Categories

اعلان

Loading…

د نصیر احمد احمدي نوی ناول «پټان» || شمس الدین شمس

پټان ناول مې پرون واخيست چې کورته لاړم يوه خوا د ټولې ورځې ستړيا او بله خوا د ننګرهار د پرونيو پيښو اور تور ډير بې شيمې کړې وم خو چې د کتاب لمړنې مخ مې ولوست د پریښودو مې نه وه چې د کتاب دې ور وتړم
پټان هند ته د يوه افغان ځوان چې ټول عمر یې د غزني په يوه کلیواله سيمه کې تير کړې کيسه کوي.
پټان چې د غزني د هغه وخت له وروسته پاتې ټولنې د هند متمدنې ټولنې ته ورځي له ګڼو ذهني کشمکشونو تيريږي هره بې ټيکرې نجلۍ ورته بد لمنې ښکاري او ماضې په يوه اشاره  خبره خلاصه ګڼي له دې نادودو چې تيريږي د پلار د سود کاروبار ور له غاړې کيږي په لمړيو کې ډير ښه سړی وي له کليوالو سره یې راشه درشه ښه وي خو په يوې مکتبۍ هندوې يې سترګې خوږيږي او خپل ښه سړيتوب له هوس جاروي د نجلۍ پلار له پټانه پوروړی وي د پور ګټه وربښي‌ جلۍ له يوه لوستي هندي ځوان سره جوړه وی پټان چې د هغوی ټوکې ټکالې او مينه ګورې د شهوت اژدها یې پر نجلۍ جنسي تيري ته اړباسي د نجلۍ له لورې په سر په ډبره وهل کيږي پټان له نجلۍ ددې سره د کرکې علت پوښتي هغه ورته وايي په پيسو مينه نه شې اخيستې ته بیسواده یې
پټان ښونځی پيلوي بیا یې پريږدي تاڼې ته ځي بند تيروي له بنده وروسته پټان هغه پخوانې پټان نه وي پاتې مکتب وايي کالج وايي او بيا انجينير شي له سوده لاس په سر کيږي او چرته چې د خير ښېګڼې کار وي تر شا یې د پټان لاس وي د خپل کلي خلکو ته موټر نيسې او نیسې ځوانان او پيغلې تر پوهنتونه وړي راوړي؛د مسجد د جوړیدا لپاره پيسې ورکوي د مندر والا ګيله هم مني پیسې ورکوي چې د مندر رنګ روغن وکړي په کلي کې مکتب ته ځمکه اخلي.
 لنډه اوږده یې دا چې هغه نجلۍ چې د پټان له لاسه په ټول کلي کې بدنامه شوې وه د فراغت په ورځ د سټيج پر سر پټان انسان نه بګوان ګڼي، وايي که د پټان مرسته نه وای اوس به له پوهنتونه هم پاتې وه او د واده به یې هم نه وو شوې ځکه د خسرګنۍ ته یې د جهيز بیسې پټان ورکوي.
پر پټان هند ميشتې بله پټانه مينيږي د حقوقو محصله وي د پټان هم خوښه وي؛ واده کوي او نور یې تاسې خپله ولولئ.
احمدي صيب په ناول ليکلو کې د کمال تر حده رسیدلې دې د ناول لپاره د موضوع اتخاب کې ځانګړې استعداد لري، د کرکټرونو په تشريح کې او همدارنګه د دې سړي د کابو ټولو ناولونو اړيکې له تلوسې سره ښې ټينګې وي، زه د احمدي صيب په ناولونو کې د تلوسې د پريمانۍ خبره په دې کوم چې ياد ناولونه چې زما په شان بې مطالعې او زړه تنګی سړی په ډيره ستومانۍ کې له کابو نهو د شپې تر دوو له ځانه سره وساتي نو د نورو لوستو او په مطالعه روږدو خلکو خو په سرو ډزو کې هم د پریښودو نه دي.
دا استاد سړي ټولې هغه فرهنګي، ټولنيزې، مذهبي او سیاسي نادودې په خورا هنري انداز رابرسېره کوي چې نور یې په رابرسېره کولو کې د شرم او ويرې احساس کوي او د ناول ژبه خو یې دومره خوږه او ساده ده چې تر کلونو مو په ذهن کې دېره وي لکه:
د کلي د سپين ږيرې مدامين اکا خبره مې په زړه کې راګرزیده (په کوپارو کې خور او مور نه دي معلوم، بس، موقع ته ګوري)
سترګې مې تر ډيره نيمکښه نيولې وې په دې تمه وم چې ځوان به څه وخت نجلۍ ور ړنګه کړي خو هيڅ ونشول هلک خپل کټ ته وخوت او نجلۍ لا کتاب وايه.
لنډه یې دا د احمدي صيب د دې او ټول ناولونو ژبه روانه وي، تصويرونه یې ژوندي وي، د ريښتينو پیښو پر بنسټ ليکل شوې وي او ښه خو يې لا دا چې له ياد ناولونه له ځانه سره یو ګټور او جامع پیغام لري.
هيله لرم چې پټان به په مينه ولولئ زه درته د پټان وروستۍ خبره کوم او نو غلی کيږم
_له خپل ژونده دې څه زده کړل؟
پټان: انسان کيدل اسانه دي؛ خو بس! لږ پام او زحمت غواړي
onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *