Categories

اعلان

Loading…

کره پابڼه |  پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ، ۲۳جولای۱۸

اېښی ( مبتدأ يامسنداليه) کړندوکړی (فاعل ومفعول)

دواړه  رانغاړي

استاد ښکلي د ښکلو ليکنو په لړ کې د (( فاعل او وينا وال)) ليکنې (تاند: ۲۳جون ۱۸) هم دې ته راوهڅولم چې يو لنډ جاج يې واخلم.

هماغسې چې ما يې د ((کړنيزې  ژبې)) په تړاو په تېرليک او ارزونه (← تاند-دعوت-افغان جرمن انلاين ۱۴جولای ۱۸) کې ورته نغوته کړې، استاد ښکلی د

د ژبې او ژبپوهنې په تړاو د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي او څانگې له لسانسه تر ماسترۍ او ډاکترۍ پورې، د تش په نامه څانگپوهانو داوتو بوتو پرځای، په خپلو ځانگړو هاندو هڅو ټولپوهيزو يا آفاقي معلوماتو (general- knoledge)  ځان د دې جوگه کړی چې اوسنيو ما ستري او ډاکتري زدکړيالانو يا نوماندانو ته د ژبپوهنې، په تېره مانا پو هنې  په تړاو بېلابېلې نوي او تازه ليدتوگې وړاندې کړای شي او ورسره ورسره يې د رسنيو له لارې تر نورو مينوالو هم راورسوي.

په اوسنۍ ليکنه  څېړنه کې يې بيا هم  تر سپڼيزې (تشريحي) ژبپوهنې، ډېر زور پر کړنيزه ژبپوهنه اچولی، او هغه هم  د فرانسي انتوني پر ((ويناژبپوهنه)). په نورو ټکو د هغه درېگوټ (مثلث) ته ورڅکولې او په لوی لاس يې ځانته ربړه (پرابلم) راپنځولې، د چا خبره،هڅه يې کړې، د لاس غوټه په خوله پرانيزي.

ربړه  وار له مخه د سرليک د دوو اړپېچنو ټوليو (مقولو) له غاړې غړۍ کولو را څرگندېږي،هغه داچې کړند (فاعل) يا(subjecj) په سپڼيزه ژبپوهنه اړه له لري او (ويناوال) يا (enunciator)  په کړنيزه او بياوينا ژبپوهنه.

که استاد ښکلي دغلته له سپڼيز گوټپېره  اړوندې بېلگه يې غونډلې سمې سهي شنلی او ارزولی وای او د کړ وکړند ( فعل و فاعل) او غونډلې په راپېژندنه کې به نه ټکنی کېده، او دا ورمند (حکم) به يې نه کاوه چې:

(( فاعل د يوه عمل ترسروونکي ته وايي، خو په ژبه کې داسې توک هم شته، چې په ايښي(مبتدا) کې راځي؛ خو د عمل ترسروونکى نه وي. دوديز گرامر (يې )مفعول ته هم منسوبوي …)).

حال داچې  د دوديز گرامر داخبره سمه خېژي چې  په اېښی کې کړند او کړی (فاعل و مفعول) دواړه راتلای شي، او ان دوديزې-عربي  نحوې په ورته موخه ((مسنداليه)) نومَونه را دود کړې، او همداسې يې د(خبر) تر څنگ (مسند) او د فعل ترڅنگ (اِسناد)  هم درواخله. چې لېږنداو نا لېږند (متعدی و لازمی) ،چار وال و بېچار کړ (معلوم و مجهول) کړ، هم رانغاړي؛ موږ يې هم پر پليونۍ په پښتو غونډله پوهه کې پرلپسې (ايښی-ايښونی-اېښ) انډولونه رادود کړي. هرگوره، تر عربي نومَونو، زموږ دا نور هم  ارت و بيرت دي، ځکه مرستيالکړونه (افعال معاون) له بېلابېلو ډولونو سره هم رانغاړي، او عربي لکه روسي او نورې سلاوي ژبې له بېخ و بنسټه له آروکړونو رغېدلې او يونيم مرستيال، لکه (ليسَ) چې همدا يېکې يوه ناوړېدونې (جامده)، په نور ټکو،د يوه نفې وييکي (هېڅ) په توگه کارول کېږي، (ليسَ بشیءٍ)؛(کانَ) له بشپړ اوړون سره سره  په اوسنۍ عربي کې له دوده وتلی برېښي او ښايي، له زړو متنو، په تېره له سپېڅلو نصوصو( قرآن او احاديثو) پرته يې نور څرک دومره و نه لگېږي (!)

نو، په دې لړکې لاتين  (subject) نومَونه  له پښتو (اېښي) سره ښه اړخ لگولای شي. ځکه د (to be) د انډول اکرښود  (ول-استل…) په گډون، گرد مرستيالکړونه رانغاړي.

د لا زيات پوهاوي لپاره: [۳پښويه ۱۴۲-۱۶۳] او[ ماريو-پای انگرېزي او وولريښ الماني ژبپوهنيز سيندونه]

سپڼيزه (تشريحي)  ژبپوهنه او په نومېرلي ډول پښويه (گرامر)  اېښی (مبتدأ) هله په کړند پورې تړي چې اړوند کړ ورسره چاروال (اکتيو) وي، که نه له بېچار (پسيف)کړ سره  يې په کړي (مفعول) پورې تړي، د کړند بېلگه چې اېښي(مسندا ليه) رغوي، لکه:

زرک– انار وخوړ، زمر-کارته ځي يانې  هم زرک اېښی رغوي او هم زمر؛

دکړي (مفعول) بېلگه چې اېښی ورسره تړاو مومي،لکه:

ور– وهل کېږي، ډوډۍ-وخوړل شوه؛

او  همداراز اکرښود (حالت نما) کړ، کړند (فاعل)  هم پر خپل وار ځانته گوښې اېښی (مبتدِأ)  رغوي، لکه:

سنک -پرکور دی، ورور يې-نسته (نشته)، ځيرک– پخوا د ماما کره وو، استېده يا اوسېده… ؛ ((ورور يې)) بېلگه يې داراښيي چې اړينه نه ده،داېښي رغوونکی دې  يووستوي نوم (کړند-کړی) اوسي، بلکې له دغو دواړو هر يو توک نور اړوند ټاکندويه وييونه او وييکي) ، او له دې سره   راز راز لنډ او اوږده غونډونه (عبار تونه) هم رانغښتای شي. (پښويه ۲۲۶)

دادی دلته د  سکالو (موضوع) د پوره رڼاوي اوسپيناوي په موخه، د کړ (فعل) پېژند، پښويز او مانيز بېلابېل لنډ لنډ ډولونه وړاندې کړو:

(۱) کړ (verb) د گړپوهيز (صرفي)  له پلوه يو اوړونی (گردانېدوکی)  خپلواک گړ (مورفيم) يا ويی دی چې له آرو بنسټه د مهال په بسترکې خپلې بېلا بېلې اوړوني بڼې له بېلابېلو چارونو(نقشونو) او ماناوو سره راښيي او له همدې لامَله  ورته (مهالويی) هم وايي، د چار له مخې يا آرکړ وي، لکه خوړل، تلل… يامرستيالکړ، لکه کول-ېدل، يا اکرښود مرستيال، لکه (-ول-استل…) او د رغښت له مخې يا يوو ستی وي، بېلښتي،تړښتي يا غونډيزکړ (phrasal verb)…؛

(۲)  کړ، له غونډله پوهيز (نحوي)  پلوه پر لېږند-نا لېږند (متعدي- لازمي)  او غبرگون (انعکاسي) کړ؛ له لنډکړي (بېواسطه مفعول) او له لرکړي ()باواسطه مفعول سره)؛ همداراز کړ دغونډلې د اېښوني (مسند) يا خبري  او يا (کړوالې) برخې زڼی (هسته) رغوي چې له دې سره ايښ (اِسناد) هم نومول کېږي پر وړاندې يې د غونډلې بله برخه (نومواله بلل کېږي، چې زڼی يې يو بل خپلواک گړ (نوم) يا ويی وي چې بې زماني تړاوه دکړ ترسرونې، لامل کېدنې ياورسره د تړاولرنې (منسوبېدنې) نقش لوبوي،په دې توگه کېدای شي،کړند(فاعل)اوسي، کړی (مفعول) يا اکر ښود (حالت نما)؛ د دوديزې عربي (مسند اليه)  نومَونه چې موږ يې (اېښی) انډول کړی، کېدای شي،د (subject) د يوناني  يالاتين انډول تر اغېز لاندې رغېدلې اوسي، چې تر دغو گردو ارت و بيرت  غونډنوم يا اسم جمع (کو لکتيوم) دی، هم د بېلابېلو کړډولونو او ورسره د تړلوکړند وکړي (فاعل و مفعول) ښکارندويي کوي.

(۳) کړ له مانيز (او په څېرمه ډول له نحوي)  پلوه  پر څلورو ډولويااړخو (aspects) وېشنه مومي:

۱- اکر (حالت) کړ يااکرښود مرستيالکړ (ول-استل= بودن-استن= to be) ، چې د چا يا څه شتون، پايېدل، ول،اوسېدل، مېشتېدل،پاتېدل ياپاتې ول…راښيي- هرگوره،استل يا استېدل يوازې په سوېل لوېديځ  تر ډېره اوړون لري؛تېرمهالې

بېلگې (پراديگماوې) يې له  يو شمېرمنځنيو گړدو دو پرته يوازې په لرتېرمهال او بيا په هرنابشپړ مهال کې راځي، لکه: زه بهر وم- موږ بهر وو (wu)، ته بهر  وې- تاسې بهر واست (وئ)، دی بهر وو/دابهر وه-دوي بهرول/ دوي بهروې؛ ناتېرمهالې هغه، لکه:

زه پرکور يم- موږ پرکور يو (ختيز:استو،کرلاڼي: شته يو-يي!)، ته پر کور يې- تا سې پر کورياست (استئ، يئ- شته يئ)،دی پرکور دی/دا  پرکورده- دوي پرکور دي ؛

ناويلي دې پاتې نه شي چې کرلاڼيان  د سوېل-لوېديز او دوه نوروگړدودي ډلو په توپير يوازې (-ول) په تېر او ناتېر مهال او بيا ټولو ډولونو کې له څه ناڅه خپلوا کونج (واوېلي بدلون) سره بشپړ گردانوي. د يم پرځای وم يې پرځای وې….

د ((به))  وييکي په ملتيا چې د تېرمهال غوندې،په ناتېر مهال کې هم د هر راز کړ او په دې لړکې د اکرښود کړ پايند (استمراريduration )، بهانديا جاري (pro- gressive اعتيادي(habitual)،گوماني يااحتمالي (probable)، نابشپړ (نامطلق  imperfect)… اړخو نه (aspects) رانغاړي، لکه:                                                                                                                                                                             زه به يم -موږ به يو، ته به يې-تاسې به ياست،دی/دا به وي دوی به وي.

۲- بهير کړ، د يوې داسې پېښې کېدنگ ته نغوته کوي چې يو څوک يا څه په  پسيف ډول رانغاړي، لکه: رپېدل،لويېدل،ځوانېدل، زړړېدل، ورستېدل… .

۳- چارکړ،د يوه داسې چار يا کړن څرگندونه کوي چې يو کارنده(فعال) پر مخوړ ونکی ولري، لکه: خندل، مسل، ژړل،گډل، نڅل… چې له ← چارند( لېږند) کړ سره يې تش يو اړخ شريک دی او هغه داچې په تېرمهال کې هغه کارنده وگړی يايې نومځری  له اوښتي کړند پېر (nominative case) سره مخامخوي، لکه پلوشې- وخندل-دې يا هغې و مسل، ژڼي -وژړل- ده و نڅل ، ماوگډل، تاوخندل؛ استاد رښتين دا راز کړونه  ((حکمي متعدي)) بلل.

۴- چارند يا چاروال کړ، هغه لېږند (متعدي) کړ چې د يوې پېښې ياکړنې موخه او لوری يا (مرجع) يې يو کړی (مفعول) اوسي،  پو نورو ټکو، هغه کړ ند او کړی دواړه ولري، او کړی هم پر خپل وار يا لنډ (بېواسطه acusative ) وي،لکه: گرمول، سپکول، وهل، خوړل، څښل، کرل، رېبل، بلل، شړل، کنځل، وړل، راوړل… لر (باوسطه ، لکه: يوڅه چاته ورکول او داسې نور؛

لېږند چار (صناعي) کړ چې دوه کړنده او دوه کړي ولري، لکه: ما پر زمري ډېر څه وخورول يا وخوړل، ما د سنک په مټ ډېر کارونه پايته ورسول … .

۵- پېښيز کړ، هغه نالېږند (لازمي) کړ چې زياتره بې وگړي د يوې پېښې د پېښېد نې څرگندويي کوي، هغه هم  تر ډېره په پنځيزو (طبيعي) پېښو څر گندويي کوي، په تېره د هوايي او اقليمي هغو، لکه:

باد، سيلۍ، جکړ. جم جکړ،توپان…) لگېدل-چلېدل،(باران، واوره، ږلۍ) وو رېدل، (تندر، تنا) تڼېدل يا (اسمان) غورېدل،(برېښنا) پړکېدل،(ټکه) لوېدل… .

پايلنيوی (نتيجه گيري):

د پاسنيو څرگندونو راوښووله چې د يوې غونډلې اېښی (مبتدأ) يوازې د چاروال لېږند کړ (معلوم متعدي فعل) کړند (فاعل) نه رغوي، بلکې د دغه نورو ډولونو کړونو هغه، او ورسره تړلي کړي (مفعولونه) يې هم  پر خپل خپل وار رغولای شي، او په دې توگه د استاد ښکلي دواړې راوړې غونډلې داسې شنو:

۱- په لو مړۍ غونډله (بريالی راځي) کې  (بريالی) د نالېږندکړ (راځي) کړند دی او د استاد له خبرې سره سم  اېښی (مسنداليه)، په بله وينا،(مبتدأ) رغوي؛بلخوا څنگه چې، دا نه په بلې کومې (آرې يا څېرمې) غونډلې پورې تړلې ده او نه کومه بله په دې  پورې، نو يوه خپلواکه غونډله بلل کېږي چې نن سبا يې (تگميم) بولي او موږ يې، لکه غونډله دوه څپيزه (اوډله ) انډول کړې او همداسې يې اړونده څا نگوړې (تگميمېکس) مو(اوډله پوهه) راژباړلې ده.

له دې سره سره د دې منښته هم کوو چې تگميم بياهم  د لابشپړ ژبنی يوون ياواحد (متن يا وينا) يو ټوک (جزء) بلل کېږي  او له دې سره ،له مانيز پلوه څو پرلغښتېي راغلي تگميمونه رانغاړي،داسې چې د نومهالې  کړنيزې ژبپوهنې او بيامانا پو هنې له گوټپېره د ژبني پيغام ياجاج ومانا د جومسکي د(انتيوشن)او(سېچوېشن)  په گډون لاښه ترا ارتې بيرتې لارې چارې را شونې کولای شي.[←(ژبه په کړن کې) کې) ارزونه او دغه راز د وولريښ ژبپوهنيز  سيند]  

۲- په دويمه غونډله (بريالی- ډاکتر دی) کې چې استاد (بريالی)  په دې دليل چې د کوم کار کړن ترسروونکی (کړند) يا (ويناوال!) نه دی، نو د اېښي (مبتدأ) د رغاو نې چار نقش يې له اښتنې پوښتنې او خرخشې سره مخامخ کړی  دی او په زړه پو رې يې بيا داچې دايې د سپڼيزې (تشريحي) ژبپوهنې نيمگړتيا بللې ده؛ حال دا چې دغه ژبپوهنه د رغښتي تر پسرغښتي ژبپوهنې داسې غونډله يوه خپلواکه اوبيا اوډله،او پردې سربېره يوه نومواله غونډله ده چې د نورو نژدې لرو خپلوانو ژبو غوندې، پښتو نومواله غونډله (اسميه جمله) له اکرښود مرستيال کړ  (-ول-استل) سره رغېدنه مومي، نو په دې ډول ،لکه څنگه چې پاس په اړونده اوړوني بېلگه (پرادېگما) کې نغوته وشوه، ((دی)) د همدا راز کړ (وسمهالې لومړۍ يو گړې نرينه) بڼه ده او د (اېښ) يا (اِسناد) په توگه (بريالی) اېښی، مستندا ليه يا مبتدأ (subject) رازبادوي.

د استاد اجمل ښکلي د لا ډېرو ښکلو ليکنو څېړنو په هيله!

17 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *