Categories

اعلان

Loading…

طالبان: مونږ او امریکایانو په ګډه چای او کولچې وخوړل

تاند – د طالبانو یوه مرکچي اېن بي سي نیوز خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو او امریکایانو سره خبرې کړي او په ګډه په یوه هوټل کې چای او کولچې وخوړل.

د طالبانو سرچینې وایي،‌ چې له امریکایانو سره خبرې یې په افغانستان، قطر او متحده عرب اماراتو کې شوي دي.

د طالبانو یوه مرکچي ویلي، چې په خبرو کې پنځو امریکایانو برخه لرله.‌

د قطر د خبرو یوه برخه وال طالب اېن بي سي نیوز ته ویلي، له امریکایانو سره زمونږ خبرې ډېرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې.

طالب مرکچيانو غوښتنه کړې چې هویت یې پټ وساتل شي او د روسیې، چین او عربي هېوادونو استخبارات یې په هکله معلومات ترلاسه نه کړي.

د افغانستان د حکومت په شمول د افغان ټولنې بېلابېلو قشرونو په وار وار له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړي دي او کوشش یې کړی چې نېغ په نېغه له امریکایانو سره خبرې وکړي.‌

طالبانو څه موده وړاندې د هلمند د سولې د ولسي حرکت په شمول د سولې غوښتنې او د سولې لپاره د افغان فعالانو لاریونونه د امریکایانو پروژه بللې وې، خو اوس نه معلومیږي چې هغوی پخپله له امریکایانو سره په خبرو کې څه غواړي.

33 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. عبدالمالک همت Reply

    که دا خبر رښتيا وي او امريکايانو د طالبانو سره واقعاً دغسي خبري له ګران افغانستان څخه د هغو د تېری کوونکو پوځي ځواکونو د ايستلو لپاره کړي وي، نو دا خو ډېر ښه خبر دی. چای او کولچې خو ساده توکي دي او په هر سماوار او عادي دکانونو او کورونو کي ورکول کيږي . وای پر هغو چي د امريکايانو سره يې په ناروا محفلونو کي کلونه کلونه د هيواد د پلورلو په بدل کي شراب او کباب وهلي دي او اوس خپلي چړې په اوبو کي ويني او اريان دي چي چيري به تښتي.

  2. sultan mohammad Reply

    فقط دکولچو خړلوته ورغلی وی اودوستانه فضا کی مو خبری سره وکړلی له افغانانو نه امریکایان تاسو ته دوستان شول حقیقت ده چه داپروژه دامریکایانو وه او رازمو پټ ساتلی چه دعربی استخبارات ورباندی خبر نه شی په عربو کی ورسره کیک او کلچی خوری اوعرب پری خبر نه شی دا ټول هغه درواغ دی چه کم عقل به یی ومنی او عاقل به ورباندی خپل قیاس وکړی

  3. dawud Reply

    طالب او امریکایان یو دي او یو وو!
    طالب ته اسلام، اسلامي علما او اسلامي هېوادونه کومه معنا نلري
    دغه ډله او امریکایان که یو نه وای نو په اول کې یې له کراچۍ سمندر څخه ویشتل او اوس یې دلته له منځه نه شي وړلای، آیا دا به کوم سالم منطق ومني؟

Leave a Reply to عبدالمالک همت Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *