Categories

اعلان

Loading…

اغېزښیندونکی کلام | عزت الله نورزی

اوس څرګنده شوه چې د بلاغت اصلي معنا اغېزناکه او ارزښت لرونکې وینا ده، تاسې د ازادۍ رادیو د خبریالانو خبرو ته غوږ شوي یئ. د زیاتره خبریالانو غږونه چې اورئ، له خبرو یې خوند اخلئ. په دغه اړه مو فکر کړی چې ولې؟ ځینې محصلین چې د ادبیاتو یا د ژورنالېزم په پوهنځی کې محصلان وي، د یوه خبریال تر اغېزې لاندې راغلي وي، د هغه پېښې (تقلید) کوي؛ خو مصنوعي تقلید تر ګټې تاوان زیات لري.

معاني پوهنه د جملو له دویمې معنا څخه بحث کوي، کومه موضوع چې تاسې په ورځني ژوند کې بار بار و وينئ، نو زړه مو ترې تور شي،  بیا یې اورېدلو ته زړه نه ښه کوئ، که یې واکې په لاس کې ولرئ، بیا یې ګوتې ور وړلو ته هم زړه خورئ.

که تاسې په یوه مسلک کې نیمګړې تجربه او پوه لرئ، د هنر د زده کړې په خاطر څو ځله یوه موضوع اورئ، چې څو یې اورئ، معلومات مو زیاتېږي. له همدې وړتیا خوند اخلئ، نو ځکه یې بار بار اورئ او دا عمل ترسره کوئ. که عاشق ته د مینې خبرې کوې، د هغه تلوسه را پارېږي چې له مجلسه را پورته شې، تر لمن بې ټینګ نیولی وې او اجازه نه درکوي چې ترې ولاړشې. دا ولې؟ تاسې پوهېږئ چې په همدې خبرو کې خپله مینه ګوري، له تا سره به خبرې کوي؛ خو ناڅاپه ورته و وایه مینه دې راغله. پورته ترپ کړي، چیغې کړي، وايي کومه ده؟ دا او دېته ورته نورې خبرې هم شته، چې عاشق خپله مینه ترې پیاوړې کوي. له دوربچې معلومات اخلي او په وره یې تر ګوګله رسوي، زړه په خپله خوشحاله کوي.

 که له ناکام مین سره کښېنئ، د مینې کیسې ورته کوئ، د مینې خبره وریاده کړئ، شاید لیدلي مو وي، بې خواره یې پر ګرېوانه اوښکې را تویې شي، نو له ځان سره به ووایې چې زړه ته مې يې څله ګوتې ور وړلې؟ ولې مې خفه کړ؟ ولې مې وځوراوه؟ بیا خو مین چې ښېرا کوي وايي؛ «خدای دې د مین له زړه خبر کړه.» نو به له ځان سره وایې چې دا کړنه مې ولې ترسره کړه.

یوه ملګری: شخص(؟) یوه مین را سره چت کاوه، د خپل معشوق په تړاو یې را څخه پوښتنې کولې، ما به په مات زړه ځواب ورکړ، هغه به پرته له خدای په امانۍ رخصت واخیست، خو کومه ورځ به چې ما د بریا کیسې ورته وکړې، بیا بې خوښي څرګنده کړه. یوه ورځ یې راسره چت کاوه، د خپل معشوق پوښتنه یې وکړه، ویل یې هغه زما په تړاو څه وايي، ما ورته وویل: «د هغه په زړه کې ته ځای نه لرې، چت یې پرېښود، څو د قیقې مې ورسته ورته مسېج کېښود، ما ویل: «یوه خبره درته کوم، که یې ومنې شاید ګټه دې پکې وي، قبوله یې کړې، شاید غوسه شې، که یې راز افشا کړې، خو غرقه ورځ ده، خو مینه ده» دا مسېج یې وروسته کتلی و، په سلګونو مسېجونه یې راته وکړل، د موبایل شمېره مې ورسره نه وه چې زنګ یې راته کړی وی، اخر کې یې راته لیکلي وو، که ځواب نه راکوې ځان وژنم، خون مې ستا تر غاړې.

زما هدف دا و چې له داسې مینې تېریدل غوره دي، خو د هغه مینه په زړه کې وه، داسې فکر یې کاوه چې په مینه کې کامیابي راته نصیب شوه.

اوس د معاني دنده دا ده چې د پلټنې لپاره غوره او نیکه حل‌لاره ولټوي، د ښې خبرې پلټنه وکړي چې څنګه وینا وکړو چې مخاطب مو تر اغېزمن شي او خبرو ته مو په ارمتیا غوږ کېږدي او د ستړیا احساس و نه کړي.

موږ داسې وینا کوو چې مخاطب مو تر اغېز لاندې راشي او له ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلو، لکه: د لاسو ښورول، د وجود خوځښت، بدیعي ښکلاوې، د غږ لوړوالی او ټيټوالی. …

د استا سعدالدین شپون (ښایستو) ناول مې لوست، چې د ستړیا احساس به مې کاوه، یو طنز به مخې ته راغی یا به ټوکه وه یا به متل… وو چې زما ستړیا بې ورکه کړه او لوستو ته بې مجبور ایستلم.

که موږ بریالۍ وینا کول غواړو، باید د ژبې په نزاکتونو او اصولو پوه شوو، له باریکیو یې ځان خبرکړو. د ځینو ملایانو وینا مو ولې خوښېږي؟ خو د ځینو له وینا ستړي شئ، دواړه په یوه موضوع خبرې کوي.

 ملایان د خبرو جوړولو لپاره ډېر تمرین کوي، که په موضوع حاکم وي او د خبرو تمرین ولري، تاسې ته هم خوند درکوي، که په موضوع حاکم نه وي، یوه خبره له سره کوي، یوه له بېخه تاسې هم د ستړیا احساس کوئ.

تاسې به له ډېرو کسانو اورېدلي وي چې د طالبانو له ترانو سره ټکر لري، حتی په ملي سرتېرو کې به مو هم داسې ډېری کسان لیدلي وي چې دا ټکر لري؛ خو هغه چې د طالبانو دوې ترانې واوري، بیا یې په لاس کې امپیتري نیولې وي، همدا ترانې غږوي، نور خپل جانان پکې ګوري، نه د طالب جانان. دا ولې؟ ځکه چې د هغه په غږ او جوړولو کې یو هنر دی، موضوع یې د ځپلي هېواد احساس دی. سره له دې چې غوږ نیونکی د طالب احساس له وطن سره نه مني!!؟؟

افلاطون ولې له خپل فاضله یې مدني څخه شاعر باسي؟ دی ټینګار کوي چې د شاعر سر به په خوشبویه تېلو ورغوړ کړم او له هېواده بې بل هېواد ته وباسم او څوک چې شاعر دی، زما په جمهوریت کې ورته ځای نشته.

افلاطون وایې: «دهومر او داسې نورو شاعرانو شعرونه خلک تر خپل اغېز لاندې راولي، د خلکو زړونه نرموي، خلک بې زړه کوي.» نو ځکه دی وايي چې باید د نظام خلکو ته خو هېڅ ونه غږول شي، که داسې شعرونه ور‌ته وغږول شي، ژبه یې اغېزناکه ده، د دې تر اغېز لاندې راځي، نو بیا بې زړه کيږي.

د روحانیانو مجلس به مو لیدلی وي، یو نعت وايي یا وینا کوي، په مجلس کې نور اورېدونکي پرته له کومې وسیلې ژاړي، دا ولې؟ ځکه په هغه وینا کې هنر دی، هغه هنر خلک اغېزمن کړي دي. قاري چې قران کریم وايي، ولې خوب درځي، یو خو دا چې هلته د لوی خدای ج رحمت اوري، قران کریم فصیح کلام دی روح د سکون  مومي.

یادونه: هر بلیغ په هر ځای کې یو ډول فصیح او بلیغ نه دی؛ ځکه د ویاند او مخاطبینو احساسات او سویې توپیر لري، د موضوع تړاو له مجلس سره توپیر لري. زموږ پر وړاندې هر فصیح او بلیغ نسبي دی او موږ چې د یو چا په اړه پرېکړه کوو، هغه هم نسبي ده؛ خو د قران عظیم شان لویه معجزه همدا ده چې په هر ځای کې د هرې سویې د خلکو لپاره فصیح او بلیغ دی.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *