Categories

اعلان

Loading…

ولې د عباداتو د حکمت مخالفت؟ | محمد خالد

دلته ځینې خلک د عباداتو د حکمت پۀ اړه ځکه مخالفت کوي ، چې ګوندې د الله د رضا د حاصلولو پر ځای د انسان نیت دنیاوي ګټو ته متوجې کیږي ، خو زۀ نۀ پوهیږم چې دا آند او فکر به څومره معقول وي؟
 حال دا چې مونږ شپه او ورځ د جنت د نعمتونو او دوزخ د عذابونه پۀ اړه غږیږو. که داسې وي نو د جنت نعمتونه او د دوزخ عذابونه هم باید یاد نشي ؛ ځکه د انسان د عبادت نیت سوچه د الله د رضا لپاره نشي کېدای ، بلکې د جنت د نعمتونو د لاسته راوړلو او د دوزخ د عذابونه نۀ د بچ کېدو نېت به هم پۀ کې ګډ وي ، نو پردې بنسټ فکر کوم د عبادتو دنیاوي ګټې(حکمتونه) راسپاړل او ځان پرې پوهول هیڅ کومه ستونزه نۀ لري ، بلکل لکه څنګه چې د عبادتو اخروي ګټې(د جنت نعمتونه او د دوزخ عذابونه) هر وخت بنډارونو کې د ټولنې لخوا یادیږي ؛ دا ګټې(دنیاوې) هم باید یادې شي او بل زۀ هک حیران دېته ، چې یو عمل دې پۀ خپل ځان کې ګټې ولري او کؤو یې هم ، خو باید ځان تر خبر نۀ کړو.
دې ته وایي ؛ هېښوونکی منطق !!
زۀ دلته یو بل اړین ټکي تۀ متوجې کېږم ، هاغه دا چې دا خلک ځکه نۀ غواړي خلک د عبادتو لۀ حکمت خبر شي، ګوندې خلک د عباداتو د ناسمې پایلې پۀ صورت کې پۀ خپلو کړو عباداتو لۀ سره کتنه وکړي او باوري شي ، چې عبادات مو پۀ سمه توګه نۀ دي تر سره کړي.
لکه:
زمونږ د خلکو دا څلوېښت کالن جهاد ، چې یو ستر او افضل عبادت هم دی ، خو پایلې یې لا تر اوسه د ښۀ کېدو پر ځای لا دا بدترۍ خواته تللي. کۀ چېرته د عباداتو د حکمت د څېړلو پۀ لړ کې د جهاد دنیاوي ګټې او حکمتونه خلکو ته روښانه شي ، نو تبعن خلک د خپل تېر څلوېښت کلن جهاد پایلې ارزوي او پوهیږي ، چې دا ستر عبادت مو پۀ سمه توګه سرته نۀ دی رسولی ؛ خو دا چې خلک د عباداتو د حکمتونو د راسپړلو او پرې ځان پوهولو څخه لرې ساتل شوي ، نو ځکه لا هم خپل نیمګړی عبادت سم او کره ګڼي او لامل یې مالوم دی ، چې دا خلک پردې نۀ پوهیږي چې عبادت د کره تر سره کولو پۀ صورت کې د اخروي ګټو تر څنګ بې شمېره دنیاوي ګټې هم لري.
نۀ پوهېږم دا کار پۀ شعوري ډؤل د یوې توطیې پۀ پار او که پۀ لاشعوري ډؤل د ناپوهۍ لۀ وجې ترسره کیږي.
بل اړین او ګتور ټکی ، چې د عباداتو پۀ حکمت راسپړنه کې تر لاسه کیږي دا ده ؛ چې د انسان باور او ګروهه پر رب کریم نوره هم کلکیږي او دا ځکه چې انسان آندي ، چې ریښتیا هم رب تعالی شته دی او تر بل هر چا د خپل مخلوق(انسان) پۀ ګټه ښۀ پوهیږي.
ژور_لید

25 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *