تر افغانستانه هلته بهرنیان ‌‌‌‌‌‌ډېر دي او ا‌‌‌‌‌‌ډې یې هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې دي ولې هلته د جهاد اعلان نه کوي؟
‎ولې هلته جګړه نه کوي؟
‎که د طالبانو موخه له بهرنیانو سره جهاد کول وي، دوی ولې هغو ځایونو باندې بریدونه کوي چې هلته نه بهرنی شته او نه د بهرنیو کوم مرکز، روغتون، ریاستونه، تعلیمي مرکزونه ،ښوونځي، جوماتونه دا ټول هغه ځایونه دي چې د افغانانو د پاره پکې خدمات وړاندې کېږي، هلته ټول مسلمانان دي، ولې یې طالبان په نښه کوي؟
‎داعش ‌‌‌‌‌‌ډله چې د اسلام مبارک دین د کلیمې تر چتر لاندې ځانونه معرفي کوي، آن د خلیجي هېوادونو څخه راځي په افغانستان کې په بې رحمه توګه افغانان شهیدانوي، د خلکو عزت ته لاسونه اوږده کوي،
‎ننګرهار کې یې قومي مشران شهیدان کړل، په وړو ماشومانو یې رحم ونه کړ، که دوی ځانونه د اسلام مدافعین ګڼي ، دوی ولې د اسرایلو په وړاندې جګړه نه کوي چې راځي په یوه اسلامي هېواد کې بېګناه مسلمانان شهیدانوي.
‎دا یو لوی او څرګند حقیقت دی؛؛ طالب دی ، که داعش دی او که هره بله افراطګره ‌‌‌‌‌‌ډله دوی د پاکستان او د یو شمېر نور ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو او د سیمې د استخبارانو په لاس جوړې شوې ‌‌‌‌‌‌ډلې دي، چې د اسلام له نوم څخه په استفادې ، د خپلو بادارو هېوادونو د ګټو په خاطر په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان شهیدانوي، ‎د دوی موخې د اسلام څخه دفاع، او د کفارو په وړاندې جهاد ندی، د دې ‌‌‌‌‌‌ډلو موخې او ګټې یوه ده .
‎اړتیا ده د هغه افغانان چې ددې افراطګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې  راغلي ددوی ملاتړ کوي،په خپلو سیمو کې ځای ورکوي، باید وپوهېږي چې دوی د اسلام د پاره نه جنګېږي دوی د بل لاس جوړ شوي اصلحې دي، ددې ‌‌‌‌‌‌ډلو په وړاندې باید افغانان ودرېږي.
‎موږ خوشبختانه اسلامي جمهوري دولت او حقیقي مسلمان امنیتي ځواکونه لرو چې په حقیقي جهاد سره ددې خاورې او د ټولو افغانانو ساتنه کوي.
‎ټول افغانان باید د خپل نظام او دولت ملاتړي واوسي تر څو دا افراطګرې ،ظالمې ، او قاتلې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ټولیزه توګه ماتې وخوري.
‎موږ باور لرو ، داعش ده که طالب، او یا هم نورې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلې زموږ د امنیتي ځواکونو په وړاندې یې ماتې خوړلې ، او هغه هېوادونه چې ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو ملاتړ کوي دا د درک کړي چې یوه ورځ به د همدې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو ښکار کېږي ، او هېواد به یې له خاور سره یو کېږي. ‎ځکه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډلې کرایي دي.
‎د نړۍ په کچه اړتیا ده چې ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو په وړاندې ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړي ، او هغه هېوادونو باندې سخت فشارونه راولي کوم چې ددې ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو تمویل او روزنه کوي نو نړۍ به ددې قاتله ‌‌‌‌‌‌ډلو څخه په امان کې شي.

122 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. mha Reply

    One of the many questions that Taliban would like to know the answers is: Why a criminal and murderer person who killed over 3000 unarmed preseners of war(POW’s) against the Geneva convention, in the northern Afghanistan, is the second person in the government, vice president Rashid Dustom.

Leave a Reply to mha Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *