Categories

اعلان

Loading…

طالبان څه غواړي؟ | اندړ

ظاهرا د طالبانو تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې امریکایان باید خبرو ته ورسره کښېني او د دغو خبرو اصلي اجنډا دې د امریکایي عسکرو د وتلو د مهالویش په سر توافق وي.

 که فرضا همداسې وشول او مثلا امریکایان په څو میاشتې یا کال، یونیم کال کې له افغانستان څخه ووتل، بیا به څه کیږي؟

 طالبانو ته پکار ده چې د دویمې پوښتنې په اړه لا زیات غور وکړي. د دې لپاره چې په افغانستان کې نظام په پښو ودریږي او افغانان د نورو هیوادونو د اوسېدونکو غوندې د عادي ژوند کولو فرصت ومومي نو لازمه ده چې هم له نړۍ سره او هم په خپل منځ کې د ګوزارې کولو هنر باید ولرو.

 که طالبان یا د افغانستان دولت له داخلي لوریو سره د توافق روښانه اصول ونلري، بیا به خدای مکړه په یو بل کورني جنګ اوړو او کله چې خپل منځ کې په جګړه بوخت شو، د استاد رباني د حکومت د زمانې په څیر به نړیوال له افغانستان سره همکاري حد اقل ته ورسوي چې حکومت او ټولنه که د جنګ په نتیجه کې یو مخ له پښو ونه غورځي، د فقر او بیوزلۍ په وجه به له پښو وغورځي.

  په افغانستان کې او د نړۍ په بل هر هیواد کې د اجتماعي هماهنګي او سیاسي تعامل د ایجاد لپاره اساسي قانون پکار دی. یعنې یو داسې حقوقي چوکاټ ته اړتیا ده چې هم د خلکو او سیاسي ډلو حقوق تضمین کړي او هم د واکمنو او سیاسي ډلو او د هیواد د نورو اوسېدونکو وجایب تعریف کاندي. که دغسې حقوقي چوکاټ نه وي، د قدرت په سر به خامخا بزکشي جوړیږي.

 طالبان که واقعا غواړي چې د افغانستان په سبانۍ ټولنه کې مثبت نقش ولري، ورته پکار ده چې د ټولنې له غیر طالب غړیو سره د سیاسي او اجتماعي تعامل په اړه یو روښانه تصویر ولري.

 طالبانو په تېره کې دغسې تصویر نه درلود او نه یې تر اوسه کوښښ کړی دی چې د دغسې تصویر په جوړولو باندې کار وکړي.

 د دې لپاره چې په یوه هیواد او ټولنه کې ژوند سوله ایز او انساني شي، د قدرت د لېږد، کنټرول او ساتلو په اړه واضح حقوقي اصول پکار دي. د مثال لپاره به یوازې د قدرت په انتقال خبرې وکړو.

 د قدرت انتقال په تاریخ کې د ګڼو جنګونو او تباهیو سبب ګرځېدلی دی. په تاریخ کې ډیر ځله وینو چې یو کس ډیرې وینې بهولې دي چې قدرت ته ورسېږي او کله چې د مرګ یا ناروغۍ په وجه یا بل علت د تخت ساتل ورته مشکل یا ناممکن شوي دي نو فورا مختلفو لوریو او کسانو د قدرت د غصب لپاره د نویو خونریزیو بنیاد ایښی دی.

 د اساسي قانون د شتون یوه لویه فایده دا ده چې د قدرت انتقال پکې پیش بیني کیږي او یو حقوقي چوکاټ ورته جوړیږي چې انتقال مشروع، بې قتل و قتاله او د عدالت په اساس وي.

 په افغانستان کې د نړۍ د ټولو غیر استبدادي هیوادونو غوندې د اساسي قانون مطابق د قدرت انتقال د عمومي ټاکنو له لارې دی. زموږ په اوسني اساسي قانون کې هیڅ ولسمشر نه شي کولای چې تر دوو دورو یعنې تر لسو کلونو زیاته موده ولسمشر واوسي. دغه راز انتخابات عمومي دي. یعنې هر هغه څوک چې د عمر اتلس کاله یې پوره کړي دي او بل کوم خاص مشکل ونلري، د یوې رایې حق لري. هر انسان ته د یوې رایې د حق مانا دا ده چې هیڅوک تر بل چا زیات نه دي او لکه څنګه چې د اسلامیت او انسانیت تقاضا ده، د ټولنې ټول غړي په انساني حقونو کې سره برابر دي.

 د قدرت د انتقال دغه سیستم ټولو خلکو ته فرصت ورکوي چې د خپلې خوښې سیاستوال لپاره مبارزه وکړي او له اصولو سره سم د هغه چا مشري ومني چې اکثرو خلکو ته د منلو دی.

 لکه څنګه چې اشاره وشوه، طالبانو ته پکار ده چې په دې اړه غور وکړي او واضحو نتیجو ته ورسېږي. د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو په اړه د طالبانو واضح نظریات به له یوې خوا نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې په طالبانو باندې یې بدګومانۍ کمې شي یا ختمې شي او له بلې خوا به د افغانستان خلک مطمین کړي چې له طالب سره سوله یې کوم بل جنګ او کومې بلې بدمرغۍ ته نه وړي.

 که څه هم په تېرو څو کلونو کې د اخترونو په مناسبت یا ځینو نورو وختونو کې د طالب مشرانو په اعلامیو کې ځینې داسې خورې ورې نخښې لیدل شوي دي چې د افغانستان له خلکو سره او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د سوله ایز ژوند اراده ورڅخه څرګندیږي، مګر دا نخښې ډیرې واضحې نه دي. متل دی وایي چې وروري به کوو، حساب تر منځه. طالبان که غواړي چې له نورو افغانانو سره د سولې او وروري ژوند وکړي نو په هغو مشترکو اصولو باندې باید غور وکړي چې نورو افغانانو ته د منلو وړ وي.

 حقیقت خو دا دی چې د سیاسي ژوند او سیاسی فعالیت د اصولو په اړه د طالبانو په نظریو کې ابهام نه یوازې د افغانستان په راتلونکې باندې بد اثر غورځولای شي، بلکې د دوی د خپلې ډلې آینده هم خرابولای شي، ځکه د سیاست په اساسي مسایلو کې ابهام د دې سبب کیږي چې ډیر نژدې دوستان په زړونو کې یو بل ته غله شي او د یو بل پښې ووهي.

 طالبان په سیاسي او نظریاتې ژوند کې صرف په دې ټکي سره راټول دي چې اسلام غواړو، حال دا چې هر مسلمان اسلام غوا ړي او په اسلام معتقد دی. سیاسي او اجتماعي اړتیاوې نورو وضاحتونو ته هم اړتیاوې لري. د جهاد په کلونو کې به یو نیم ځل دا بحث دود شو چې تنظیمونه باید داساسي قانون په مسودې باندې کار وکړي. ځینو کسانو به د ناخبرۍ په وجه یا د منافقت په علت ویل چې زموږ اساسي قانون قرآن کریم دی، بل اساسی قانون ته اړتیا نلرو. د دغو کسانو دا رنګه نظریاتو په افغانستان کې د کشتار عمر اوږد کړ او له اسلام او قرآن سره اصلي دښمني په حقیقت کې همدې کسانو وکړه. امید دی چې طالب مشران د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره په دې هم فکر وکړي چې سبانی افغانستان به د کومو منل شویو او عادلانه اصولو په اساس اداره کیږي؟ که پاکستان یا ایران یا مصر یا د دنیا بل هر هیواد اساسي قانون یعنې د خپل سیاسی، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي ژوند په اړه واضحو، دقیقو او بنیادي کرښو ته اړتیا لري، افغانستان یې هم لري. د دې کرښو په اړه ابهام د بدمرغۍ د اوږدېدو باعث ګرځېدلای شي.

9 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *