Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې سرتېرو ځانمرګی بریدګرجومات ته له ننوتلو څخه مخکې وویشت

تاند – د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر جومات ته له ننوتلو څخه مخکې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

ویل کیږي چې ځانمرګي بریدګرغوښتل چې جومات ته ننوځي او د لمونځ کوونکیو په منځ کې ځان وچوي خو هلته موجودو افغان سرتېرو پرې وار مخکې کړ او ویې ویشت.‌

چارواکي وايي، دغه ځانمرګي بریدګرغوښتل چې د باګراميو اړوند د نعمان کلا په جامع جومات کې د خلکو په منځ کې خپلو ورسره بمونو او چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

ویل کیږي، چې په ډزو کې ځانمرګی چاودلی او يو ماشوم يې برسېرن ژوبل کړی دی.

د پوځي چارو تحلیلګران وایي، چې په پاکستان کې په موجودو مدرسو کې او ورسره په افغانستان کې په وروستیو کالونو کې جوړو شویو مدرسو کې د دیني علومو زده کوونکي له نورې ټولنې څخه د بېلتون په داسې روحیه روزل کیږي چې د مدرسو له محیط څخه بهر دنیا ورته کفر ښکاري.

که څه هم چې طالبان او د داعش پلویان د امارت او خلافت د راوستلو ادعا کوي، لاکن دغه دواړه ډلې چې ویل کیږي د سیمې د استخباراتي ادارو له خوا تمویلیږي د افغان مسلمانانو وژنه جهاد بولي او په بېلابېلو طریقو یې وژني.

467 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. سلیم Reply

    عنوانونه نومونه شعارونه … یې راته مهم نه دي. اعمال یې تول و ترازو کوم. دواړه، جنایتکارې تکفیري ډلې دي. دواړو د آی اس آی پخواني جاسوس تکفیري ترهګر غلام رسول سیاف له آیده لوژي یې الهام اخیستی دی.

Leave a Reply to سلیم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2