Categories

اعلان

Loading…

غیرت او فرهنګ باید له سره تعریف شي | امید اڅک

«اور په افغانستان کې» تاریخي کتاب مې مطالعه کاوه، د مطالعې په لړ کې په ټول هېواد کې د یوازینۍ برتانوۍ نرسې په اړه د معلوماتو څپرکي ته ورسیدم.

خبره داسې وه چې کابل ته له برتانوي هند څخه د امان الله خان په غوښتنه یوه نرسه راوستل شوې وه چې په کابل کې کار وکړي.

کله چې د انګریزانو او غازي امان الله خان تر منځ د عجب خان اپریدي د قضیې په سر سیاسي کشمکشونه ډیر شول، د برتانوي هند حکومت د امان الله خان د زورولو او تر فشار لاندې راوستلو لپاره، خپله هغه یوازینۍ نرسه هم له افغانستان څخه وویستله.

غازي امان الله خان ولیدل، چې یو خپلواک هیواد په شلمه پیړۍ کې د یوې ښځینه نرسې د نه شتون له کبله تر څومره فشارونو لاندې دی؛ نو تصمیم یې ونیوه چې د دې تشې د ډکولو لپاره ځینې افغانې نجونې ترکېې ه ته د قابلګۍ د زده کړو لپاره ولیږي.

هماغه و، چې د ځینو نورو عواملو تر څنګ د نجونو دغه لیږدونې د حکومت مخالفینو ته د تبلیغ زمینه برابره کړه، چې بلاخره یې د امان الله خان حکومت د همدې پرمختګ قرباني کړ او افغانانو د نورو په لمسون په خپل تبر خپلې خپې ووهلې.

د کتاب د مطالعې په وخت کې به په دې فکر کې ډول شوم، چې زموږ خلک ولې په هغه وخت کې په دې نه پوهیدل چې ښوونځی یې په ګټه دی، خویندې او لورګانې یې باید ښوونځیو ته ولاړې شي، ډاکټرې شي، نرسانې شي، ځکه چې په دغه برخو کې به د دښمن له دایمي انحصار څخه ووځي؟ ولې یې د ښو او بدو ترمنځ توپیر نه شو کولی؟ دا او دیته ورته نورې ډيرې پوښتنې…

په همدې فکرونو کې وم چې د خپل ابتدایه ښوونځي هغه ګڼوالې راته په یاد شوې چې د همدې روانې جګړې په پیل کې په اصطلاح د مجاهدینو له خوا وران شوي و، دې حالت د ماضي څخه حال ته راوستم او له ځان سره مې وویل چې نه؛ موږ خو د پیړۍ په تیریدو سره هیڅ توپیر نه دی کړی، څه چې په کتاب کې لولم موږ اوس هم هماغه یو، یوازې مو په خوراک، پوښاک، او ظاهري بڼه کې تغیر راغلی، یوازې دا نه چې فکرونو مو بدلون نه دی کړی؛ بلکه لا هم د فکري انحلال په رنځ اخته یو.

موږ خو لا اوس هم ښوونځي ته د خپلې خور او لور په لیږلو شرمیږو، اوس مو هم په ټولنه کې داسې فکرحاکم دی، چې ښوونځيو ته د خویندو او لوڼو ورتګ کفر ګڼي.

څه موده وړاندې خبر شوم، چې د یو ولایت په لرې پرته سیمه کې د یو … قوماندان میرمن په اولاد ناروغه شوې وه، خلکو ورته ویلي و، چې میرمن دې مرکز ته ددرملنې لپاه ولیږه، هلته به یې په روغتون کې زیږون وشي، کنه نو میرمنه او ماشوم به دې دواړه خپل ژوند له لاسه ورکړي، قوماندان ویلي و، چې د تقدیر فیصلو ته به په ورین تندي غاړه ږدم، څه چې خدای وغواړي هغه به وشي، بلاخره یې هم میرمن او هم ماشوم دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

وړمه اونۍ داسې خبرونه خپاره شول، چې ګواکې په یو ولایت کې یوې میرمنې د سړک په سر زیږون کړی دی، هغه ځکه چې طالبانو یې په سیمه کې ټول روغتیایي مرکزونه تړلي دي، ددغه خبر په خپریدو، سره خو هیچا غیرت ته صدمه ونه رسیده، هیچا د شرم احساس ونه کړ، نه د ځوانانو، نه د علماو، نه د رسنیو، نه د مدني فعالانو او نه په ټوله کې د هغه لوستي قشر چې ټوله ورځ د مدنیت او فکري ودې خبرې کوي کوم د پام وړ غبرګون وښودل شو، که چا څه وویل هغه هم په انفرادي ډول، خو په ډله ییزه توګه پرې بحث ونه شو.

هغه پیښه لا هماغسې ګنګه پاتې وه، چې په ننګرهار کې یې د قابلګۍ په یو مرکز برید وکړ، د ننګرهار په پیښه کې يې په مخامخ ډول زموږ قابله ګانو ته زیان ونه شو رسولی، خو دفکري او معنوي اړخ څخه یې ورته ډیر زیان ورسوه.

وروستۍ پيښې بیا د امان الله خان د زمانې خلک په موږ وخندول، موږ څومره مظلومه یو؟

د روژې په میاشت کې یې  په ننګرهار کې د کرکټ په میدان کې چاودنه وکړه، چې زموږ د هیواد ډير د کار ځوانان په کې شهیدان شول. د ځينو له خوا خو د همدې چاودنې  د توجیې لپاره هڅې هم شوې وې او ددغه ځوانانو د مرګونو د جواز لپاره ورته بیلا بیل دلایل لټول شوي و.

ممکن په قابلګانو باندې د وروستۍ حملې لپاره هم  ډیر خلک د توجیې لارې چارې ولټوي او په جرئت سره یې د مرګ جواز صادر کړي.

دلته ده، چې د غیرت، دود او فرهنګ په تعریفونو کې تیر وتي ښکارو او داسې احساس کوو چې د غیرت په اوسني تعریف باندې باید بیا له سره کتنه وشي، غیرت دا نه دی، غیرت دا نه دی چې زما میرمن او د کورنۍ ښځې دې په سړکونو او بوسخانو کې ولادت وکړي، غیرت دا نه دی چې زما خور او لور دې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړه نه شي، غیرت دا نه دی، چې زه دی په عام مجلس کې د خپل خور او لور د نوم په اخیستو وشرمیږم او بلاخره غیرت دا نه دی، چې زما د خور، لور، ورور او زوی تر منځ دې په علمي برخه کې توپیر موجود وي. اصلي غیرت دا دی، چې زما مور، خور، وریندار او لور دې د انسان په توګه په صحي چاپیریال کې زیږون وکړي، غیرت دا دی، چې زما میرمن، خور او مور دې د ښځینه ډاکټرې په واسطه معیانه شي، غیرت دا دی، چې زموږ خویندې او میندې دې د سړک په سر زیږون ونه کړي، غیرت دا دی، زموږ ولس دې د یو عادي نارغۍ د درملنې لپاره د هند او پاکستان د سفارتونو مخته صفونه جوړ نه کړي.

موږ باید د غیرت او فرهنګ په سم تعریف له سره غور وکړو، لازمه ده چې دغه تعریفونه په ریښتني معنی راته یو ځل بیا تعریف شي.

دا کار به څوک وکړي؟

زه به یې کوم، ته به یې کوې او ټول ځوان نسل به یې کوي.

126 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *