Categories

اعلان

Loading…

د خبریالانو ۸۰ سلنه کاري تړونونه، د کار له قانون سره سم نه دي

د افغانستان د ژورنلیستانو ملي اتحادیې، نن په یوه خبري ناسته کې د خبریالانو د امتیازونو او حقونو په اړه د یوې ټولپوښتنې پایلې اعلام کړې.

د نورو ستونزو ترڅنګ چې خبریالان او رسنیز کارکوونکي ورسره لاس او ګریوان دي، یوه لویه ستونزه هم له هغه امتیازونو او حقونو څخه محرومیت دی کوم چې قوانینوو او نورو نافذه تقنیني اسنادو د دوی لپاره تضمین کړي دي.

زیات شمير خبریالان د هغه غیر عادلانه کاري تړونونو څخه شکایت کوي کوم چې د رسنیو د مالکانو له لوري پر دوی تحمیل کیږي او یا هم وایي چې د رسنیو مدیران او مالکان په قوانینو کې د خبریالانو او د خپلو کارکوونکو لپاره تضمین شوو امتیازونو او حقونو ته ژمن ندي.

د افغانستان د ژونالیستانو د ملي اتحادیې په ټولپوښتنه کې چې په ۲۴ ولایتونو کې او څه د باندې سلو ښځينه خبریالانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ خبریالانو ترمنځ ترسره شوې ده، پدې اړه مشخصې پوښتنې مطرح شوي دي او د دغه ټولپوښتنې د ګډونوالو ځوابونه کټګوري او په یوه لاس لیک کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپاره شوي دي.

د دغه ټولپوښتنې د موندنو پر بنسټ، د ۸۰ سلنه خبریالانو کاري تړونونه د کار د قانون او د ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرز او ډول د مقررې له حکمونو سره ورته والی نه لري.

یوه بله لویه ستونزه چې د دغه ټولپوښتنې د موندنو پر بنسټ واضع شوې ده، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له هغو حقونو او امتیازونو څخه نا خبري ده کوم چې د دوی لپاره په قوانینو او نورو تقنیني اسنادو کې تضمین شوي دي.

د دغه ټولپوښتنې نږدې ۳۰ سلنه ګډونوالو ویلي دي، چې پدې اړه هېڅ معلومات نه لري او یا یې هم معلومات په ډېره ټیټه سطحه دي. د هغه کسانو پر منځ کې چې له دې حقونو یې نا خبري ښودلې ده، زیات شمېر( ۵۲ سلنه) یې په کابل کې فعال خبریالان دي.

د نن ورځې په ناسته کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس، فهیم دشتي وویل، چې د دغه ټولپوښتنې د موندنو پر بنسټ، نږدې ده چې د اطلاعات او کلتور او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو له وزارتونو سره په تفاهم د کار د قانون او د ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرز او ډول د مقررې د حکمونو د تطبیق کولو زمینه برابره شي او خبریالان او رسنیز کارکوونکي خپلو حقونو او امتیازونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دشتي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې یادې ستونزې نوې ندي او له کلونو راهیسې روانې دي او ولي تراوسه پورې پدې اړه کوم کار ندی ترسره شوی وویل: په دې مواردو کې موږ ته په وار وار سره شکایتونه رسېدلي دي؛ مګر هېڅ یو خبریال ندی حاضر شوی او یا هم ندی توانېدلی چې دغه شکایت د مستند په شکل زموږ په واک کې راکړي. اوس او د دغه ټولپوښتنې د موندنو پر استناد به هڅې وکړو چې د دولتي مربوطه بنسټونو په تفاهم سره دا ستونزه حل کړل شي.

14 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *