Categories

اعلان

Loading…

څراغ | نــورالله زهــيــر

څراغ (۴۷۱) مخيزه اثردی پر پنځوبرخو وېشل شوی دی.۱- د روغي ټولـني ارزو ۲- فرهنګ او ادب ۳- ګرامر۴- هغه ما ليدلي خلک ۵ـ مرکې.

له دريو مرکو سره (۱۳۰) عنـوانـه بـېلابـيلي ليکني پکي راغلي دي.

استاد چي کتاب  تـه دا نـوم غوره کړی دی پرځای غوراوی دی يوازي کتـاب نه بلکي په کتاب کي هره ليکنـه يو څراغ دی چي رڼـابه ئې تر ډيره ليري رسيـږي او تـلپاتي بـه وي.

استاد د کتاب د سر خبرو کي د څراغ پـه اړه وايي:

«څراغ د مطـالـبو د تـنوع او مــحتوا له مخي زما د مقالو يوې بلي ټولګي (کلتور او ټولـنه) تـه ورتـه دی. هـغـه لـيکني چي (د روغي ټولني ارزو) تـر عنوان لاندي ئې لولئ د وګړي او ټولني لـه مسايلو سره تعلق لري.

د (فرهنګ او ادب) تر مشترک عنوان لاندي اکثره ليکني له ادب تيوري، کره کتني او د فرهنګ عمومي مسايلو سره تعلق لري.

د (څراغ) د ګرامر د برخي مقالې تر ډېره حده د ژبي د ګرامر له جزئيـاتو سـره تعلـق لري.

(هغه ما ليدلي خلک) د کتـاب د دې برخي ليکني تر ډېره حده د ځينو کسانـو، ځايـونـو او خلکـو پـه بـاره کي  زمـا د  خاطرو او مشاهدو پـه اساس راپورتـاژونـه دي او د کـتـاب پـه وروسـتيو پاڼـو کي درې مرکې لولـئ.»

څـراغ پـه بـيا- بـيا لوستلوارزي، ډيري زريـني خبري پکي شتـه.زه دلـته له ځينو ليکنو نـه ځيني خبري د نـمونې پـه توګـه را اخلم البتـه د ليکوال ليکوالۍ او پـه اړونـد موضوعاتـو.

زه ډېر ځله په ځينو مجلو،کتابونو اوپه ځانګړي ډول فسبوک کي له داسي  ليکنو سره مخ شوی يم چي ليکونکي ليکنه پـه پښـتو کړې وي، خواري به ئې هم پرې کښلې وي خو چي لولم ئې د پـښتو خونـد او رنګ نه لري، يوه ګـډولـه ژبـه وي. د نورو ژبـو تـاثيـر پـرې سيـوری کــړی وي همدا سيوری د لـيکـني رنـګ هـم پـیکـه کړي. رواني پـکي نـه وي لـکـه پـر لوړو- ژورو چي ځـو پـه بــخښني سره، کـه ووايـم چي نه مو ادبي تـنده ماتـه کړي او نـه مو ادبي ذوق خړوب کړي.

هسي سپيني پاڼي تـوري شوي وي. هغه ليکونکي چي په پښتو ليکلو کي داستونزه لري زما پـه نظر ښه بـه دا وي چي د ډيرو ليکلو پرځای کم ليکل وکړي، د پښتو زده کړي او مطالعې ته وخت ورکړي. دا کار بـه هـم د  پښتو ژبي، هم د ليکونکي او لوستـونکي پـه ګټـه وي، هم بـه ليکونکی او لوستونکی دواړه لـه دې ستـونزي خـلاص شي.
غضنفر صاحب پـه  دې اړه ليکي:

«ليکونکی بـه پښـتولـيکي خو د جملو  جوړښت به ئې له نورو ژبو متاثر وي لکه فکر چي په بله ژبه کي وي او د ليکلو پروخت ئې پښتو ته ژباړي. زموږ اکثره ليکونــکي چي په مورنۍ ژبه ئې زده کړه اومطالعه نه ده کړې له دغه مشکل سـره مـخامخ کيږي. د لـيکوالي په کار کي د پرمختګ لپاره له دې لومي راوتل پکار دي. مـصنوعي احساسـات يـوه بـلـه لـومـه   ده چي د واقـعي  پرمختګ مخـه نيسي.»

بـل ځای وايي:

«هرواقعي ليکوال ځيني ارزښتونه لري چي دهغو وړاندي کول ئې ليکوالي ته روح ورکوي. پـه دغو ارزښتونو بـاندي سودا به ليکوال ته پيسې، منصب يا شهرت ورکړي خو د لــيکوال پـه حيث ئې د پرمخــتګ مـخه نيسي. ستا رقيب ستـا پرون دی کـه تر پرون نن بهتره وې نو رقيب ته دي ماتـه ورکړې ده. هـغه لـيکوال  چي د خپل په ليکنه کي عيبونه پيدا نه کړي معنا ئې دا ده چي تر تېر کال نه دی بهتره شوی او رقيب ماتـه ورکړې ده.

هغوی چي لـه يو کار سره واقعي مينه لري وخت ورته خامخا پيدا کوي. واقعي مينه په چارو کي د پرمختګ کونجي ده. دا کونجي به له کومه کوو؟ هيڅوک له موره ليکوال ياد بل کسب او هنر څښتن نه پيدا کيږي. په اولـه کي يو څه هڅه پکار وي. کله چي د معرفت په ساحه کي يو څه زده کړو او يوڅه تجربه تر لاسه کړو، بيا مو ورسره ورو- ورو واقعي مينه پيدا شي او په ژونـدکي داسـي پـړاوونـه هم راشي چي د ليکني زحمت د ژوند پـه تر ټولو لوی مقصد او خونـد بدل شي.»

د هنـر او ادب پـه اړه ليکي:
«… هنر او ادب تـه پـناه وروړو، دلتـه دزړه پـه خوښه خبري کوو، اجتماعي قيدونه پکي کم وي. همداوجه ده چي د هنراو ادب دنياتصنع نشي منلی. له ځانـه په لوی لاس بل څوک جوړول د ادب په دنيا کي بې ادبي ده.»
د ابـتـکار پـه اړه ليکي:

«ابتـکارهغـه وخت واقعي وي چي له پوهي،بصيرته راټوکېدلی وي په شوره ځمکـه کي ګل نه غوړيـږي او پـه شګو کي محل نه جوړيـږي. [د هرليکوال  فکر او مفکوره د هغه لـه ليکنو معلومولای شو]  استاد د فکر او ليکني پـه اړه وايي: مـوږ د خپل فکر د ليدلـو لپاره بېله ائينـه لرو او هغه ليکنه ده. د خپل فکرښکلاوي او بدرنـګۍ هلـه سمي ليدلای شو چي وئې لـيکـو، وئې ګـورو لـيکني د فکرونـو د مـخ هيـنـداري دي. هـغـوی   چي دا هينداري لري د فکرونو انسـجام ورتـه اسـان دی.»

انسان خپلــه وړتيا تر هره ځايه رسولای شي خو مقام اورتبـه هغسي نشي کولای. رتـبه به يو وخت وي بـل وخت بـه نـه وي   مګر استعـداد او وړتـيا د انسان خپلـه ده هرځای ورسره وي. پـه وړتـيا رتبـه حاصلولای شو خو رتبـه وړتـيا نـشي راکولای.

     د رتـبې او وړتـياپـه اړه استاد ډېـره ښکلې خبره کوي: «واقعي وده دا نـه ده چي چي تر بل چا مي رتـبه لـوړه شي واقعي وده  دا ده چي وړتيا مي زياته شي ځکه رتبـه بل راکوي اوبل بـه ئې اخلي خو وړتـياپـخپل مټ احساسوم او ساتل ئـې زما پـه لاس کي دي.»

د څراغ وروستۍ برخه کي د غــضنفـر صـاحب درې مـرکې راغلي دي. هره مرکـه پر خپل ځای ارزښت لري د دې مرکو پــه پوښتنو او ځوابونـو کي ډېر څـه پـټ دي ډېـر څـه تـرې  زده کيـږي. لــومړۍ مرکـه کي د استاد د ژونـد او لـيکوالۍ اړونـد پوښتـني دي، دويـمـه د نـظـاقي پـه باره کي او دريمـه د ښـکلا پـه اړه ده. پـه لومړۍ مرکـه کي د ذوق پـه اړه وايي:

«يـو ذوق چي ونـه پالل شي مړاوی کـيږي او يو شي تـه چي تـوجه ونـه کړو هغـه کـه اهميت هم ولري  اهميت ئې زموږ پـه ژونـد کي کميـږي.»

د استـاد غضنفـرصاحب پـه همـدې خبره خپلي خبري پای تـه رسـوم چي  وايي:« کلمې بـه د پيـسو غـونـدي پـه احتـيـاط لـګـوو.»

200 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *