Categories

اعلان

Loading…

سرطان کودتا که کودتايي سرطان؟ | وحيدالله مصلح

د غازي امان الله خان پر ضد تر وسله وال اړودوړ وروسته د څو لسيزو رامنځته شوی ثبات او ارامي يوې داسې کودتا ولړزوله چې پرچميانو په کې ټاکونکې برخه لرله. د ۱۳۵۲ سرطان په شپږويشتمه محمد داودخان د محمد ظاهرشاه واکمني وپرځوله، چپيانو په دغه کودتا کې د محمد ظاهرشاه د شاهي ولسواکۍ  لسيزې ته زندۍ واچوله، سياسي تنوع يې ختمه کړه او يوازې چپيانو کولای شول چې ازادانه خپل فعاليتونه وکړي، خپل مخالفين ونيسي، ويې وژني او زندانيان يې کړي، د محمد داودخان د حکومت د کابينې تر نيمايي ډېره برخه پرچميانو نيولې وه، دوی محمد داودخان له ټولو سياسي لوريو وشکاوه او په ديني جهتونو کې يې د يو چپي پال رئيس جمهور په نوم مشهور کړ.

پاچاهي؛ د ولسواکۍ لسيزه!

د محمد ظاهر شاه ولسواکۍ په لسيزه کې پراخ اصلاحات پر لار وو، يو په بل پسې حکومتونه عملاً له شاهي کورنۍ بهر له نخبه ګانو جوړ شول، د دې دورې تر ټولو غوره صدراعظمان شهيد محمد هاشم ميوندوال او شهيد موسی شفيق ول، چې دواړه چپيانو د خپل نه زغم او حذف په مفکوره کې له منځه يووړل.

پاچا غوښتل چې واک کرار کرار ملت ته انتقال کړي ځکه خو يې ولسواکي په طبيعي پړاوونو کې تمرين ته وړاندې کړه، عملاً ګڼ ګونديز سېسټم رامنځته شو، پارلماني صلاحيتونو وده وکړه، لوی ملي داعيې د همدغه ولسواکۍ لسيزې په حکومتونو کې د حل درشل ته ورسېدې، د بېلګې په توګه له ايران سره د هېرمند د اوبو وېش يې ښه بېلګه ده، د ډېورنډ او پښتونستان د قضيو په اړه هم پر مناسبو حلونو غور پيل شوی وو.

اصلاً پاچا غوښتل چې په راتلونکي کې شاهي حکومت سمبوليکو پروټوکولونو کې پاتې شي او واک په خپل طبيعي پړاوونو کې خلکو ته انتقال شي، دا هغه مهال يو مترقي فکر وو او که شاهي دوره په همغه ولسواکۍ تجربه کې پاتې شوی وای نو نن به افغانستان د سيمې يو لوی سيال وای.

سرطان کودتا؛ ولې؟

د ولسواکۍ لسيزې په همغه پيل کې شاهي کورنۍ خپل تعريف پيدا کړی وو، غړي يې پېژندل شوي وو، د شاهي کورنۍ هيڅ غړي نه شوای کولای چې په حکومت کې چارواکی شي، محمد داودخان هم د پاچا د تره زوی په توګه نور له واکمنۍ په تبعيد کې شو، دا يو لوی عامل وو چې محمد داودخان يې د واک تر لاسه کولو لپاره نظامي عمل ته وهڅاوه.

محمد داود خان ته چپيانو د محمد ظاهر شاه شاهي دولت ړنګ کړ، هغه چې هغه مهال د ارتجاع د ټکولو، پښتونستان او اجتماعي عدالت پر محور خپل لومړنی سياست اعلان کړ، په دغو ټولو زاويو کې ملت ښکاره لاسته راوړنه ونه ليدله، په دې ټولو کې چپيانو يوازې د ارتجاع په نوم ملتپالي او اسلامپالي وټکول، اعدام يې کړل او له وطنه يې په شړلو اړ کړل، پايله څه شوه؟ هغوی غبرګون وښود او دلته محدود وسله وال تقابل رامنځته شو او دا هر څه د افغانستان ملي ګټو ته لوی ټکان وو چې هم حکومت او هم د نهضت د هغه مهال سياستونه په کې بايد نقد شي.

پښتونستان او کودتا؛ بله زاويه!

پښتونستان د کودتا د پیل لويه مدعا وه او پای چې کله داودخان له بهټو سره د پښتونستان داعيې ته حل لاره لټوله بله کودتا وشوه او داودخان يې دغې حل ته پرېنښود، دلته دا هم ډېره په زړه پورې ده چې د هغه مهال د افغانستان په سياسي تناظر کې هره نظامي مداخله داسې مهال رامنځته شوې چې افغان حکومت له پاکستان سره د پښتونستان د قضيې په اړه د خبرو اترو حساس پړاو ته رسېدلی وو، داودخان لومړنی قرباني وو، ورپسې چې کله تره کي او محمد ضياالحق په هاوانا او کابل کې کتنې وکړې د دوی د خبرو اترو يوه اجنډا هم د پښتونستان قضيه وه، تره کی هم د دې مسئلې تر پای مخکې پای ته ورسېد، حفيظ الله امين هم له پاکستان سره نوره دا قضيه حل کوله او په دې رابطه د کابل او اسلام اباد اړيکې ډېرې تودې شوې وې، امين هم په همدغه مرحله کې له منځه ولاړ او تر هغه وروسته نو بيا جګړې د شورويانو په راتلو سره د ازادۍ رنګ واخېست او نور نو د پښتونستان قضيه بابيزه شوه، دغه مرحله کې په افغانستان کې د پاکستان نقش په پراخه مداخله کې راغی او تر دې وروسته نو پاکستان نور افغانستان د پښتونستان تر قضيې ډېر ښکته وباله، افغانستان د چپيانو له لاسه د محمد ظاهرشاه او داودخان د سيالو حکومتونو له باوره وغورځېد، تر چپي کودتاو وروسته په کابل کې حکومتونه هيڅکله د قوي موقف او خپلواک حيثيته برخمن نه شول.

د سرطان پر پل ثور کودتا!

سرطان کودتا د چپي موخو لپاره يو نظامي تمرين وو، چپيانو له يوې خوا د يو سوچه چپي حکومت په مخکې لوی خنډ شاهي دوره ړنګه کړه، او له بلې خوا يې په دغه کودتا سره په په اردو کې خپل نفوذ او اعتبار تجربه کړ، او پای چې کله محمد داودخان خپل سياسي خطونه بېلول نو دوی بيا په کې د بلې خونړۍ کودتا تهدابونه د محمد داودخان او کورنۍ پر هډونو پورته کړل.

د ثور کودتا په رامنځته کېدو سره ملت د چپيانو کور، کالي او ډوډۍ تجربه نه کړه، بلکه هغوی دې ملت ته غربت، وژنې، مهاجرتونه، د جنګ لوی مشين او د شورويانو اشغال او بې واکي راوړه، د ثور تر کودتا وروسته چپيان يوازې له ملت او مجاهدينو سره ونه جنګېدل بلکه تر هغو ډېر په خپلو منځونو کې وجنګېدل، د ثور تر کودتا وروسته لومړنی داخلي تقابل د خلقيانو او پرچميانو وو، ببرک کارمل، نجيب، اناهيتا، محمو بريالی او ډېر نور د سفيرانو په نوم له حکومتي جوړښته وشړل شول، او په داخل کې پرچمي ډله تجريد او ورټل شوه، زندانونو ته ولېږدول شول او اعدام شول، په دويم قدم کې د خلق ګوند په داخل کې د تره کيانو او امينيانو خپل منځي شخړې داسې مرحلې ته ورسېدې چې امين په کې بيا د خپل فکري استاد تره کي پر خولې او سپېږمو بالښت ومنډه او ساه يې ترې وويسته، تر دې وروسته تره کيان بيا تجريد شول او زندانونو ته ورلېږدول شول، څو مياشتې وروسته پرچميان له شورويانو سره راغلل، امين يې وواژه او پرچميانو بيا د تېرو دوه کلونو کسات له امينيانو واخېست، اعدامونه او زندانونه يې پرې تطبيق کړل. وروسته بيا د کارمليانو او نجيبيانو تر منځ کشمکشونه او بيا قومي ملېشو ته د دغو پرچمي فرکسيونونو سرايت بله چپي داخلي شخړه وه، پر نجيب د جنرال اصف شور او شهنواز تڼي کودتا او پر تعقيب يې په نظامي ليکو کې د خلقي افيسرانو تعذيبونه بله مرحله وه، په خلقي جبهه کې د افقيانو او زرغونيانو برخوردونه په کې لا واړه وو. نو د چپيانو د تاريخ په دې لنډه مقدمه کې دا ثابتېږي چې چپيانو دلته يوازې جګړه وکړه، تشدد يې وکړ او هيڅکله يې لږ تر لږه په خپلو منځونو کې د ټيکاو او سولې بريالۍ هڅه ونه کړه.

د مجاهدينو خونړۍ دوره!

د چپيانو تر ړنګولو وروسته مرحله کې د اسلامي حکومت ارمانونه او موخې همدغسې بې وزنه شوې، يو بل جنګ شروع شو او د اسلامي حکومت پر ځای د وحشت يوه بوږنوونکې پاڼه د تاريخ پر مخ ثبت شوه. په کابل کې جهادي تنظيمونو او چپيانو په ګډه اور راښکته کړ، په ولايتونو کې جهادي قومندانانو فرعونيت پيل کړ، يوه بدرنګه جګړه او ځنګلي حالت پر ټول افغانستان حاکم شو، بنسټونه ونړېدل او په دې ټوله موده کې لږ تر لږه هغه جهادي تنظيمونه چې فکري منشا او نظرياتي هويت يې ګډ وو سره وجنګېدل، او دې ټولې جګړې ته يې شرعي استدلال کاوه، ټولو خواو ايت او حديث ويل او ځانونه يې پر حق ګڼل، خو هيچا د سولې لپاره د قرآن او احاديثو پاڼې نه اړولې او هيچا د سولې او مدني ژوند په اړه د نبوي سيرت منطق نه وايه، بس يوازې جنګ وو چې منطق يې درلود!

جنګ او د طالبانو واکمني!

طالبان راڅرګند شول، هغوی د ملوک الطوايفۍ په وړاندې ودرېدل، تمه دا وه چې د کابل په نيولو سره به هغوی د حکومت په اړه سينه پراخه کړي، ځکه پر پايتخت او حکومت تر سلطې وروسته د حکومت او خاورې واکمني نور د جنګي ډلې له حيثيته پورته خبره وه، حکومت معمولاً تر ډلو ډېر او پراخ مسئوليت لري، حکومت بايد د ثبات، کرارۍ، سولې او پرمختګ لپاره د هېواد ډلو او خلکو ته مشروع تنازلات کړي وای، شريکان کړي يې وای او چلنجونه يې پر فرصتونو اړولي وای، خو په دغه مرحله کې دا هيڅ تر سره نه شول، د کابل تر نيولو وروسته هم مسلسل جنګ وو، هيڅکله د سولې او خبرو اترو کانالونه کومې پايلې ته ونه رسېدل، يوه مسلسله جګړه وه چې هلته هم د جنګ ټولو طرفونو خپلو ځانونو ته شرعي نصوص او سندونه درلودل، دغه جګړه پای ته ونه رسېده او بله جګړه وتپل شوه.

15 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. احمد Reply

    اول خو «سرطان کودتا» ترکیب صحیح نه دی ځکه دا د پاړسي د داسې اصطلاح په څېر راځي لکه په پښتو کې چې وایي «د کودتا سرطان» ځکه دال ورسره نشته او په اصل کې باید «د سرطان کودتا» لیکل شوې وای. بله دا چې له کمونستانو نه اخوانیان ډېر خاین وو ځکه چې وطن یې پریښود او پنجاب ته وتښتیدل او له هغه ځای نه یې د وطن د ورانولو لپاره کار شروع کړ

  2. Dr.Atal Reply

    مصلح صاحب !
    دا ټولی شوی خو څومره چی زه شاهد وم دا سوالونه مطرح دی لطفا غور پری وکړی اوس باید منحیث مؤمن څه وکړو؟
    آیا موږ عملی دعوت او پړاوونه عملی کړی وو او پختګی او سالم قیا دت وو؟
    د ظاهر شاه او بیا د شهید داود خان پر وړاندی دا مبارزه او مسلحانه قیام د فقهای اسلام له نظره مشروعیت درلود که بغاوت وو؟
    که بیا ټول کمالات وو د آی اس آی او کی جی بی او نورو تاثیرات څومره ارزوی؟
    او بیا دی فکری اخوانیانو فساد څنګه ښکرور شو د ربانی نه تر کرزی د کابینی اکثریت افغان اخوانی وو خو فساد یی د افغانستان په تاریخ کی ساری نلری د فاستبقوا الخیرات په ځای یی د فاستبقوا الفساد لار غوره کړه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *