Categories

اعلان

Loading…

د فریبا احمدي ورور د خپلې خور په تښتولو کې د لاس لرلو په تور ونیول شو

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د ولسي جرګې د هغې غړې ورور یې نیولی چې تېره میاشت په غزني ولایت کې تښتول شوې وه.

فریبا احمدي چې د اګست په میاشت کې په غزني ولایت کې له زوی او یوې لور سره د وسله والو له لوري تښتول شوې وه، درې اوونۍ وروسته له یو شپږو بندي طالبانو سره تبادله شوه.

ملي امنیت وايي، د فریبا احمدي ورور د خپلې خور په برمته کېدو کې له مجرمانو سره لاس درلود. او ده په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د ملي امنیت د چارواکو په وینا د فریبا احمدي ورور د طالبانو قومندان ته مخکې تر مخکې خبر ورکړی و او له هغه سره یې په ګډه د خپلې خور پرضد دسیسه جوړه کړې وه.

د ملي امنیت د رسنیو دفتر وایي چې فریبا کاکړ د خپل ورور نور احمد او یوه بل کس له خوا، چې روح الله نومیږي، تښتول شوې وه.

د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې دا کار یې د غزني په قره باغ ولسوالی کې د طالبانو د یو قوماندان په امر کړی و.

123 total views, 2 views today

7 comments

  1. غورځنګ Reply

    ما ددی وکیلی هغه وینا واوریده چی نوموړی د خلاصیدو نه روسته د طالبانو په منځ کی کړی وه. زه لا په هغه وخت کی شکی شوم چی را برمته کیدل ډرامه شوی او پلان شوی کار وه. او زما په نظر چی په دی دسیسه کی فریبا احمدی هم شریکه ده. ملی امنیت باید په دی اکتفاء ونګړی چی بس ورور یی په جرم اعتراف وکړ نو دوسیه بنده. موضوع باید مخکی وڅیړل شی او ډیر ځواکمن احتمال لیدل کیږی چی فریبا دی هم په دی قضیی کی فریب نه کار اخستی وی.

  2. خېټور Reply

    دا دې هم شوه پښتو!

  3. باچا Reply

    طالبان نه یوازې ترهګر دی بلکې، له بې ناموسه کارونو هم ډډه نه کوي! لعنت دې وي پر داسې بې ناموسو

  4. اکبر شهیم Reply

    فریبا نه یوازی په دی زوسیه کی فریب کړی دی بلکلی هغه په اصل کی یو فارسیوانه ده او په پښتنه نه ده صریف یی د کاګړ د نوم څخه استفاده کړی او ځان یی په پښتنو پسی تړلی نودا د اوله خطا ښځه ده د قیقه څیړنه باید وشی او سم جزا ورکول شی چی په اینده کی داسی یو بی ناموسی بل څوک ونکړی لکه دی چی وکړل

  5. خېټور Reply

    زه یوه شي ته حیران شوم، نه پوهېږم چې په فیس بک کې که په کومه راډیو کې مې د دې خبرې واورېدې چې هغه وینا د طالبانو او خلکو په وړاندې اوروي، دا ناپاکه هلته هم په پاړسي خبرې کوي. سړی ریښتیا هم حیران شي چې دا څه حال دی، مونږ یې پښتو ژړله چې چڼو راخرابه کړه اوس دا داسې ډرامه جوړه شوه چې دا هم د هغې بلې پروسږنې سناتورې سادات وه که څه شیشکه وه چې په تښتونو کې یې لاس درلود په څېر ناپاکه ده. تر ټولو لویه حیراني دا وه چې دې هلته پاړسي وینا اوروله. خدای مو دې ایمان ته خیر کړي.

  6. ویس Reply

    ګرانو فریبا او کورنۍ یی پښتانه ندې ، په دې اړه تاسو باید ځان خبر کړۍ. نوموړې له یوه پښتانه سره واده کړۍ ترځو تر پارلمانه ځان راورسوې
    ویس

  7. غورځنګ Reply

    خیټوره توبی باسه وخت ډیر خراب راغلی، څوک دی برمته نه کړی چی په تا به هم پاړسو ووایی

Leave a Reply to اکبر شهیم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *