Categories

اعلان

Loading…

پکتیکا: په ۶۱ میلیون افغانیو د نجونو لپاره لیلیه جوړیږي

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته میلیونه دوه نوي زره افغانیو په ارزښت مجهزه لیله جوړيږي چې چارې یې نن ورځ رسمآ پیل شوې.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پوهنې ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا یو ستر ګام یاد کړ او په وینا یې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې وتوانېدل چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لیلې جوړېدو چارې پیل کړي.

ښاغلي وحدت له پکتیکا والو وغوښتل چې خپلو خویندو او لوڼو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د بې ځایه کلتوري محدودیتونو پروا دې نه ساتي.

پکتیکا والي دغه راز زیاته کړه، د پکتیکا والو کلک ملاتړ او همکاري ددې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو کې ستونزې هوارې او پرمختګونو ته زمینه برابره شوې ده.

دده په خبره، د پوهنې په برخه کې هم په دې ولایت کې زیاتې لاسته راوړنې لري او د ولسونو په همکارۍ به دغه بهیر پیاوړی کوي.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس انجینر محراب الدین شفق وایي په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره جوړېدونکي څلور پوړیزه ودانۍ ۳۲ اطاقونو لري چې چارې به یې  د دوو کالونو په موده کې بشپړې شي.

شفق زیاتوي چې د یادې لیلیې په جوړېدو سره به ۲۸۴ تنو نجونو زده کوونکو ته د اوسېدو زمینه برابره شي او ټول اړین سهولتونه به ولري.

په همدې حال کې د پکتیکا د ولسونو په استازیتوب ملک پاچاه خان وایي چې ددې ولایت ټول ولسونه د پوهنې په برخه کې له هر ډول پروګرامونو ملاتړ کوي او په وینا یې هر ډول همکارۍ ته اماده دي.

دیادونې ده، د نجونو لپاره د لیلیې د ودانۍ ترڅنګ د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي احاطه هم جوړیږي او موده وروسته به په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

109 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *