Categories

اعلان

Loading…

د هاند فکري بنسټ د کلتوري میلې راپور

د هاند فکری بنسټ د رهبري هیئت له خوا  

هاند فکري بنسټ څه وخت مخکې په قرغه کې یوه کلتوري میله وکړه او دا راپور د هغې میلې د موخو او بهیر په هکله د هاند فکري بنسټ له درنو غړو، مینه والو او له ګرانو لوستونکو سره شریکوو.

د دې راپور موخه داده چې څنګه له راز راز علمي لارو کار واخلو چې د کادرونو او ځوانانو تر منځ رغنده اړیکې جوړې کړو، په علمی معلوماتو یې ورزیات کړو، خپل کلتور بډایه کړو او د ښه وخت تیرولو سالمې لارې زده کړو.

زموږ اوسنی مسلط ټولنیز حالت

په خواشینۍ سره زموږ ولس د ټولنیزو ناخوالو، د ښوونیز نظام کمزوریو، سیاسي سوداګریو او د ځاني غوښتنو له کبله په چا په اسانۍ باور نه شي کولای او خلک مو تر حد زیات شکاک شوي دي. روښانه ده چې خادم علمي کادرونه کم دي خو که کوم ټولنیز فعال کس او یا ګروپ پیدا هم شي او هر څومره ښه نیت هم ولري، وغواړي خپلو خلکو او ځوان کهول ته یوازې د الله د رضا، د ځوان کهول د ودې او د خپلې تندې د ماتولو لپاره د فرهنکي او علمی هڅو په مټ خدمت وکړي او ټریننګونه پیل کړي نو خلک د شک په سترګه ورته ګوري. فکر کوي چې ځان کاندیدوي، خلک کوم ګوند ته جلبوي، بل چا ګومارلي، یا غواړي ځان مشهور کړي او یا داسې نور. موږ ګورو چې یو شمېر ځوانان یوازې د خپل هېواد سره د مینې له کبله او د هېواد د ابادۍ په تمه ښو ته ښه وایي او بدو ته بد خو ځینې خلک سوچ کوي چې دا چا ګومارلي دي او د خلکو له هېواد سره مینه کې شک لري، دا کار زموږ د ملت د پرمختګ په مخ کې یو ستر خنډ دی.

له همدې کبله موږ افغانان اوس نه توانېږو په ګډه سره په ټیم او کومه ټولنه کې راټول شو، د خپلو خلکو او هېواد مرسته وکړو او وطن له بحرانه راوباسو. خو که لږ ځیر شو، له اړوندو کارپوهانو او تجربه لرونکو کسانو نظر وغواړو، موږ د ټولنېزو ریښتینو او علمي فعالیتونو په ترڅ کې په دې ستونزه بریا موندلای شو.

ښه خلک شته او باید ورباندې باور وشي

يو ملت که هرڅومره بېوزله شي، خو بيخي له ريښتينو وطنپالو، پاک وجدان لرونکو روڼ اندو او ريښتينو تقوا لرونکو نه خالي کېږي. هر څومره چې نسبي سياسي ثبات، علم او پوهه خورېږي، خلک له خپل تاريخه خبرېږي، سياسي شعور، په حکومتولۍ کې تجربه او د نظام جوړونې په ماهيت او اهميت پوهېږي، داسې کسان به هم زياتېږي او هم به د هغوی قضاوتونه او سياسي دريځونه يې هم ملي او هم پخېږي، دوی به ښو ته ښه وايي او بدو ته بد، دا خلک به تل تر شخصيتونو ملي نظام او ګټو ته وفادار وي. نو ټولنیز فعال افغانان له سمو کړنلارو کار واخلي، علمي، ریښتینې، بې ریا او بې ځاني ګټو لټولو هڅې وکړي تر څو په پورته بې باوریو برلاسي شي.

ولې کلتوري میله؟

انسانان د خپل فطري جوړښت له مخې کله کله سالمې تفریح ته اړتیا لري. که څوک په اړین وخت کې سمه تفریح و نه کړي، له رواني ستونزو او ژورې خواشینۍ سره مخ کېږي، د ژوند کیفیت یې خراب او استعداد یې وژل کېږي. که سالمه تفریح نه وي، د انسان تجربه او پوهه هم کمه وي نو کېدای شي د خپلې اروایي اړتیا د خړوبول لپاره  اخلاقي فساد، له کوڅه ډبو کسانو سره انډیوالي او نورو بدو کارونو ته لاس واچوي.

خو که د غوره علمي او فرهنګي کادرونو په همت کوم داسې تفریحي پروګرام او پلان جوړېږي چې کلتوري، علمي، معلوماتي او سالم تفریحي اړخونه ټول ولري نو د ځوانانو په رشد کې زیاته ونډه لرلای شي. له یوې خوا به سالمه تفریح وکړي؛ په کلتوري فعالیتونو لکه شعر ویلو، د لنډو معنی لرونکې کیسو ویلو؛ استدلال او مناظره کولو؛ د دیني، علمی، ذهني، معلوماتي او تاریخي پوښتنو ته ځواب د ځواب ویلو سیالي کولو برخې ولري نو د ځوان نسل په سالمه روزنه کې زیات مثبت رول لرلای شي.

اړیکې جوړول، معلومات زیاتول او د شخصیت وده

کارپوهان باور لري که ځوانان او علمي کادرونه په داسې کلتوري او علمی غونډو کې ګډون وکړي یو بل به له نېږدې وپېژني او له ډېری خلکو سره به ګډ ټولنیز کار، مدني فعالیت، د راشه درشه اداب، مثبت فکر او د دوستان موندل به زده کړي.

کارپوهان او استخداموونکي تر ډېرو علمي څيړنو وروسته دې پایلو ته رسېدلي دي چې په پوهنتون او د کار په ساحه کې هغه ځوانان تر نورو زیات بریالي وي او ښه کار موندلی شي چې نرم مهارتونه یې له نورو غښتلي وي. نرم مهارتونه په لنډ ډول په ټیم کې کار کولو، د غوره اړیکو نیولو، رهبرۍ او نور ټولنیز مهارتونه دي. دا مهارتونه په هغو ځوانانو کې تر نورو غښتلي وي چې په ټولنیز، کلي، مسجد، محله، مدني ټولنه او نورو کې فعال پاته شي.

تاسو به زیات داسې ځوانان پېژنئ چې شپه او ورځ درس وایي او کېدای شي په ښوونځي او یا پوهنتون کې په ښه نمره هم فارغ شي، خو څرنګه چې ټولنیزو مهارتونو او د ودې وسیلو ته یې پام نه کوي، یا په بل عبارت په ورته محفلونو کې په مناسبه توګه برخه نه اخلي نو پورته نرم او ټولنیز مهارتونه یې اړینه وده نه کوي او د کار په ساحه کې ښه بریا نه تر لاسه کوي.  

د هاند فکري بنسټ کلتوري میله

د همدې پورته او نورو ښکارندو د ودې لپاره هاند فکري بنسټ په قرغه کې یوه کلتوري میله رابللې وه. او په لاندې مسلو: کلتور، افغاني کلتور، علمي موضوع – ځانته الګو کس ټاکل، بحثونه وشول، شعري سیالي، معنی لرونکې خاطرې او کیسې، فکاهۍ، طنز، د رسۍ کشولو سیالي، د چای او میوې خوړلو وقفه، ډوډۍ خوړل، یادګاري تصویرونه اخیستل او نور.  

  • کلتور (فرهنګ) څه شی دی؟

کلتور د خلکو د یوه ګروپ د ژوند کولو یوه لاره ده – هغه عادتونه، باورونه، ارزښتونه، او سمبولونه دي، کوم چې هغه خلک یې  په ټولیزه توګه بیله سوچ کولو منی، او هغه له یوه نسل څخه بل نسل ته د اړیکې نیولو او تقلید له لارې نقل کوي. روښانه ده چې په افغاني کلتور د دیني ارزښتونو خورا زیاته اغیزه ده.

  1. د افغاني کلتوري باورونو ځینې بنسټونه. میلمه پالنه، سخاوت، د بیوزلو لاس نیوی، میړانه یا مردانګي، زغم، بردباري، بښل، عامه دیني عقیده چې د هر انسان اخره خاتمه مستوره ده، معلومه نه ده چې خدای ته به څوک ښه وي، د تکبر بد لیدل، عقیده لرل چې فضیلت به تقوی کې دی او نور ښه ارزښتونه لري.

نو کلتور زموږ انسانانو په شخصیت باندي په تیره په کوچنیوالي کې ستره اغیزه لري. زموږ نړی لید تر ډېرې کچې په لمړیو څو کلونو کې شکل نیسي. کلتور زموږ د هویت په ټاکلو ستره اغیزه لري. تاسو د افغانانو په منځ کې د ایدیولوژیکي اختلافاتو سره سره زیات ګډ ټکي ګوري. زه فکر کوم تیر اوربند دا خبره ښه روښانه کړه.

موږ د لنډۍ، شعر، لنډې فلکلوریکې کیسې، ملي اتڼ، د دیالوګ او بحث اداب زموږ ځینې کلتوري ښکارندې دي چې یو څه بحث ورباندې وشو. وخت مو ورباندې ښه تیر کړ او هیله ده چې د خپل کلتور په بډاینه کې مو یو وړوکۍ قدم واخیست او خپلې تجربې مو زیاتې کړې.

د ملي اتڼ او ورته نورو ښکارندو په هکله وویل شول چې دا زموږ د افغاني کلتور او هویت یو اړخ دی او خپل ارزښت لری. که له افغاني کلتور څه اتڼ وباسو شاید ډېر څه له لاسه ورکړي او خپل هویت او تشخص ته به مو سخته ضربه ورکړې وي. چا وویل چې یو وخت په یوه نړیوال محفل کې افغانان ځوانانو اتڼ پیل کړ یوه خارجي بل نوي کس ته اتڼ تشریح کړ چې دا د افغانانو یو ملي، دودیز، هویتي، د خوښیو اظهارولو، حماسي او سینکرونایزد حرکت دی چې دوی ته تشخص ورکوي. هغه کس وویل چې زه حیران شوم چې ما خو ملي اتڼ دومره ښه نه پېژانده لکه څنګه چې دې بهرني معرفي کړ.

  1. علمي موضوع

ځانته هدف  او الګو شخصیتونه ټاکل  څه ګټه لري؟

دا موضوع ځکه ټاکل شوې وه چې موږ افغانان ورسره زیات بلد نه یو او ډېر کم خلک مو ورنه کار اخلي. خو په ژوند کې موخه او بیا یو ایدیال کس د الګو او بېلګې په توګه ټاکل زموږ ژوند او هڅو ته سم لوری ورکول کې ستره اغیزه لري. په ژوند کې لوړ ارمان او لرلیدونه ځانته ټاکل موږ هڅوي چې تل لوړ فکر وکړو او له ټیټو فکرونو ځان وژغورو. هدف ټاکل موږ ته د رسېدو ځای او یو د لمس کېدو معیار راکوي چې هڅه کوو ور ورسېږو. خپل عقلاني او روحاني خوا په نفساني خوا درنوو. خو دا کار هلته یقیني کولای شو چې ځانته ښه الګو ولرو.

ولې موږ انسانان الګو ته اړتیا لرو؟ د الله رسول زموږ لپاره اسوه حسنه دی. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایي ( لقد کان لکم فی رسول الله اسوهَ حسنهّ ) په تحقیق سره ستاسې لپاره د الله رسول صلی الله علیه وسلم نیکه نمونه او قدوه ده  چې تاسو یې تعقیب کړئ. الایه (۳۳-۲۱). باید د هغه سیرت او سنت ته پوره پام وکړو، او تل مو ورسره سر و کار وي.

نن په ټوله نړۍ کې له ښوونځیو رانیولي تر سترو پوهنتونو پورې خپل ځوان کهول په دې روږدي کوي چې ځانته مناسب هدفونه وټاکي او د سترو شخصیتونو په قدم پل کېږدي.

د یوه تورپوستي هوښیا کس خبره

ما له یوه تورپوستي خورا هوښیا او عالم سړي څخه پوښتنه وکړه چې د اوباما ستره لاسته راوړنه ستا تورپوستانو لپاره څه وه. ده راته وویل: اوباما موږ ته په عمل کې درس راکړ چې په ځان باور او لوړ لرلید لرل مو بریا ته رسوي. هغه دوام ورکړ، هو هغه په عمل کې راته وښودل چې که هر څومره له محرومې طبقې یاستی که په ځان باور ولرئ، لوړ لرلید ولری او ځانته ښه الګو وټاکئ، په پای کې بریا ستاسو ده. بیا یې وویل، هو هغه په عمل کې زموږ لپاره یوه ښه الګو دی، موږ ته فکر، ارمان، په ځان باور او لوری راکوي. کولای شو د هغو په نقش قدم پښه کېږدو.

  • موږ افغانان باید څه وکړو؟

هو افغانانو ته هم په ملي ژوندانه، سیاست، رهبرۍ، استقلال ساتلو او ملي هوساینې لپاره هم ملي الګو مشرانو ته اړتیا ده. په غونډه کې ټول دوستان په یوه خوله وو چې د افغانستان په تاریخ کې الګو شخصیتونه، ښه زعیمان او مدبر رهبران شته چې موږ یې ځانته الګو وټاکو او په قدم یې پښه کېږدو. دا الګو افغاني ملي شخصیتونه میرویس نیکه او احمد شاه بابا، افغان سید جمال الدین او نور رهبران لپاره ښې بیلګې دي. پرېکړه شوه چې هر یو باید د هغوی بیوګرافي، کړنې، تدبیرونه، قهرمانۍ او تاریخ ولولو او ورباندې فکر وکړو. که څوک یې لري له نورو سره یې باید شریک کړو.

په پای کې په دعا، د عکسونو په اخیستلو میله پای ته ورسېده.

12 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *