Categories

اعلان

Loading…

د غزني شنه کوتره، د ګوانتانامو په زیړو جامو…!! لنډه کیسه

اهدا: د میوند د ملالې په نامه

لیکوال: خالق رشید   

 دا څو ورځې کیدې چې د کلي سپي ته مې چورت خراب و، درې څلورکاله وشول چې مشرخدای پار ماما یې په غاړه کې د ده په وینا  قیمتي غاړکۍ او زموږ پرهغې طوق لعنت وراچولی دی، زه نه پوهیږم چې خدای پار ماما ته ولې زموږ دا بې وایې ډنګر سپی یو شی ښکاري، هر وخت یې چې غاړه کۍ ته وګوري، نو له رازه ډک سر ورته وښوروي:

ـ ځه بچیه داسې شي مې درته موندلی چې خلک به تر تا د هغه ښه ننداره کوي … ستا قواره هسې هم د کتلونه ده …

د ده دې خبرې زه خولاڅه چې ټول حاضر خلک به یې له حیرانتیا سره خندول، نیکو ماما خو یوځل دا پوښتنه هم ترې وکړه چې:

ـ په دې … کې دې څه لیدلي چې دومره ورته خوشاله یې …

ده به بیا هم، هم هغه د خلکو د خولو ځواب ورکړ:

ـ باډۍ ته یې مه ګوره کش ته …

خوهغه به یې خبره بې له سوچه ورغبرګه کړه :

ـ  وغ … چې د کلي نوم ورپورې نه وي  ، والله که خر هم ورته وګوري … د ده خو نه باډۍ ، باډۍ ته پاتې کیږي اونه هم کش ، کش ته …

–  نه ، نه کش کش ته یې ګوره …ښه کش لري … همد اده چې  دا طوق لعنت هم دده له پاره طوق رحمت دی …

   رښتیا خبره خو دا وه چې زموږ ټولو کلیوالو زموږ د ډنګر سپي د غاړې طوق ته په ښه نیت نه کتل، ټولو به دا خبره کوله چې دا کوم جنګي سپی نه دی … د کلي په هغه سرکې چې ډز وشي دده دلته تیزونه نه ورته ټنګیږي …  دا طوق باید دیوه سپی په غاړه کې وي چې په دوو او دریو یې ټینګیدل ګران وي ، یا ښه جنګي وي ، اویا داچې یوه ورځ خو مو په یوه میدان کې سر پرې لوړشي …

زموږ د سپي دطوق په اړه خبرې په کلي کې  په توده کې روانې وې، په ځینوکلیوالو ګران هم و، په تیره پرهغوی چې په کلی کورکې به یوې اوبلې خوا ته وخت ناوخته تلل راتلل، دی به هم ورسره مل و، په تیره بیا دهغوی له پاره چې د ماښام پرمهال به دکلي پرشاوخوا کې ګرزیدل، او یابه یې دکلي په شاوخوا دکلیوالوپرباغونواو کښتونو باندې دغلاووچاپی ور اچولې … هغوی به فکرکاوه چې  سپی د دوی ساتندوی او مرستندوی دی ، خو کله به یې چې له کومې خوا دچا غږ او یا د څه شي ترپ ترپ ترغوږ شو، نوبیا به دکلیوالو په منځ کې له ډیره ډاره دیوه اوبل ترپښو تاویده. ځان به یې پټاوه اوله دوی به وړاندې وروسته نه ته … همدا ډاراوبې زړه والی یې و چې نه چاغیده ، پرکوم حال چې و پرهم هغه یوه حال همداسې پاتې و …

د اوړي تودوخې نوې خپلې وزرې غوړولې ، خلک په خپلو کارونو کې سره ډوب وو،  کارونه هم نه پیداکیدل ، یوڅو د بلا پرلکۍ سپاره بیاوو چې کله به یې د جنګ او جهاد سندرې ویلې ، په دوی کې یو زموږ د ملاصاحب زوی هم و، چې په غوړچړې باندې نامتو شوی و، د غوړچړي څنړې به تل غوړې وې … په هغو شپو ورځوکې امریکایانوزموږ پرملک باندې سخت غوبل پیل کړی و، سختې وژنې به یې کولې ، ترټولو بده خو لادا وه چې  په خپلو دښمنانوپسې به یې بی پیلوټه الوتکې په شپه اوورځ ور توغولې ، که به یوګناهګارو ، لس نور بې ګناه به یې هم ورسره لولپه کول … همداسې زموږ په غوړڅڼور چړې هم وشول ، یوه ورځ یې داسې ګوزار پرې وکړ چې تیارسکوریې ترې جوړکړ، الوتکه خلکو لیده چې خپل کاریې وکړ، اوبیا په ډاډه زړه خپل منزل ته ترې ستنه شوه … د هیچا هیڅ له وسه نه ورته کیدل ، یوازې یوه یوه کلیوال لکه جلات خان آکا به په درد او دوک سره وویل :

–  آه ، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به بیا داسې توده کونه له ما نه تلې …

د کلي ماشومانو به چې د بابا د ملخي خبره واوریده، حیران به شول، او فکربه یې کاوه چې د بابا ملخی تر اوسنۍ بې سړیه الوتکو هم پیاوړی څه و … د بابا مخلي اوس دټولو په ذهنوکې یو پیاوړی او رښتیني انځور و …  د باباملخی … د بابا پیاوړی ملخی …

دغوړچړي مړینې زموږ په کلي کې لویه هنګامه جوړه کړه ، ځکه دایو ظلم و او یو تیرې ،چې امریکایانو دلته په بې دریغه توګه ترسره کاوه ، دهغوی څه خرڅیدل ؟ هغوي په خپلو دغو بریاوو باندې ویاړل اودهرافغان مړینه لکه د مرغۍ هغې په شان هم نه ورته ښکاریده …  غوړچړي دملا زوی و، په خپله یې سر اخیستی و، په هغه ورځ چې دی ووژل شو ، پرهم هغه ځای کې زموږ سپی هم کښته پورته کیده … یوه دوې ورځې لا نه وې تیرې چې یونا څاپه په کلي کې آوازه شوه چې دغوړڅڼي چړي د مرګ لامل اوسبب زموږ دکلي سپی دي … ټول حیران وو چې دکلي سپی او دغوړچړي مرګ له یوه بل سره څه سر لګوي … غوړچړي چې څه نیت درلود، هغه د خدای د رضا ترلاسه کول وو ، ده هغه وخت پرخپلو څڼونورهم لاس وواهه چې یوه ورځ یوې خارجۍ نجلۍ چې ځان یې دغزني کوتره باله  ده او ده غوندې نورو ته له وطن او عقیدې سره دمینې په اړه خبرې کړې وې ، پرکومه ورځ چې هغې نجلۍ له دوی سره په کلي کې خبرې کولې په هغه ورځ زموږ طوق والا ډنګرسپی هم هلته کارته پورته کیده … دغزني دکوترې خبرې لا خلاصي نه وې چې په چینوک چورلکو کې سپاره وحشيان زموږ پرکلي را کوزشول ، د برښنا په پرق کې یې یوازې دغزني کوتره له ځان سره په وحشیانه توګه په بې غمه زړه د کلي پر فضا باندې زموږ له سترګو الونیا کړه ، کله چې دسترګو په رپ کې دهغې له یرغمل کیدو سره سم شوراو زوږآرام شو ، کلیوال ټول دکلي ترلویه دروازه راووتل او ټولو یوه اوبل ته سره وویل چې دغزني کوتره یې یووړه ، دغزني کوتره …. موږ په همدغه ویرکې وو چې جلات خان آکا بیا له کوره کرار کرار را وځمبید او د ماشومانو په منځ کې یې خپل جمله  یوځل په تکرار سره را غبرګه کړه :

–  آه ، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به … ته به بیا داسې په توده کونه له ما نه تلې …

دغزني د بې ګناه کوترې غږ دغوړچړي له مړینې سره یوځای موږ بیا وانه ورید … خو خلکو او کله کله به رادیوګانو ویل چې هغه یې په هم هغه شپه ترګوانتامو پورې رسولې وه اوهلته یې د وحشت له هغو نارواوو سره چې انسانیت به یې دشرم داغ پرخپل مخ دیوې تورې خاطرې په توګه تاریخ ته سپاري مخامخ کړه … دغزني کوترې ته سندرې وویل شوې ، لکه وه سپینې کوترې … دغزني کوتره دغزني پرپرتم اودمیوندي ملالې په ویاړ مینه وه ، هغې دغزني د پولادې واکمنانو دهمت پرپلونو ځان تردغه ځایه را رسولی و اود ظلم په وړاندې یې دمظلومانو پیغام له ځان او له موږ سره په درد او دوک سره زمزمه کاوه …  ، خو دریغه چې دلته یې اوس دهغه لوی او تاریخي پرتم اوهغې تاریخي ملالې ټول ځوښ اوځواک یوازې د جلات خان آکا په يوه نیمګړې جمله کې خلاصه لیده او اوریده :

–  آه ، چې د پلارملخی خو مي اوس وای ته به بیا داسې توده کونه له ما نه تلې …

 پردې هم ترډیرو څوک سم نه پوهیدل چې  پرهغې پسې امریکایانو څنګه اوپه څه چل څرک راویوست… دغزني دشنې کوترې له پیښې وروسته ، خدای پارماما هم ترۍ تم شو، داسې لکه چې ټولو فکرکاوه دې هم مړشوی و ، یوازنۍ نښه یې چې کلیوالو ته ورپاتې وه ، هغه زموږ د ډنګر سپي ښکلي طوق و… دده له ورکې سره سم یونا څاڅه چا کلي ته داخبر راوړ چې  پرکلي هره ټکه زموږ دسپي له لاسه ده … هرپسات چې دي په همدغه سپی کې دی … داخبرترکلي پورې تود راورسید … ډیرتود… خو معلومه نه شوه چې دچا له خوا و … یوازې د سورګل ماما زوی چې د غوړچړي له ملګروڅخه و اوله دغه پیښې وروسته دی هم ورک شو، ویلي وو چې د غزني کوترې ورته ویلي ،چې په کلي کې موامریکایان نښه لري ،ځکه خو په بې غمه زړه  هلته درځي خپله اپړه کوي او بیا ځي … دوی ته دلته هرڅه له لرې سم ورمعلومیږي … دغه نښه کیدای شي ، سړی وي ، کیدای سپی وي ، کیدای شي …

زموږ پرکلي باندې دغه دری واړه  پیښې پر یوه وخت را ټکه شوې … غوړچړي ، دغزنی کوتره ،اود سپي هغه، چې له دغو دواړو وروسته را وپړکیده . د سپي خبره بیا دسپي خبره وه … ترټولوجالبه خو داشوه چې خدای پارماما هم په دې ورځوکې یوپریو له کلي ترۍ تم شو، نه کلی اونه یي کورنۍ پوهیدل چې پرکومه خوا شو… خو وړې الوتکې لاهم تلې راتلې ، دغزني دکوترې په خبره کله به یې اپړه وکړه اوکله به یې یوڅارغوندې وکړاو ورکې به شوې…

زموږ کلیوال ډیرځیرک خلک وو، که څه هم لیک لوست په کې کم و ، خو دوطن وروستیو پیښودومره هوښیارکړي وو چې ان په ځیرکۍ کې لغمانیانو خو څه کوې چې که اکبرغوندې لوی مغل اعظم هم اوس ژوندي وای نو دوی ته به سلامونه را لیږل…  غلام غوث کاکا چې موږ به مستري کاکا باله ، دده درواغ ویل او لاپی شاپی دکنداریانو په خبره نامې وې ، خپله نه د مستري په مانا پوهیده اونه یې کوم مستري پیژانده خو ځان یې مستري باله او پرموږ یې هم ځان په همدغه نامه منلی و … دی دسپي په غاړبند یا طوق کې یوه عجیبه شی ته متوجه شوی وای …  سهاروختي څه ډوډۍ په لاس کې زموږ په سپي پسې یوې اوبلې خواته څو سیده … په سپي یې لاس را تیرکړ، لاس یې غاړکۍ ته ور ووړ یوه رڼه خو ډیره وړه تڼي یې هلته ترسترګوشوه … رڼه تنۍ هم دطوق په داسې برخه کې چې د چا پام نه ورته کیده ځای پرځای شوې وه … یونا څاپه یې چغي یې کړې : هلئ ، هلئ ،راټول شئ … دده له غږ سره سم کلیوال ټول راووتل … لا سم نه وو  شوې چې څارو الوتکه بیا د کلي پرسر تیره شوه … کلیوال بیرته سره تیت او پرک شول ، خو مستري کاکا زر بیا غږ وکړ، هلئ سپی رانیسئ … چا سپی راونیو او ده ته یې مخامخ ودراوه ، ده یې طوق ته لاس ورنژې کړ، غوښتل یې چې ویې ګوري ، خو سپی نیوی نه ورکاوه ، یابه یې غپل او یابه سونګیده … خو پرطوق باندې رڼه تڼۍ یې کلیوالو ته وروښوده چې رڼه ښکاریده … سپي ځان ترې خلاص کړ، هرڅومره یې چې هڅه پسې وکړه بیا یې چاته نیوی ورنه کړ  ، په څه چل یې ځان له خلکو خلاص کړ اودخلکو له منځه وتښتید… مسترۍ کاکا ته خدای ورکړه ، بیایی یوه رښتیا او سل نورې درواغ سره تړلې او درګرده یې همداو ویل چې :

ـ پسات د سپي په کونه کې دې … په طوق یې یوڅه تړلي ، د ټول کلي حالت دسپي دغاړې همدغه بند، همدغې ټنۍ خراب کړي دي … داټنۍ نه ده ، تیاره تلویزیون ده چې د کلي د شپې او ورځې حال امریکایانو ته ورکوي … خدای پار خدای وهلي چې خدای اویا امریکایانوهر څه پرې وکړل هسې ټوکې نه کولې  چې ویل به یې :

ـ ځه بچیه داسې شي مې درته موندلی چې خلک به ترتا دهغه ښه ننداره کوي … ستا قواره هسې هم د کتلونه ده …

کلیوالو ټوله شپه پرسپي پسې هلې ځلې وکړې ، ویی نه نیو، چیرې په کوم غارکې ننوت چې هرڅه یې پسې وکړل ، هرڅومره یې چې کوچ کوچ او جان جان ورته وویل راو نه ووت ، محنت یي پرې وکړ، ډبرې پسې وویشتې ، خولاهم راونه ووت … سمه نیمه شپه نه وه شوې چې زموږ پرکلي باندې درنه چاپه را کښته شوه ، یوې او بلې خوا وو ته په دربي سره وګرزیدل او راوګرزیدل ، زموږ سپي هم پردغه شیبه کې له غاره راو تلی وای ، ځکه چې  د دوی په راتګ سره یې څه غپاوې کلیوالو اوریدلې وې … چاپه ماران په شپه کې بیرته زموږ له کلي په تراټ ولاړل ، کلیوال هم له ډاره څوک پرهغه تیاره شپه کې له کورونو را ونه وتل ، او نه پوه شول چې د چا پرکور ورغلل او څه یې وکړل… سهار چې لا ملا آذان نه وکړی دوی لمانځه ته سره راووتل ، له یوه او بله یې پوښتنه کوله ، خو یوه هم څه ونه ویل او نه یې دکومې ځورونې او تلاشئ خبره کوله، کلیوالو لمونځ وکړ، راووتل خولاهم د بیګانۍ چاپی په موخه نه وو پوه شوي … ټول، څوک کورونو ته لاړل او څوک په خپلو کارو پسې …

لمرهسک راغلی و چې د ښوونځي هلکانو کوم یوه له کلي یوڅه وتلی دلارې پرسریوڅه لکه مړي لیدلي وو ، کلیوال یې زر پرې خبرکړل ، ټولو پرهغه خوا نرواو ښځو ورمنډې کړې … ورغلل ویې لیده چې دوه مړي څنګ پرڅنګ تر تورو بدرنګو پلاستیکونو لاندې پراته دي ، مسترې کاکا ترټولو دمخه هلته رسیدلی و په آرامئ سره یې پلاستکونوته لاس ورنژدې کړ، کلیوال په دغه شیبه کې ټول داسې حیران شوی وو چې نه پرښه پوهیدل او نه پربد یوازې الله الله  نارې یې وهلي چې د دوی له کورنیو څوک نه وي ….

پلاستکونه لا سم نه و پورته شوې چې دوه مخونه ترې را ووتل …  یوازې دوه مخونه : چې له هرې خولې یې یوځل نومونه پرخولو شول :

ـ خدای پارماما …  او سپی … خدای پار …. او سپی ….

ټول ورته حیران شول ، خو پردې معما نه پوهیدل چې دوی دواړه ولې  او څنګه وژل شوي … یوازې دمسترې کاکا چې د سپي غاړې ته وکتل ، په غاړه کې یې پرطوق باندې سترګې ونه لګیدې ځکه یې  په ویرژلي غږترخوله راووتل:

ـ ما نه درته ویل چې پسات په سپي کې دئ ، په طوق کې دي ، او په خداپار خدای وهلي کې …

کلیوال لا په همدغه غم کې وو چې غبرګې چورلکې بیا پرکلي را ټکه شوې، يوعالم امریکایي پوځیان ترکښته شول ، پر خدای پار او سپی باندې را ټول شول …

ـ یوازنۍ پوښتنه یې داوه چې  دا چا وژلي …

خو کلیوالو همدا ځواب ورکاوه چې موږ خبر نه یو او یوازې یې د تیرې شپې ګونګه خړه کیسه ورته وکړه …

پوځیانو دخدای پاراو زموږ دکلي دسپي دواړو مړي په درناوي راپورته کړل اوله ځان سره یووړل …

 کله چې امریکایان ولاړل مستري کاکا بیا خوله پرانیسته او سترګې پټې  :

ـ ما نه درته ویل چې پسات په سپي کې دئ ، په طوق کې دي ، او په خدای پار خدای …

مستري کاکا څوورځې خپل ساز همدغه شان غږاوه ، خودکلي خلکو بیا له ده سره دده  داخبره نه منله ، ځکه خوبه هغوی هرماښام دغزني کوترې ته چې انځورونو به یې په تلویزیونو کې د ګوانتاناموپه زیړو جاموکې زیړه زبیښلې ښوده دخیر ددعاوو لاسونه پورته کول …


ـ یاد یې په خیر ، الله یې مل ، څومره لویه بشرپاله ، څومره لویه پتمنه ،

څومره لویه قرباني اوڅومره وحشیانه ظلمونه  …؟؟ !!

ادمنتن  ۲۰۱۸

964 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *