Categories

اعلان

Loading…

سراب/ اجمل پسرلی

بنننګګګ… مچ و، له بهره د بندې کړکۍ پر ښیښې له ښکته پورته، له پورته ښکته ته. مچ غوښتل چې کوټې ته ننوځي خو ښیښه یې تر پښو لاندې سراب وه. دی یې بیا بیا تیرایسته. اخر یې د کړکۍ په یوه کونج کې ځان غلی ونیو.

 د کوټې دننه یو سړي هډوکی وچیچه. د هډوکي له زبیښلو وروسته یې د میز له سره یو خلی راواخیست غاښ یې وټومبه. سړی ورپاڅید کړکۍ یې پرانیسته، ډکی یې بهر واچاوه.

 مچ د وزر له ټپ وهلو سره د کوټې ترمنځ ورسید. د تلویزیون ترڅنګ د زمري پر وړې مجسمې کښیناست. د تلویزیون پر پرده پړانګ منډه کړه. بژژ شو مچ والوت، د سړي پر سر راتاو شو، لنډ د ککړ بیشقاب پر ژۍ کښیناست. لکه اجازه چې غواړي سړي ته یې سترګې ونیولې، هغه فلم ته کتل. مچ ژر ژر څه وڅټل او پر دواړو لاسونو یې خپل مخ وموښه.

سړي لاس تر میز لاندې تیر کړ، مچمړ یې راپورته کړ، ټک شو پر مچ یې وار وکړ. مچ د کړکۍ خواته ولاړ، همهغې ښیښې ته ورغی چې مخکې یې له بل لورې د راتیریدو هڅه کوله دا ځل بیا ښیښه ورته سراب وه، دی یې تیرایسته چې لار همدا ده. وبڼیده، وبڼیده، لاس او پښې یې پر ښیښې ووهل راووهل… ښایي دا وار به یې له ارمانه نه، له ویرې بڼا وه،  خو هغه وخت لکه چې پوه شو چې کیښوتی دی چې سړي یې پر سر د مچمړ وار وکړ.

پای

131 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *