Categories

اعلان

Loading…

طالبان: نیویارک ټایمز زمونږ له خبرو نه غلط تعبیر اخیستی دی

تاند – افغان طالبانو د نیویارک ټایمز هغه ادعا رد کړه چې لیکلي یې وو چې طالبان به نور په افغانستان کې په ښارونو کې بریدونه ونه کړي.

ملکي خلک د نیویارک ټایمز له قوله خپاره شوي دغه خبر ته ډېر خوښ شول او یو څه د سکون احساس یې کاوه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نیویارک ټایمز د هغوی له خبرو څخه غلط تعبیر کړی دی. د ښاغلي مجاهد له وینا داسې ښکاري چې هغوی به په ښارونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

له نژدې درې میاشتو راهیسې د سولې د ملاتړ ولسي حرکتونه له طالبانو څخه غواړي چې جنګ دې بس کړي او د سولې مذاکراتو ته دې مخه کړي خو طالبان وایي چې د سولې دا غوښتنې د ولس نه، د امریکایانو دي.‌

طالبان وایي چې په افغانستان کې روانه جګړه یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد ده، په داسې حال کې چې د جولای په لومړیو کې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په تېر یوه کال کې یوازې ۳ امریکایان وژل شوي او له شپېتو زرو څخه ډېر افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.‌

367 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

7 comments

  1. سلیمان Reply

    ستاسو جاهلانه او نارواح جګړه صرف او صرف د افغانانو پر ضد ده. خو زه پدې نه پوهیږم چې د افغانانو هغه غیرت او میړانه څه شوه؟ که په افغانانو کې لږ غیرت او میړانه پاتې وی نو تاسو باغیانو او د هر دین نه منکرو وحشیانو پسې باید راپاڅيدلی وی. زه بیا خصوصا پښتنو ته حیران یم چې پ پت، ښ ښيګڼه، ت توره، و وفا او ن ننګ هسې په نوم شیان دي؟ دا پورته یو شی هم نور په پښتون کې ندی پاتې.

  2. ببرک Reply

    نیویارک تایمز لیکونکی جاهلان دی چی نه پوهیږی چی طالبان نه پوهیږی!ا
    چی تر څنګ می د پنجاب په شانته یار دی
    دا می بس دی دا می هرچیرته په کار دی
    افغان ورک شه مسلم ورک شه په درد نه خوری
    ما د دوی په ضد تړلی کوږ دستار دی
    لویه خدایه ای له هر زړه خبرداره
    دا دی څرنګ مسلمان دی چی تل خار دی

  3. farhad Reply

    کوم طالب چه نن په افغانستان کی د مسلمان وینه تویوی : نه ایمان لری او نه هم اسلام ، دا خبره د عالم اسلام علماؤ په افغانستان ، عربستان او اندونیزیا کی واضح کړه . بنآ نه غیرت لری او نه هم وجدان ، نه تعهد لری او نه هم ضمیر ، نه ژبه لری او نه هم سترګی ، نه رحم لری او نه هم انسانیت ، نه عقل لری او نه هم عبرت ، نه مور لری نه پلار ، نه ناموس لری اونه هم ننګ . خلاصه د ځنګل درنده وحشی حیوان هم ورباندی شرف لری . دافغانستان خلکو ته په کارده چه دغسی قطاع الطریق، رهزنان هرچیرته چه یی پیداکړی باید بی رحمه یی وه وژنی ، دغه درنده ګان او د پردیو لیونی سپی اصلآ د ژوند حق نه لری .

  4. ملنګ Reply

    طالبانو ته یو سخت ګزار پکار دی. د هغوی پټن ځایونه په پاکستان کی باید بمبارد شی. تر څو چه د هغوی د امن ځایونه او مشران بمبارد نشي دوی د اصلاح وړ ندي. الله دوی تباه او برباد سره د دوی له عقیدی او دین او مذهب سره

  5. Ahmad Jawed Reply

    دا ستاسو جګړه که د بهرنیانو سره وی نو بیا ولی افغان ناحقه وژنی لاړشی بهرنیان ومومی او وسره وجنګیږی هلته خو د ډاره قدم نه شی اخیستی فقط عام ولس ته مو موخه کړی او چیرته چی انتحاری وی او یا جګړه هغوی په نښه کوی خدای مو تباه او برباد کړه تاسو به خدای ته څه ځواب ورکوی چی د پنجابی او آخوندی رژیم د ګټو لپاره کار کووی خدای مو داسی ذلیله او رسوا کړه سره دبهرنیانو چی لاره مو درنه ورکه شی

  6. bashir sultan Reply

    په دوه زره اوولسم میلادي کال کې دوه ویشت زره افغانانو او یو ویشت کسه خارجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ذبیح مجاهد او نورو وحشیانو جهاد د افغانستان پر ضد دی. ارقام او اعداد د دوی د ټولو دروغو ځواب وایي.

  7. mohammad ehsan Reply

    طالبان که د امریکایانو سره جګړه وکړی او مردار یې کړۍي خو بلکل موږ ټول ورسره همغږی یو او دوه امریکایان مری او په زرهاوو بی ګناه افغانان نو دا خو نه جهاد شو او نه هم د الله په لار کې جګړه .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2