Categories

اعلان

Loading…

د ملي اردو ځواکونو ته د فاشیست او صهیونیست ویل ملي خیانت دی

ودان روښان || 

پردي پاله کړۍ تل فرصت او موقع ته سترګې پرلار وي چې په کومه پلمه او څه ډول د مالوم الحاله او افغان دوښمنه بهرنیو استخباراتي کړیو په ټونګ ملي ویاړونو او ملي ګټو ته زیان ورسوي. دوی په اصل کې له هغه څه سره دوښمني لري چې ددغه وطن له ویاړ او عزت سره تړاو لري. دوی کله د افغان له نوم، کله د هېواد له تاریخ او کله هم نورو ویاړونو سره دوښمني کوي او پر دوو پښو ناست دي چې څه ډول د خپلو بادارانو خوشالولو له پاره ملي ویاړونو ته ګوزار ورکړي؟  

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې کومه ویډیو خپره شوې او په هغې کې لیدل کېږي چې څو سرتېري یو شمېر لاس تړلي کسان په لغتو وهي، ادعا کېږي چې کوماندو ځواکونه فاریاب کې د ولسي پاڅون په نوم د یوې خپلسره وسله والې ډلې مشر نظام قیصاري کسانو سره دغه ډول چلند کوي. سره له دې چې تراوسه دا په کره توګه مالومه نه ده چې دا ویدیو د کومې زمانې او په چا پورې تړاو لري خو خاینو کړیو له دې مسلې د ومره لویه هنګامه جوړه کړې ته به وایې چې یزید د پیغمبر له لمسي امام حسین سره زور زیاتی کړی وي. په ټوله کې خو ناوړه او ناقانونه چلند د هرچا له خوا له هرچا سره چې وي د منلو نه دی خو دا باید له یاده ونه باسو چې د انفرادي چلند مسوولیت خپله فاعل ته ورګرځي او دا بیا په تحقیق کې مالوم او ثابتېږي چې په دې کړنه کې نورکسان هم مسوولیت لري او که نه؟ د ملي دفاع وزارت او هم په خپله ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه د هراړخیزو څېړنو لارښوونه او امر کړی دی. غوره خو داده چې په دې اړه د څېړنو پایلو ته انتظار ایستل شوی وای او بیا یې وروسته په اړه قضاوت شوی وای خو پردي پالي کله دومره حوصله لري او یا یې بادار کله پرېږدي چې د هرې کړنې کره والی مالوم او بیا یې په اړه قضاوت وشي.

دا خبره کله هم په دې مانا نه ده چې دغه عمل( دلاس تړلو کسانو وهل ډبول) توجیه شي خو که د ملیشو تېرو کړو وړو ته وکتل شي خدای خبر دغو کسانو به څومره نادودې له ولسي خلکو په تېره له هغو سره چې د مخالفینو په نوم یې نیولي وو، کړې وي. په خپله د همدوی یو کلیوال چې د ولسي جرګې غړی یانې د خلکو استازی دی( فتح الله قیصاري) څرګندونې د پام وړ دي چې وایي: « همدغو کسانو یو کس چې خپله میرمن یې ناوغه او ډاکتر ته بیوله له موټر کښته او موضع یې پرې کیندله، سړي چې هرڅومره عذر او زارۍ ورته وکړې چې میرمن یې اومیندواره او ډاکتر ته یې بیایي، خو دوی ونه منله او په پایله کې د سړي مېرمن او ماشوم دواړو سار ورکړه» خو اوس دغه خلک بشر شوي او ځینې کسان یې دفاع کوي. همدغو ملیشو یو واخت داسې تاریخ پرې ایښی چې له یادولو یې قلم عاجز دی. دا کیسه نږدې د کابل ښار هغه وخت ډېرو اوسېدونکو ته مالومه ده چې د دوستم ملیشو               د رباني واکمني په پیر په کارته نو کې یو موټر درولی وه چې یوه اومیندواره میرمن د زېږون له پاره روغتون ته په کې لېږدول کېده. دوستیمان چې کله پوه شوي وو چې د میرمنې زېږون نږدې دی نو ویلي یې وو چې موټر تلی نه شي ځکه دوی د ماشوم زېږون نه دی لیدلی او باید ویې وګوري. ملیشو د سمندر له جنایتونو یو څاڅکی دا کیسه هم ده چې د تنظیمي انډوخر پر وخت د مزار شریف پر عام سرک د دوستي ملیشو کسان موټرو ته چې ښځینه به هم په کې وې لوڅ لغړ د تالاشي څه بلکې د خلکو لوټ له پاره پورته کېدل. یوه ډېره بوږنونکې کیسه یې دا هم ده چې: «ملیشو به کله چې موټر ودرولو نو سپږه (اشپش) به یې په لاس کې وه او کوم مسافر به چې یو څه پاک او پیسه والا ورته ښکاره شو ورنږدې به شو او ورته وبه یې ویل چې دا( سپږه) په څوافغانۍ اخلې مسافر به انکار وکړ خو هغه بل به د توپک میل ورنږدې کړ مسافر خوار به د ځان خلاصون په خاطر یو څه پیسې یادې کړې د بېلګې په توګه ۱۰ زره یا ۲۰ زره افغانۍ یې اخلم، مسافر به له خپله انده د ځان خلاصون هڅه وکړه، د سپږې والا ملیشې به هم پیسې ترې واخیسې او سپږه به یې په لاس کې ورکړه او هغه (مسافر) به وغورځوله، شیبه وروسته به ملیشه بېرته راغی ویل به یې سودا ونه شوه پیسې دې واخله او زما مال بېرته راکړه، دغه وخت سپږه چېرې پیدا کېده نو مسافر ته به یې وویل چې زما مال دوه لکه یا له هغه ډېره بیه درلوده، یا زما مال  راکړه یا یې پیسې، په دې پلمه به یې له مسافره خورا زیاتې پیسې واخیستې، لنډه دا چې په دې توګه به یې خلک شکول…» باور دا دی چې دغو کسانو به همدا اوس هم په فاریاب کې تر دې ډېر جنایتونه کړي وي، که قضیه عکس ددې وای یانې ملیشو سرتیري داسې نیولي وای خدای خبر څه به یې ورسره کړي وای ځکه د دوی د مشر(دوستم) کارکړنې ټولو ته مالومې دي(۱) نو د بړیڅو قیاس یې کېدی شي! خو بیا هم وایم چې زما موخه په وروستۍ ویدیو کې د کړنې توجیه نه ده، ځکه د ملي اردو له اړوندانو باید دا تمه ونه شي خو بیا هم اړینه چې خبره سپینه بیا دې قضاوت وشي.

خو پردي پالي او افغان دوښمنه عاصرو د اوبو له لیدو وړاندې موزې ایستلي او ان په ډېره سپین سترګي یې دا موضوع پلمه او د افغانانو ویاړ ملي اردو ته سپکاوی کړی. په دې اړه د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډه کې یو ښکاره پردیپالي په ډېره بې شرمي وویل: «اعمالیکه دراین ویدیو دیده می شود نمونه هایش د اردو آلمان نازی و در عصر حاضر در عملکرد اردوی اسرایل با مسلمانان فلسطین دیده شده است.» که دې کلمو او پرتلې ته وکتل شي له ورایه ښکاري چې ویونکی د احساساتو یا له لاس تړلو وطنوالو سره د خواخوږي په خاطر دا ډول څرګندونې نه کوي بلکې دا څرګندونې له ملي اردو سره د متکلم ژوره کرکه او نفرت په ګوته کوي.

لومړی خو دا څرګندونې داسې ډلې ته د منسوب کس له خولې وتلي چې پر خلو جناتونو یې د نازیانو او صهیونیستوانو مخونه پر زم زم اوبو مینځلي او پاک کړي دي. دهمدغه سړي ډلې او پلویانو یو وخت په کابل ښار کې د انسانانو پر سرونو میخونه ټکوهل، د مړو ګډاوې یې ننداره کړي، له ښځو او نجونو یې تیان غوڅ کړي او دا هغه څه دي چې نه نازیانو کړي، نه صهیونیستانو او نورو ډلو.  

زما وړاندیز دادی چې دغه کس باید پوځي محاکمې ته راکش شي ځکه هغه څوک چې ملي ویاړونو ته چې له تردید پرته ملي اردو د هېواد عزت او ویاړ دی، دغه ډول سپکاوی کوي باید د ملي خیانت په جرم اشد مجازات شي. دا ځکه چې دی په پوهه او علم د دوښمن پر ژرنده اوبه ورسپروي او هغه څه پر خوله راوړي چې د افغانانو قسم خوړلی دوښمن یې غواړي.  

  1. د دوستم کړه وړه د خپل قوم له یو مخور او سپین ږیري احمدخان ایشچي، د ترک توکمو مشر اکبربای او نورو ډېرو ازبیک توکمو سره ټولو ته مالومې دي.    

278 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2