Categories

اعلان

Loading…

په هند کې غلو له یوې افغان ښځې ۴ه روپۍ وتښتولې

تاند- دوو موټر سایکل سپرو د هند د پلازمېنې ډیلي په لجپات نیګر کې پر یوې افغان ښځې حمله وکړه او ۴ لکه هندي روپۍ یې ورڅخه وتښتولې.

دې ښځې د خپلې مور د درملنې لپاره دا پیسې هند ته وړې وې.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي وویل چې دا پېښه تېره شپه (سې شنبه) ۱۰ بجې هغه مهال وشوه چې افغان ښځه له خپلې ناروغې مور سره له روغتون څخه په ریکشا کې کرايي کور ته روانه وه.

افغان ښځې ویلي چې غلو د پیسو ترڅنګ د دوی پاسپورتونه، کارتونه او موبایل ټېلفون هم، چې په دستکول کې ول، وړي دي.

پولیس وايي چې کمرې ګوري او ګوندي غله ومومي.

149 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. Ahmad Reply

    دا هم مشرکان دی تاوان یی باید د هند دولت ورکوی ولی دوی نسوای کړای چی د افغانان ساته وکړی

  2. لالا،بټنوال Reply

    په عنوان کې يواځې ۵۴روپۍ او په متن کې څلور لکه روپۍ ښودل شویدي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *