Categories

اعلان

Loading…

د انترنيټ مضر او خطرناک عوارض |ژباړه اوترتيب: عبدالرشيد راشــد

انترنیټ د دې ترڅنګ چې ډېر معلومات ورڅخه ترلاسه کوو او زده کړې ورڅخه کوو، ځینې زیانونه هم لري؛ په تېره بیا له انترنیټ څخه زیات کار اخیستل یا کمپیوټر ته زیاته ناسته زموږ بدن ته ښه نه ده.

څه وخت چې موږ انترنېټ ته ناست يو نو نه يوازې  ګوتې  او سترګې  مو فعاليت کوي بلکې  ټول بدن مو په فعاليت باندې اخته وي، مګر له بده مرغه چې  زموږ دغه فعاليتونه په ورزش کې نه حسابېږي.

هغه کسان چې  زيات انترنېټ کاروي په يو شمير جسمي او رواني مشکلاتو باندې اخته کېږي چې ځينې ناروغۍ يې په لاندې ډول دي:

 1  ـ د سترګو ستړيا:

که له سترګو څخه زياته استفاده وکړو نو ستړي کېږو، دا د تعجب خبره نه ده چې  کله د انترنېټ د کارولو په مهال سکرین یا صفحې ته زیات ګورو نو سترګې مو سوځي.


د مايو کلينيک د ډاکترانو په باور دا  کوم خطرناک مشکل نه دى او له څه اندازه استراحت کولو وروسته خپله سمېږي.

 2  ـ د خپلې سلامتۍ په اړه پريشاني:

ځينې کسان انترنېټ د کارولو پر مهال په بدن کې د درد احساس کوي. ارواپوهان دې ډول حس ته د درد ناڅاپه پېښېدل وايي.

له سلامتۍ څخه وېره او پريشانې دا ده چې  فرد داسې حس کوي چې يو سخت روغتيايي مشکل لري. او دغه ډول پرېشانې د ډاکترانو د طبي معاینو په نتيجه کې له منځه نه ځي.په انترنېټ کې د  ناسمو معلوماتو د حجم د زياتوالي له امله ځينو کسانو ته رواني مشکلاتپیدا کېږي.

3  ـ سردردي

د انترنېټ له کبله 3 ډوله سر دردي منځته راځي:

*1  د خلق تنګۍ سردردي:

دا ډول سر دردي د فشار په نتيجه کې منځته نه راځي اکثره وخت د غاړې د عضلو د کشېدلو او يا هم د سترګو د دردونو په نتيجه کې منځته راځي.
د مايو کلينيک د ډاکترانو په باور دا ډول سر دردۍ له 30 دقيقو څخه تر يوې هفتې پورې دوام مومي.

*2  د ورځنيو کارونو عاجز کوونکي سر دردونه :

د ډاکترانو په باور د دې ډول سر درد لرونکو کسانو د هغو ورځو شمير چې دوى پکې  سر درد لري د هغو ورځو په نسبت چې دوى پکې سر درد نلري زيات دى. دا ډول سر دردي د سر درد له بدترينو دردونو څخه شمېرل کېږي.
*3 ستريس او فشارډوله سردردي:

د سردرد پيدا کېدل له فشارسره زياته رابطه نلري. فشار خپله په انترنېټ کې د معلوماتو د رااخيستلو د انتظار په نتيجه کې منځته راځي.

د ځينو انټرنيټي صفحو سستوالى، د کمپيوټرنو خرابوالى او نور د دې ډول سر درد لاملونه شمېرل کېږي.

4-  د شا دردونه:

کمپيوټر ته ناسم کېناستل په ځانګړي ډول هغه مهال چې له چاغوالي، د ورزش کموالي، او د سګرېټ څکولو سره مل وي نو د شا دردونه منځته راوړي.


د دې ډول درد سرچينه معمولاً عضلات، اعصاب، هډوکي او د ملا د تير بندونه وي. د زيات وخت لپاره انترنېټ ته ناسم کېناستل دا ډول دردرونه زياتوي.

5  ـ فېسبوکي خپګان :

د هغو خبرونو په اساس چې په ديلي ورځپاڼه کې چاپ شوي دي فېسبوک او ځينې نورې ټولنيزې شبکو کم عمره نجونې په پرېشانۍ او خپګان اخته کوي.

د دې مقالې په اساس د پېغلوټو په منځکې تکراري بحثونه په ځانګړي ډول د مینې د ناکامۍ په باره کې د هغوى حال نور هم بدوي او هغوى ته منفي هيجانونه ورکوي.

6  – په انترنېټ باندې معتاد کېدل:

دا يو ډېر جدي او ځينې  وخت وژونکى مشکل دى دا ډول معتاد کېدل کېداى شي له زيات ټاپينګ کولو، او څو کسیزو لوبو څخه پيدا شي.

دا دومره جدي مشکل دى چې اوس د دې لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي. په انترنېټ باندې د معتاد کېدلو مسئله په جنوبي  کوریا کې  په وروستيو کې  د يوې ملي مسئلې په توګه مطرح شوې ده.

444 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. محمد اصف احمدزى Reply

    په زړه پورې معلومات دي، خو دا سرليک او لاندې متن سره سمون نه لري.

    1. عبدالرشيد Reply

      ورور ولې يې نلری
      دا تول د انترنيت د زيات استعمال په نتيجه کې منځته راځي

Leave a Reply to عبدالرشيد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2