Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پوځ وايي، له افغانستانه ۱۳ ورغلي ترهګر یې نیولي

تاند- د پاکستان پوځ ادعا کوي، ۱۳ ترهګر چې د سیاسي شخصیتونو د وژلو لپاره له افغانستانه پاکستان ته ورغلي ول،

امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویندوی اصف غفور د چهارشنبې په ورځ وویل، اکثره نیول شوي ترهګر د پاکستاني طالبانو غړي دي چې غوښتل یې پر پاکستاني سیاستوالو بریدونه وکړي او تر انتخاباتو وړاندې حالات کړکېچن کړي.

ده همداراز وویل چې په نیول شویو کسانو کې د انصارالشریعه ډلې غړي هم شته او له هغوی سره ډېره وسله هم موندل شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویندوی په داسې حال کې د سیاستوالو د وژلو لپاره له افغانستانه څخه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ خبره کوي چې د عوامي نشنل ګوند یوه مشر غلام احمد بلور په پېښور کې د نشنل عوامي پارټۍ په غونډه کې انتحاري حمله، چې د بلور وراره هارون بلور له ۱۹ تنو نورو سره پکې ووژل شو، د طالبانو کار نه بلکې د نورو ادارو کار وباله.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. H.LAYAQ Reply

    پکه دا دی لا بله سپکه لعنت د وی پنجابیه پر تا باندی په دا شکرورو درواغو

  2. ببرک Reply

    پاکستان د ملا نصر الدین کانی کوی او په دی ترتیب غواړی د خپلو بادونو غږ او بوی دواړه ورک کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *