Categories

اعلان

Loading…

کندوز: روان کال ۷۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي

د کندوز دامنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې د ملي ځواکونو په هڅو او کوښښونو سره د دغه ولایت له اړوندو ساحو څخه د بیلابیلو جرمونو په تور (۷۰ ) تنه مجرمین نیول شوي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي .

رحماني  زیاتوي چې دغه کسان د قتل ، غلا ، تښتونې ، جنسي تیري ، دولت ضد کړنو ، نشه يي توکو پلور او په یوشمیر نورو تورونو نیول شوي چې دوسیې رسما عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي .

په ورته وخت کې د کندوز اوسیدونکي بیا د افغان امنیتي ځواکونو له داسې فعالیتونو څخه ملاتړ کوي او وايي چې دننه په ښار کې باید داسې عملیات  دوام داره وساتي ترڅو په ښار کې د بې نظمیو مخه ونیول شي .

راپور: عزت الله عمرخیل

79 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *