Categories

اعلان

Loading…

د ډالر په وړاندې د ایراني تومان ارزښت پر له پسې لوېږي

تاند- د ایران تومان پر له پسې ارزښت له لاسه ورکوي او نن /یکشنبه/ هر امریکايي ډالر په څه باندې ۱۱ زره ډالره تبادله کېده.

تر غرمې مخکې د ډالر په وړاندې د تړمان ارزښت تر ۱۰ زره واوښت چې یو هېښوونکی حالت یې رامنځته کړ خو څو ساعته لا نه و تېر شوي چې له ماسپښین راوروسته تر ۱۱ زرو تېر شو.

د تومان د ارزښت پر له پسې کمېدا د هغو افغانانو لپاره بد خبر دی چې په ایراني پیسو راکړه ورکړه کوي او یا یې د افغانیو او ډالرو په ځای تومان ساتلي دي.

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو لکه فراه، هرات او نیمروز کې ګڼ خلک په ایراني تومان راکړه ورکړه کوي.

د ایران مرکزي بانک د تومان د ارزښت د لوېدا علت د دښمنانو دسیسه بللې ده.

د ایران مرکزي بانک

د ایران حکومت تر دې مخکې هم د دې پر ځای چې خپل اقتصاد ته پام زیات کړي د خپلو اقتصادي ستونزو او د پیسو د ارزښت د بایللو پړه په بهرنیو هیوادونو یا د پیسو په ایراني دلالانو اچولې ده.

ایران نه دی توانېدلی چې د خپل اقتصاد اتکا له تېلو خلاصه کړي او دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بندیزونو دا وېره پیدا کړې چې اکثره هیوادونه حاضر نه شي چې له ایران څخه تېل رانیسي.

تېره اوونۍ هند د ایران یو ملیون بېرله تېل رد کړل.

اکثره هیوادونه د امریکا د بندیزونو او نفوذ له بېرې نه غواړي چې له ایران سره سوداګري معاملې وکړي.

تراوسه پورې هیڅکله د ډالر په وړاندې د ایراني تومان ارزښت دومره نه و ټیټ شوی.

همداراز د سرو زرو بیه هم په بې ساري ډول ختلې ده.

864 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. بریال Reply

    علاوه پردې ایران له خپلو اقمارو لکه « عراق ، سوریه ، لبنان ، یمن » او په نورو هېوادونو کې د خپل پنځم ستون ساتلو او راتلونکو فرمایشاتو لپاره بېدرېغه او هراړخیزه مرسته کوي.
    له سعودي عربستان سره عملا د یمن په سر په جګړه کې مصروف دی ، په سوریه او عراق کې له درې څلورو کلونو راهیسې د « داعش » پرضد مخامخ په جګړه بوخت دی . په دومره لویه پیمانه په یادو هېوادونو کې جنګي مصروفیت ورو ورو د ایران اسلامي جمهوریت د متوفي شوروي اتحاد په سرنوشت اخته کوي . لرې نه ده چې د ایران مظلوم ولسونه لکه عربان ، کردان ، لور ، بلوچان ، ترکمنان او …. به د فارس امپراتوري د وروستیو ظالمانو له یوغ او اشغال نه آزاد کړي.
    بریال

  2. فرید احمد Reply

    سلام سهار موپه خیر!
    فکر کوم یوڅه اشتباه شوی په راپورلیکلو کښی مو اصلاح یی کری.
    .هر امریکايي ډالر په څه باندې ۱۱ زره ډالره تبادله کېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2