Categories

اعلان

Loading…

د یوه ستر ډایناسور هډوکي وموندل شول

تاند- ډایناسور هغه حیوان دی چې نسل یې بیخي ختم شوی خو لا یې هم اسکلیېټونه یا فوسیلونه موندل کېږي.

اوس تازه په ارجنټاین کې د یوه ستر ډیناسور هډوکي موندل شوي چې د څېړونکو په باور د هغه وزن به نژدې ۹ ټنه و.

څېړونکي وايي چې د دې ډیناسور له هډوکي څرګندېږي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی.

د تریاسیک دوره شاوخوا ۲۵۰ ملیون کاله پخوا وه.

څېړونکو تر دې پخوا تصور کاوه چې ستر ډایناسوران له دې دورې تر ۲۵۰ کاله وړاندې پورې نه ول.

26 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. احمد Reply

    ښاغلیه،
    ستاسو د ۲۰۱۴ دا راپور وایي چې هغه وخت ۱۰۰ ټنیز ډایناسور پیدا شوی وو او اوس تاسو لیکلي چې دا ډایناسور چې یوازې ۹ ټنه دی تر ټولو لوی دی.
    http://www.taand.com/archives/25255

    1. تاند Reply

      هو ستاسو خبره سمه ده خو په دې خبر کې ویل شوي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی
      دا د دې ځانګړې دورې دیناسور دی
      مننه
      تاند.

Leave a Reply to احمد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *