Categories

اعلان

Loading…

په شمال کې د جنبش پلوي نارینه لاریونوالو د ښځو څادرۍ اغوستې دي

تاند – د افغانستان په شمال کې د جنبش پلوي فعالانو د لاریونونو په ترڅ کې د ښځو څادرۍ اغوستې دي.

مخکې داسې ګڼل کېده چې ګواکې د فاریاب د زورواکي قوماندان، نظام قیصاري، په ننګه د سړیو تر څنګ یو شمېر ښځې هم د هغه د خلاصون او د دوستم د راستنېدلو غوښتنه کوي.

دا راز هغه وخت افشا شو چې د جنرال دوستم د پلوي لاریونوالو څادري پوښو یو شمېر لوڅ مخ عکسونه ټولنیزو رسنیو ته راووتل.

ویل کیږي چې نظام الدین قیصاري چې محلي خلک یې نظام ګاو بولي په سیمه کې د لسګونو خلکو په وژنه، د خلکو د مال او حال په لوټ او تالان کې لاس لري.‌

د فاریاب زورواکی قیصاري د روان کال د جولای په ۴مه وروسته له هغه د افغان کمانډو د یوه برید په ترڅ کې په فاریاب کې ونیول شو او لاس تړلی کابل ته راوستل شو چې په یوه غونډه کې یې د ملي اردو افسران او د دغه ولایت والي په مرګ وګواښل.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. سلیم Reply

    دا دی د دوستم باحجابه ملیشې موهم ولیدلی خو مخونه ترې لوڅ شوي. خیردی ملامت نه دي، کمبختانو به ګرمي شوي، هغه ورځ هوا ډیره ګرمه وه

  2. سلیم Reply

    د دوی دې کور وران شي، اوس بازار کې چادرې کړې ښځې هم راته د قیصاري ملیشې ښکاري

  3. جلالالدین Reply

    داپوسټر خو ټول ښکاره کړه چی څه پری لیکل شوی دی دشیطان زامنو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *