Categories

اعلان

Loading…

طالبان؛ د مشروعيت او داعیې په بحران کې

عبدالله حسرت || 

ولسي رېښې، واضحه سیاسي تګلاره او هدفونه، نړیوال ملاتړ او د دریځ معقوليت هغه څه دي، چې تر ډېره د یوه تحریک راتلونکې او مشروعيت تعریفوي. پر دغو معیارونو که وسله وال طالبان وتلوو، نو ثابتیږي، چې یاده ډله په سیاسي توګه ناپخته، د ولس لخوا منزوي شوی، په نړیواله کچه بد شهرته او له مذهبي نظره نامشروع ګرځول شوی تحریک دی، چې له هیڅ زاویې د یوه مشروع ولسي، سیاسي او مذهبي غورځنګ بڼه نه لري.

عبدالله حسرت

وسله وال طالبان؛ تور زړي سپين پوښان:

 وسله وال طالبان هغه خود ساخته “مذهبي” ټولی دی، چې له دوی څخه په فزيکي، مذهبي، کلتوري او سیاسي لحاظ متفاوت خوځښتونه، افراد او ژوند لارې نه زغمي او د زور له لارې یې د تقبیح او محکوميت وړ بولي. د طالب تر کنترول لاندې سيمو کې د افرادو له ظاهري قیافې نیولې، آن د دوی د ژوندانه تر هر مادي او معنوي اړخه پورې تر تيري لاندې دي. د فکر او بیان خپلواکي خو بیخي په سلګو وي. دا هر څه د ولس له منځه وتلي په ظاهره سپین پوښان له ټولنې جلا کوي. همدا لامل دی، چې له ملته متفاوته ډله د ډار په واسطه د خلکو پر زړونو له حکمرانۍ بله لاره نلري. د دوی ډېری برخه که څه هم چې له معنوي پلوه د ټولنې له ډېرو غړو غريب وي، خو بیا هم د ټولنې د سمون د دعوې له مخې د سختو رویو له لارې خلک د “ریا زاهدان” جوړوي.

د معاصرې دولتدارۍ په دور کې یو بېګانه جريان:

له پیل څخه تر ننه پورې د وسله والو طالبانو د تحريک پېژنده د یوه سیاسي نه بلکې مذهبي تحريک په ډول شوې. خو اوس چې د “مذهبي” جګړې تر نامه لاندې د سیاسي موخو تعقیب کوي، باید د مذهبي مشروعيت تر څنګ یې تعریف شوې سیاسي تګلاره، اهداف او اړيکې درلودلای. خو داسې نه ده. د پاکستان په ایبټ آباد کې د ساتل شوي او وژل شوي اسامه بن لادن لپاره د دوی په اصطلاح “اشغال” ته زمينه سازي کول، د دغه وضعيت د دوام لپاره د جګړې اوږدول او په خپل وخت کې یې یوازې د دریو هېوادونو لخوا د حکومت په رسميت پېژندنه، د وسله والو طالبانو د تحريک پر سیاسي کمزورۍ دلالت کوي او روښانوي چې دغه ډله د معاصرې دولتدارۍ له اصولو ناخبره او په نړیوال سیاسي کلي کې یې فعالیت له یوه بېګانه جریان څخه پورته هیڅ هم نه دی. په همدې اساس، په نړیواله او سیمه ییزه کچه د دغه تحريک هیڅ ډول سیاسي او ډېپلوماټيک ملاتړ نه تر سترګو کيږي، بلکې د یو شمېر هېوادونو لخوا یې د خپلو موخو لپاره استخباراتي/ مالي/ پوځي ملاتړ کیږي.

حق که سميع الحق؟

مولانا سمیع الحق

د طالبانو د بې پایلې جګړې ماهيت، وسيلو، ويجاړيو او د ارزښتونو پایمالېدو ته په کتو سره د دوی جګړه د هر معتبر اسلامي بنسټ او ادرس لخوا نامشروع اعلان شوه. د اندونېزیا په کنفرانس کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان علماوو؛ د اسلامي همکاريو سازمان، د افغانستان درې زره په شاوخوا کې علماوو، د کعبې امام عبدالرحمان السديس، د الاظهر او دیوبند مدرسو علماوو، د اسلامي فقهې مرکز او یو شمېر نورو بنسټونو او اشخاصو د افغانستان اوسنۍ جګړه نامشروع او ورور وژنه یاده کړه او پر افغان دولت او وسله والو طالبانو یې د سولې غږ وکړ. د روان لمريز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه او ۲۰ مه نېټه د سعودي عربستان په جده او مکه مکرمه کې له دېرشو څخه د زیات اسلامي هېوادونو علماوو د افغانستان اوسنۍ جګړه ناروا او فتنه اعلان کړه. د جګړې د تحريم په اړه د حرم له منارو د اسلامي علومو د لسګونه مفسرينو، مفقهينو او منل شویو علماوو غږ پورته کول، یوه تاريخي پېښه او تصميم و، چې وسله والو طالبانو ته یې د سولې او اسلام دښمنۍ پرته درېیمه لاره پرېنښوده. په دغه تاريخي کنفرانس کې یوازې د پاکستان زیاتره ورغوښتل شویو علماوو او ایراني اخوندانو ګډون نه و کړی، چې د افغان دښمنۍ په اړه د هغوی دريځ له هیچا پټ نه دی. د اسلام اباد او تهران په فتواوو او د روسي روبېلو په زور افغان وژنې ته دوام ورکول، د افغان طالبانو سیاسي راتلونکی او حتی فزيکي شتون تر پوښتنې لاندې راوستلای شي. ګورو، چې دغه ډله د “حق” مني که د پاکستاني استخباراتي ملا سميع الحق؟

اوربند؛ د افغان دولت اخلاقي بری

د افغان دولت لخوا، چې د وجود تر شا یې د ولس باور او د نړیوالې ټولنې ملاتړ موجود دی، د باور د فضا رامنځته کولو لپاره یوې حريفې وسله والې ډلې ته د اوربند وړانديز په اخلاقي لحاظ دغه ډله (افغان وسله وال طالبان) ماته کړه او د افغان دولت لوري ته د ولس د بې طرفه حلقاتو تمایل زیات شو. همدا راز د سولې لپاره د حکومت پر ژمنتیا او د نړیوالو همکارانو لخوا د دغې پروسې د ملاتړ په اړه د دوی شکونه تر ډېره له منځه ولاړل.

رټل شوی تحريک د یوه تاریخي فرصت په درشل کې:

د جګړې په ډګر کې پر وسله والو طالبانو پوځي فشار، پر تمويلونکو هېوادونو یې نړیوال سیاسي فشار، په کور دننه سولې ته د حاضرېدو لپاره پر یادې ډلې ولسي فشار او په ورته وخت کې د معتبرو او منل شویو اسلامي بنسټونو او اشخاصو لخوا یې د جګړې ناروا اعلانېدل، افغان وسله وال طالبان له داسې یوه حالت سره مخ کړي دي، چې سولې ته نه حاضرېدل به یې د ملت، ټولې اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې پر وړاندې ودرېدل او د سيمې د څو هېوادونو د ګټو او ستراتيژيکو اهدافو لپاره د کرایې د قاتلانو په توګه د افغانانو عامه وژنه وبلل شي.

افغان وسله وال طالبان باید له اوسني تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي. د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه تللي، افغان دولت د سولې په پروسه کې د ولس، زیاتره کورنيو سیاسي ادرسونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ او باور له ځانه سره لري. یرغمال شوي طالب مشران دې پر دوی زیاتېدونکی ولسي فشار بهانه کړي او له بهرنيو لاسونو دې ځانونه راوباسي. د دې فرصت له لاسه ورکول به د لا زیاتو افغانانو د وژل کېدو او بالاخره د وسله وال طالب پر ضد د ولسي قیام سبب وګرځي.

8 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *